لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزيرستان:په کهجورۍ پوسته ځانمرگي حمله کې څلورعسکر مړۀ ٢٥ ژوبل


تيره ورځ دپاکستان حکومت پريکړه کړې وه هيواد کې به د امنيت ټينگولو دپاره طالبانو سره مذاکرات د لمړي اپشن په توگه خپلوي.
تيره ورځ دپاکستان حکومت پريکړه کړې وه هيواد کې به د امنيت ټينگولو دپاره طالبانو سره مذاکرات د لمړي اپشن په توگه خپلوي.
پيښور-دپاکستان دحکومت لخوا طالبانو سره د خبرو پيل کولو د پريکړې څخه يواځې يوه ورځ وروستو دافغانستان دپولې ترڅنگ دپاکستان په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دپاکستاني پوځيانو په يوه امنيتي پوسته تندلارو يو ځانمرگي بريد کړى چې پکې څلور عسکر وژل شوي اؤ خواوشا ٢٥ نور ژوبل شوي دي.
دامنيتي سرچينو ترمخه يو ځانمرگي خپل دبارودو څخه ډک گاډى دشمالي وزيرستان په ميرعلي سيمه کې دکجهورۍ امنيتي پوستې سره ټکر کړى چې له امله يې پوځيانو ته په لويه پيمانه مرگ ژوبله اړولې ده.
د لمړيو راپورونو ترمخه په دغه ځان وژونکې حمله کې څلور عسکر وژل شوي خو سرچينې وايي په ژوبلو ٢٥عسکرو کې هم د ځينو حالت مرگونى دى چې له دې امله د مړو شمير کې د زياتوالي انديښنه ښودل کيږي.
سرچينې وائي ددغه چاؤدنې غږ تر لرې لرې اوريدل شوى دى.
دچاؤدنې وروستو دپيښې ځايې ته په گڼ شمير کې عسکر رسيدلي اؤ دپيښې دپلټنو لپاره يې ټوله سيمه پخپله ولقه کې اخستې.
په سمدستي ډول دپاکستان پوځ په دغه ځان مرگي بريد کې پوځ ته داوښتې مرگ ژوبلې په هکله غوڅه شميره نۀ ده په ډاگه کړې اؤ نه هم کومې وسله والې ډلې ددغه بريد پړه په سر اخستې خو په پاکستان کې د طالبانو تحريک گواښ له دې يوه ورځ وړاندې په امنيتي ځواکونو دبريدونو تندولو گواښ کړى ؤ
شمالي وزيرستان کې په پاکستاني پوځيانو دغه ځانمرگى بريد په داسې حال کې ترسره شوى چې تيره ورځ دپاکستان حکومت پريکړه کړې وه هيواد کې به د امنيت ټينگولو دپاره طالبانو سره مذاکرات د لمړي اپشن په توگه خپلوي.
خو دپاکستاني طالبانو تحريک حکومت سره د هر رقم خبرو اترو څخه انکار کړى دى.
دنومبر په لمړۍ نيټه شمالي وزيرستان کې په يوه امريکائي ډرون حمله کې دپاکستاني طالبانو دمشر حکيم الله محسود دوژل کيدو وروستو طالبانو دسوات دطالبانو پخوانى سخت دريځى مشر مولانا فضل الله خپل نوى مشر ټاکلى اؤ هغه دپاکستان دحکومت سره دهررقم خبرو اترو څخه دانکار کولو ترڅنگ دحکيم الله محسود دوژنې دانتقام اخستو دړکه هم کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG