لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جيمز ډوبنز : حامد کرزى دصدارتي انتخاباتو دځنډولو هڅه نۀ کوي


ښاغلي ډوبنز دافغانستان په اړه دکانگريس ديوې اوريدنې په مهال وئيلي دي” صدر حامد کرزي داسې هيڅ نۀ دي وئيلي چې دټولټاکنو دځنډيدو دخواهش په لوري اشاره وکړي
ښاغلي ډوبنز دافغانستان په اړه دکانگريس ديوې اوريدنې په مهال وئيلي دي” صدر حامد کرزي داسې هيڅ نۀ دي وئيلي چې دټولټاکنو دځنډيدو دخواهش په لوري اشاره وکړي
پيښور- دافغانستان اؤ پاکستان لپاره دامريکا ځانگړي استازي جيمز ډوبنز وئيلي دي داسې هيڅ اشاره نشته چې گنې دافغانستان صدر حامد کرزي په راتلونکي کال کې افغانستان کې دترسره کيدونکو صدارتي انتخاباتو دځنډولو هڅه کوي.
ځانگړي استازي امريکائي قانون سازانو ته وئيلي دي واشنگټن باور لري چې کابل سره به دځنډ باوجود په دوه اړخيزه امنيتي تړون دروان کال تر اخره لاسليک وکړي.
امريکائي استازي دغه څرگندونې په داسې حال کې کړي چې تيره ورځ دافغانستان صدر حامد کرزي پخپله يوه مرکه کې تور لگولى ؤ چې امريکا دسږکال تر اخره دواشنگټن اؤ کابل ترمينځ په دوه اړخيزه امنيتي تړون دلاسليک کولو په غرض په هغه دفشار اچولو لپاره ديو نوابادياتي قوت په څير کردار ادا کوي.
دشورو په ورځ ښاغلي ډوبنز دافغانستان په اړه دکانگريس ديوې اوريدنې په مهال وئيلي دي صدر حامد کرزي داسې هيڅ نۀ دي وئيلي چې دټولټاکنو دځنډيدو دخواهش په لوري اشاره وکړي، هغه چې مونږ اؤ هر چاته په پټه اؤ ښکاره هر څه وئيلي ، مونږ ته معلومه ده چې هغه ددغه ټاکنو په وخت دترسره کولو اؤ په ټاکلي وخت خپلې عهدې پريښودو ته ليواله دى
هغه وويل امريکا په معقوله توگه مطمئينه ده چې دټولټاکنو تيارۍ د٢٠٠٩م يا ٢٠٠٤م څخه غوره دي.
هغه وويل اوس هم امکان شته چې دسږکال تر اخره به دکابل اؤ واشنگټن ترمينځ په دوه اړخيزه امنيتي تړون لاسليک وشي.
ډوبنز وويل په بي ايس اى دلاسليک کولو څخه دمخه صدر کرزى طالبانو سره دجوړجاړي عمل پځايې کول غواړي اؤ ددې ترڅنگ دا خبره هم باوري کول غواړي چې په افغانستان کې پاتې کيدونکي عسکربه په يو صورت کې هم دافغانانو کورونو ته دننوتو جوگه نۀ وي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG