لاس رسیدونکی لینک

 
دافغانستان دامنيتي شورا ډلې نوازشريف سره ليدلي
تازه خبر

دافغانستان دامنيتي شورا ډلې نوازشريف سره ليدلي


تيره مياشت د افغانستان د صدر حامد کرزي ددې وينا څخه وروستو چې دطالبانو خوشي کړل شوي مشر ملا بردار سره دليدنې په غرض به دافغانستان يو وفد دپاکستان سفر کوي
تيره مياشت د افغانستان د صدر حامد کرزي ددې وينا څخه وروستو چې دطالبانو خوشي کړل شوي مشر ملا بردار سره دليدنې په غرض به دافغانستان يو وفد دپاکستان سفر کوي
فاروق فراق
دپاکستان له لوري دافغاني طالبانو د خوشې کړل شوي مشر ملا عبدالغني برادر سره دليدنې په غرض دپاکستان په سفر تللي دافغانستان دامنيتي شورا ډلې د زيارت په ورځ په اسلام اباد کې د پاکستان د وزيراعظم نوازشريف سره ليدلي اؤ ورسره يې افغانستان کې دامنيت د ټينگښت په هکله په مختلفو لارو چارو خبرې کړي دي.
تيره مياشت د افغانستان د صدر حامد کرزي ددې وينا څخه وروستو چې دطالبانو خوشي کړل شوي مشر ملا بردار سره دليدنې په غرض به دافغانستان يو وفد دپاکستان سفر کوي دافغانستان دامنيتي شورا دغه ډله د صلاح الدين رباني په مشرۍ تيره ورځ دپاکستان پايخت اسلام اباد ته رسيدلې ده.
د سرچينو له مخې افغان هئيت به په پاکستان کې د يو شمير لوړ پوړو مشرانو سره په دې هکله صلاح مشورې کوي چې څنگه بايد افغاني طالبان د افغان حکومت سره جوړجاړي ته مائل کړي؟
سرچينې وايي وزيراعظم نوازشريف سره دافغانستان دامنيتي شورا د ډلې د ليدنې په مهال دقومي سلامتۍ اؤ بهرنو چارو په اړه دوزيراعظم صلاح کار سرتاج عزيز اؤ دبهرنو چارو په اړه دوزيراعظم ځانگړي مرستيال طارق فاطمي هم په دغه موقع موجود وؤ،
غونډه کې سيمه کې په امنيتي صورتحال، دامنيت په اړه په اړونده مرستې اؤ افغانستان څخه راتلونکي کال کې دامريکائي پوځيانو په وتلو بحث شوى دى.
ټاکل شوې ده افغان هيئت به په پاکستان کې دافغان طالبانو دپخواني دوهم مشر عبدالغني برادر سره هم ليدنه کوي،
پاکستان دعوه کړې وه چې سږکال دستمبر په مياشت کې يې ملا برادر دخپل هيواد دننه دزندان څخه خوشې کړى.
خو افغان طالبان بيا تور لگوي چې ملا برادر اوس هم دپاکستان دننه په باقاعده ډول په بند اؤ دپاکستاني پوځ په حصار کې دى.
دافغان طالبانو سره دافغان حکومت دجوړجاړي راوستو په عمل کې کابل ملا برادر ته ديو مهم کردار په سترگه گوري.
دافغانستان صدر حامد کرزي ٢٠١٠م کې افغان امنيتي شورا جوړه کړې وه چې مقصد يې طالبانو ته دمذاکراتو لپاره ډاډگيرنه ورکول دي ، طالبان افغانستان کې دامريکا لخوا په ٢٠٠١ء کې دهغوي دحکومت دتختې اړولو راپديخوا په مسلح فعاليتونو بوخت ؤ.
دافغانستان اؤ پاکستان په چارو ژور نظر لرونکى خبريال نثار محمد خان پاکستان ته دافغانستان د امنيتي شورا د ډلې د سفر په اړوند د وائس اف امريکا ډيوه راډيو سره په خبرو کې وويل دافغانستان د ډيرو مشکلاتو حل په پاکستان کې موجود دى اؤ د ملا برادر سره دافغاني ډلې ليدل دافغانستان دحکومت په گټه دي .
هغه وويل په داسې حال کې چې افغان حکومت امريکا سره ديو مهم امنيتي تړون په لوري روان دى اؤ پاکستان په دغه تړون کې ډير مهم رول لري نو هيله ده ملا برادر سره دافغان پلاوي په ليدنه کې به هم دپاکستان رول د مرستندويه وي.
نوموړي وويل دملا بردار په هکله کۀ هرڅو ځينې خلک دا نيوکې کوي چې اوس هم دپاکستان دپوځ په ولکه کې دى خو دافغاني طالبانو د تحريک راپورته کيدو په مهال کۀ څوک د پاکستان د هغه وخت په کرادر نظر لري نو هغوئ پوهيږي چې دملابرادر،ملا عمر يا پاکستان کې د "ځينوقوتونو" سوچ اوس هم يو شان دى .
خو هغه زياته کړه چې اوس په دې منطقه کې حالات هاغه شان نۀ دي، ټولې نړۍ په دې منطقه خپل نظر ساتلى دى اؤ پاکستان مجبوره دى چې د نړۍ دخواهشاتو په اساس ځينې گامونه واخلي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG