تازه خبر

گورنر شوکت الله : طالبانو سره دمذاکراتو لړۍ ختمه شوې نۀ ده

هغه وويل  صوبه کې نۀ خو دگورنر راج لگولو کومه خطره ده اؤ نۀ هم گورنر راج لگولى شي
هغه وويل صوبه کې نۀ خو دگورنر راج لگولو کومه خطره ده اؤ نۀ هم گورنر راج لگولى شي
پيښور-دپاکستان دخيبرپښتونخوا صوبې گورنرانجنئير شوکت الله وئيلي دي طالبانو سره دخبرو اترو لارې بندې شوې نۀ دي خو دپاکستان په قبائيلي سيمو دترسره کيدونکو بې پائيلټه امريکائي جاسوسي الوتکو يا ډرون دحملو له امله دغه خبرې دځنډ ښکار شوي دي.
دخيبرپښتونخوا گورنر دغه څرگندونې په داسې حال کړي چې پاکستاني طالبانو دوړاندې څخه په ډاگه کړې ده چې به دډرون بريد کې دخپل مشر حکيم الله محسود دوژنې بدل اخلي اؤ دپاکستان حکومت سره به نور هيڅ قسمه خبرې اترې نۀ کوي.
پيښور کې ميډيا سره دخبرو په مهال گورنر شوکت الله ادعا کړې ده چې مرکزي حکومت طالبانو سره دخبرو اترو په اړه دلارې په هوارولو کې کامياب شوى ؤ اؤ دمذاکراتو عمل پيل کيدونکى ؤ چې دډرون حمله ترسره شوه چې له امله يې دمذاکراتو عمل ته زيان ورسيدو.
هغه وويل ددې مطلب دا هم نۀ دى چې دمذاکراتو لړۍ اودريدلې ده.
هغه وويل صوبه کې نۀ خو دگورنر راج لگولو کومه خطره ده اؤ نۀ هم گورنر راج لگولى شي.
گورنر وويل دقبائيلي رواياتو ترمخه دمذاکراتو دروازې بندې شوې نۀ دي ، کۀ چرې ديوې جرگې يا غونډې په مهال په کومه معامله خبرې کاميابې نۀ شي يا دمذاکراتو عمل مخ په وړاندې لاړ نۀ شي نو دبلې جرگې يا غونډې له لارې دمذاکراتو عمل مخ په وړاندې ځي ځکه مرکزي حکومت اوس هم دې لړ کې هڅې کوي..
له دې وړاندې په يو مقامي هوټل کې يوې غونډې ته پخپله وينا کې گورنر شوکت الله وويل پاکستان افغانستان سره پرامنه اؤ دوستانه اړيکو ته ليواله دى اؤ پاکستان کې دامنيت ټينگښت په هاغه صورت کې ممکن دى کله چې امن ټينگ شي.
هغه وويل پاکستان به افغانستان کې دامنيت دټينگښت لپاره خپل کردار لوبوي.
XS
SM
MD
LG