لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان

نواز شريف وائي گاونډي هيوادونو سره دوستانه اړيکو ته ليواله دى

پاکستاني وزيراعظم ايران ته اوس اوس دشپږو نړيوالو قوتونو سره په نيوکلئير تړون ترسره کولو مبارکي ووئيله
پاکستاني وزيراعظم ايران ته اوس اوس دشپږو نړيوالو قوتونو سره په نيوکلئير تړون ترسره کولو مبارکي ووئيله
پيښور- دپاکستان وزيراعظم ميا محمد نواز شريف وئيلي دي پاکستان دخپلواکۍ اؤ سيمه ييز سالميت داړونده درناوي په اساس دافغانستان، هند اؤ ايران پشمول خپلو ټولو گاونډيانو سره دوستانه اړيکو ته ليواله دى.
دايران خارجه وزير محمد جاويد ظريف سره اسلام اباد کې دزيارت په ورځ دخبرو په مهال نواز شريف وويل حکومت به يې سيمه کې دامن اؤ ثبات لپاره داخستل کيدونکو ټولو گامونو ملاتړ کوي.
پاکستاني وزيراعظم ايران ته اوس اوس دشپږو نړيوالو قوتونو سره په نيوکلئير تړون ترسره کولو مبارکي ووئيله اؤ هيله يې څرگنده کړه چې دتعميري رابطو عمل به همدغسې دوامداره وي.
همدغه شان دايران خارجه وزير وويل هيواد يې پاکستان سره دهمکارۍ دسيوا کولو په ژمنه کلک ولاړ دى اؤ دترهه گرۍ دختمولو لپاره به دپاکستان لخوا داخستل کيدونکو ټولو گامونو ملاتړ کوي.
په دغه موقع نواز شريف تهران ته دسفر کولو په اړه دايران بلنه هم قبوله کړه.
په عين حال کې وزيراعظم کې دبل اينډ ميلنډا گيټس فاؤنډيشن دصدر ډاکټر کرس اؤ دهغه دهيئت سره دخبرو په مهال وزيراعظم نواز شريف وئيلي دي چې پاکستان به دخپل هيواد څخه دترهه گرۍ ستونزه له مينځه وړي اؤ زياته کړې يې ده چې ترهه گري يوه ناروغي ده ، کومه چې زمونږ په ټولنه لگيدلې ده.
نواز شريف وويل حکومت دپاکستان څخه دپوليو دناروغۍ دختمولو لپاره هم ژمن دى اؤ زياته يې کړه چې پاکستان به دبل اينډ ميلنډا فاؤنډيشن دتجربو څخه گټه پورته کوي.

See all News Updates of the Day

طالبان: پاکستان دې خپلو داخلي مشکلاتو ته په کور دننه حل پیدا کړي

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت د شنبې په ورځ نومبر۱۱ په یوه لنډه ویډیوي وینا کې چې د طالبانو تر کنټرول لاندې د ملي ټیلي ويژن له خوا خپره شوې د پاکستان د دفاع وزیرادعاوې ردې کړي.
د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت د شنبې په ورځ نومبر۱۱ په یوه لنډه ویډیوي وینا کې چې د طالبانو تر کنټرول لاندې د ملي ټیلي ويژن له خوا خپره شوې د پاکستان د دفاع وزیرادعاوې ردې کړي.

د طالبانو حکومت د پاکستان د کویټې په ښار کې د ځانمرګي برید وروسته د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان سره ددغه برید په تړاو د پاکستان د دفاع چارو وزیر خواجه اصف څرګندونو ته غبرګون کې ویلي چې اسلام اباد دې خپل زمه واري د طالبانو په غاړه نه اچوي او خپلو ستونزو ته دې په کور دننه حل ولتوي.

د نومبرپه نهم د پاکستان د بلوچستان صوبې د کویټې ښار کې د یو ځانمرګي برید وروسته چې له امله یې د دغه هېواد د امنیتي ادارو د یو شمیر کارکوونکو په ګډون په لسګونو کسان ووژل شول او ټپیان شول، د دغه هیواد دفاع وزیر خواجه محمد اصف یو ځل بیا د طالبانو پر حکومت باندې تور ولګوه چې ترهګرو ډلو ته یې اجازه ورکړې چې د افغانستان خاوره د پاکستان په خلاف وکاروي.

خو د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت د شنبې په ورځ نومبر۱۱ په یوه لنډه ویډیوي وینا کې چې د طالبانو تر کنټرول لاندې د ملي ټیلي ويژن له خوا خپره شوې د پاکستان د دفاع وزیرادعاوې ردې کړي.

هغه ویلي: " افغانستان نور د هیچا پر وړاندې تهدید نه دی، پاکستان دې خپل مشکلات زمونږ پر غاړه نه را اچوي او خپلو داخلي مشکلاتو ته دې په کور دننه حل پیدا کړي."

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف د جیو نیوز ټیلي ويژن په یوه خپرونه کې د خبرو په مهال وویل، چې د طالبانو حکومت په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعالیتونو په مخنیوي کې پاتې راغلی دی. هغه ګواښ وکړ چې پاکستان ته ددغو اقداماتو پرخلاف د پریکنده ګامونو د اوچتولو اړتیا ده.

خو د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند ویلي چې د خواجه محمد اصف دغه ادعاوې په کلکه ردوي او دا پیښې د طالبانو د حکومت سره هیڅ تړاو نلري.

هغه ویلی: " دغه موضوعات مونږ پورې هیڅ اړه نلري اسلامي امارت [طالبانو حکومت] چاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو پرخلاف وکاروي".

د خالي شنبې د ورځې په سهار د د کویټې د اورګاډي یا ريل ګاډي په سټېشن کې یو ځانمرګي برید کې د ۱۴ پاکستاني پوځيانو په ګډون۲۶ کسان وژل شوي او تر ۶۰ زیات نور ټپیان شوي وو.

ددې برید مسوولیت د بلوڅلو د ازادۍ پوځ (بي ایل ای) په نوم یوې وسله والې ډلې په غاړه اخیستي وو. دغې ډلې ویلي و چې د برید هدف یې د پاکستان د پوځ کارکوونکي وو چې د یو ټرنینګ وروسته خپلو مرکزونو ته روان وو.

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف په دغه ټیلي ويژن خپرونه کې وویل چې په بلوچستان او خېبر پښتونخوا صوبو کې د ترهګرۍ په پېښو کې دفاعي ځواکونو په نښه کول د پاکستان د کمزوري کولو لپاره یوه توطیه ده.

هغه تور ولګولو چې په دې توطیه کې د هند تر څنګ نور هیوادونه هم شامل دي. خواجه اصف وویل چې په بلوچستان کې د چین وګړي په نښه کیږي، تر څو د هغه په وینا چینایان دې ته اړ شي چې له دغه ځایه ووځي.

هغه وویل چې د پاکستان د پوځ منسوبین هم په دواړو ایالتونو کې د ترهګرۍ په پیښو کې په نخښه کيږي او په دغو بریدونو کې د افغانستان خاوره د پاکستان خلاف استعمالیږي.

دا لومړی ځل نه دی چې لوړ پوړي پاکستان چارواکي د ترګرو ډلو له خوا ددغه هیواد پرضد د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان خاورې د کار اخیستلو ادعاوې کوي.

پاکستاني چارواکو دمخه هم ورته ادعاوې کړي وې. خو دا لومړی ځل دی چې پاکستاني چارواکي د بي ایل ای ډلې د بریدونو پړه د طالبانو پر حکومت اچوي. پاکستان دمخه په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان ټي ټي پي د ډلې د شتون او له دغه هیواد څخه په پاکستان کې دننه پر امنیتي ځواکونو باندې د بریدونه ادعاوې کړې ړوې، چې د طالبانو حکومت له خوا په پرله پسې ډول دا ادعاوې ردې شوي دي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت او په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت چې د طالبانو تر کنټرول لاندې دی په جلا اعلامیو کې د کویټې په ښار کې د تیرې شنبې د ورځې برید په سخټو ټکو غندلی وو.

د پاکستان د پښتونخوا او بلوچستان په صوبو کې په روان ۲۰۲۴ کال کې وسلوال بریدونه زیات شوي ، چې اکثره په کې ددغه هیواد امنیتي منسوبین په نښه شوي دي .

د خبیرپښتونخوا ایالت کې د اکثرو دغو بریدونو مسوولیت تحریک طالبان پاکستان او په بلوچستان ایالت کې د بلوڅو د ازادۍ اردو ډلې پر غاړه اخیستی دی.

یادونه : د وي او ای اشنا په مننه

د پښتونخوا پوليس وايي، د پېښور پولیس لاين ځانمرګي بريد سهولت کار پوليس یې نيولی

د خېبرپښتونخوا پوليسو دعوه وکړه، د پېښور پوليس لاين د ځانمرګي بريد سهولت کاري کوونکی پوليس اهلکار محمد ولي یې نيولی دی، او تعلق یې د تحریک طالبان پاکستان (فتنه الخوارج) د ذيلي تنظيم جماعت الاحرار سره دی.

پېښور کې تېر کال په 30مه جنورۍ پوليس لاين کې دننه ځانمرګی بريد شوی، د پولیسو په وينا بريد کې 86 پوليس اهلکار وژل شوي او 249 ژوبل شوي وو. په بريد کې د وژل شوو ټوله شمېره د 100 نه زیاته وه خو زيات پکې پوليس اهلکار وژل شوي وو.

د خېبرپښتونخوا د پوليسو مشر اخترحيات د سي ټي ډي پوليس چارواکو سره ګډه خبري غونډه کې وويل، دغه تن څو ورځې وړاندې د پېښور په رنګ روډ جميل چوک د دوه خودکش جېکټو سره نيول شوی دی.

پوليس مشر وويل، نيول شوي ترهګر د افغانستان نه خودکش جېکټې، خودکش حمله کوونکي، وسله او چاودېدونکو موادو په راوړلو او رسولو کې ککړ وو.

نوموړي زياته کړه دغه نيول شوی تن پوليس اهلکار او د کال 2019 د دسمبر په 31مه نېټه پوليس کې برتي شوی، په 2021م کې یې د جماعت الاحرار د يو تن سره رابطه کړې، بيا په فرورۍ 2021م کې د کوټې، چمن د لارې افغانستان ته تللی، هلته د جنېد نومې تن مېلاو شوی، شونکړۍ مرکز ته تللی، هلته د صلاح الدين کمانډر سره مېلاو شوی او رسمي په جماعت الاحرار کې شامل شوی وو.

اختر حیات خان وويل، دا تن په کابل کې نيول شوی خو بيا جنېد راخلاص کړی وو او بيا واپس راغلی، په 2023م کې د ده ډيوټي په پېښور پوليس لاين کې وه، جنېد ورته ویلي چې د کمانډر خالد خراساني چې په افغانستان کې وژل شوی، د هغې بدل اخلو.

بيا په جنورۍ 2023م کې ده د پوليس لاين نقشه جوړه کړې، په ټيليګرام یې لېږلې، بيا یې د جنېد سره رابطه شوې، هغه ورته د خودکش اخستو ويلي، بيا په 30مه جنورۍ خودکش ته د پوليس وردي اچولې، خودکش بمبار راغلې بيا یې خودکش حمله کړې او ده بيا د دې خبر په ټيليګرام ورکړی وو.

پوليس افسر وويل، ده ته د دې ټول کار دوه لکه روپۍ پاکستانۍ ورکړل شوي دي.

د اختر حیات خان په خبره، دا په نورو ډېرو ترهګرو بریدونو کې ککړ دی، پلټنې ترې روانې دي.

نوموړي د نیول شوي تن ويډيو هم مطبوعاتو ته وړاندې کړه چې پکې دغه تن په خپله هم خبرې کوي.

تېر کال د مارچ په مياشت کې د خېبرپښتونخوا د سي ټي پوليس چارواکو دعوه کړې وه چې د پېښور په پوليس لاين کې شوی ځانمرګی بريد د تحریک طالبان پاکستان [ټي ټي پي] اتحادي ګروپ جماعت الاحرار کړی او په افغانستان کې پلان شوی وو.

د سي ټي ډي پوليس ایډيشنل ايي جي شوکت عباس په 17م مارچ په پېښور کې خبري غونډې ته ويلي وو، "د ځانمرګی بريد کوونکي ملګری یې نيولی چې امتياز خان نوميږي، ده د ځانمرګي برید تربيت کړی دی او په تفتيش کې معلومه شوې ده که لومړی ځانمرګی چې تنظيمي نوم یې قاري وو که هغه ناکامه شوی وی نو بيا به دی کارول کېدو".

د پاکستان حکومت او پوځ دعوه کوي چې د کله نه په افغانستان کې طالبان په واک کې راغلي، پاکستان کې ناامني او ترهګري سېوا شوې ده، او د افغانستان د خاورې نه پاکستان کې ترهګري کيږي.

خو طالبانو د پاکستان دغه دعوې او تورونه تل رد کړي او ويلي یې دي پاکستان دې د خپلو ناکامو زمه واري په دوی نه ور اچوي.

امريکې پاکستان کې د نوي زرعي پينځه کلن پروګرام پرانسته کړې

د امریکې سفير ډونلډ بلوم پاکستان کې د پينځو کالو دپاره د يو زرعي، کرنې پروګرام پرانسته کړې، د کوم څخه به چې د پاکستان کرونده ګر د موسمي بدلونونو د اغېزو څخه بچ کېدو دپاره د نوو رجحاناتو سره اشنا کولی شي، دوی ته به هر ډول مرستې او اسانتياوې برابرولی شي.

ويل شوي، د امریکا په مرسته دې پروګرام څخه به د ټول ملک کرونده ګر ګټې ترلاسه کوي.

ډونلډ بلوم د کلايمېت سمارټ اېګرېکلچر پروګرام په نوم پروژې پرانسته پرون په 11م نومبر د پنجاب صوبې د فيصل اباد په زرعي پوهنتون کې کړې ده.

ډونلډ بلوم ويلي، "د دې پينځه کلن پروګرام له له لارې به امریکا کرونده ګرو، زميندارو ته ډېرې اسانتياوې برابروي، توجه به په ټېکنالوجۍ وي، نوي وسايل به ورته ورکولی شي د کوم سره به چې پيداوار سېوا شي".

هغه ويلي، "زميندارو ته به نوي تخمونه هم ورکولی شي، دوی ته به نوي يا عصري مشينونه او د اوبه خور اټومېټک نظام معرفي کولی شي".

امریکايي سفير ويلي، زمیندارو ته به خپل پيداوار مارکيټ ته د رسولو او نورې ګټې ترلاسه کولو تربيت ورکوي، انلاين پلېټ فارمونو سره به یې نښلوي، چې د پيداوار ښه قيمتونه ترلاسه کړي.

امریکايي سفير زياته کړې، امريکا او پاکستان د زراعتو يا کرنې په برخه کې کلکه ملګرتيا لري، نيمه پیړۍ مخکې، یو امریکایي ساینس پوه له پاکستاني همکارانو سره ملګرتیا کړې، او د ډاکټر نورمن بورلاګ او د ډاکټر محمد منظور باجوه کیسه زمونږ د دواړو هېوادونو ترمنځ په دوستۍ کې مرسته کوي.

هغه ويلي، "د غنمو هغه ډول چې پاکستان ته یې په 1965 او 1970کلونو کې پيداوار يو په دوه زيات کړو".

هغه ويلي، امریکې د زراعتو په برخه کې د پاکستان نورې ډېرې مرستې کړي او په 1977 کې، امریکې د زراعتو دپاره څیړنیز مرکز جوړ کړی او په پاکستان کې په پوهنتونونو او څېړنیزو ادارو کې د کرنیزې څیړنې د ملاتړ لپاره یې فنډونه ورکړي دي.

د ډونلډ بلوم په خبره، "نن ورځ، مونږ له پاکستان سره په دې کار کوو چې د موسمي بدلون پر وړاندې یې توان زیات کړو او په دغه برخه کې يو ارب ډالره خرچ کوو".

هغه ویلي، "يواځې په زراعتو کې امریکايي پانګونو د يو ميلين څخه زیاتو کورنیو ته ګټه رسولې ده. د فارمونو سره مرسته شوې، خرڅ یې د 1.47 اربه ډالرو څخه زیات شوی او د 100,000 پورې نوې نوکرۍ پیدا کړل شوي دي".

هغه زياته کړې، د "شنه انقلابه" تر "شنه اتحاده" پورې امریکا او پاکستان په ګډه کار کړی چې د دواړو هېوادونو خلکو ته ګټه ورسوي.

پاکستان حج پاليسي اعلان کړې، په حج به څومره خرچه راځي؟

پاکستان د 2025م کال دپاره د حج پاليسي اعلان کړې، چې له مخې به یې د سرکاري حج سکيم مصرف د 10 لکه 75زور نه تر 11 لکه 75زرو روپو پورې راځي.

د پاکستان مرکزي مذهبي چارو وزير چودري سالک حسېن پرون په 11م نومبر حج پالیسي اعلان کړې ده.

هغه ويلي، د راتلونکي حج دپاره د پاکستان کوټه يو لک 79,210 ده، او په دې کې نيمه برخه سرکاري او نيمه شخصي مقرر کړل شوې چې نيمه یې نزدې 90،000 جوړيږي.

نوموړي ويلي، را روان کال به په يو حج باندې د 11لکه 75زرو روپو پورې لګښت راځي، تېر کال دا مصرف 10لکه 75زره روپۍ وو.

د سالک حسېن په خبره، دې ځل له د حج سکيم کې اسانتياوې جوړې کړل شوي دي.

هغه ويلي، د سرکاري حج دپاره د خواست جمع کولو په وخت به دوه لکه روپۍ جمع کول وي، او د قرعه اندازۍ يا چې د چا نوم د حج سکيم کې منظور شي، په لسو ورځو کې دننه به څلور لکه روپۍ جمع کوي او پاتې پيسې به د فرورۍ 2025م په لومړو لسو ورځو کې جمع کوي.

د مذهبي چارو وزير ویلي، د سرکاري حج سکيم دپاره د سپانسر کوټه پينځه زره ځانګړې کړل شوې او په دغه سکيم کې د شامېلېدو دپاره به د بېنکونو د لارې د بهر ملک څخه پيسې راليږي.

هغه زياته کړې، د شخصي حج سکيم کې د سپانسرشپ کوټه 30زره سيټونه ځانګړي کړل شوي او هغو کسانو ته به لومړيتوب ورکول کيږي چې چا مخکې خواستونه جمع کړل.

د سرکاري حج دپاره زياتې ورځې 42 او کمې ورځې د 25 پورې مقرر کړل شوي دي.

چودري سالک حسېن ویلي، د سعودي عرب د تعلیماتو ترمخه، د 12 کالو نه د کم عمر ماشوم به حج له نه شي تللی، د هغې علتونه یې ګرمي يا تود موسم او نور یاد کړي دي.

مرکزي وزیر زياته کړې، که د خواستونو د وصولۍ د وروستۍ نېټې څخه وړاندې څوک پيسې واپس اخلي نو پوره پېسې به ورته مېلاويږي، او قرعه اندازۍ وروسته به ترې 50زره روپۍ او د درېم قسط وروسته به ترې دوه لکه روپۍ کټ کولی شي.

هغه ويلي، د لسمې فرورۍ وروسته که څوک د حج نه پاتې کيږي هغو ته به واپس پیسې نه ورکول کيږي، او که څوک مړ شو هغه ته به ټولې پيسې بيرته ورکول کيږي.

تېر کال مصري چارواکو ويلي وو، د حج په وخت د تود موسم له امله د 1000 زيات کسان مړه شوي وو.

ويل شوي وو، حج له په تللو دغو مړه شوو کسانو کې 58 پاکستانيان وو. او په نورو کې تر ټولو زيات 165 د انډونيشيا وګړي مړه شوي وو. همدا شان خبر ورکړی شوی وو چې دوه امریکایي زیارت کوونکي هم مړه شوي وو.

چين ويلي، د ترهګرۍ ضد عملياتو کې به د پاکستان مرستې جاري ساتي

پاکستان کې په وروستيو کې په چينايي وګړو حملې شوې، چين په يادو حملو په ولسي کچه اندېښنې څرګندې کړې او د پاکستان نه یې په چينایانو حملو کې د ککړو پرضد عملياتو او چينايي وګړو د خونديتوب دپاره د اقداماتو په کلکه غوښتنې کړې وې.

د رویټرز خبري ادارې ترمخه، د چين د بهرنيو چارو وزات يو وياند پرون په 11م نومبر ويلي، چين به د ترهګرۍ ضد عملياتو کې د پاکستان مرستې جاري ساتي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لن جيان په پايتحت بيجنګ کې خبري غونډې ته ويلي، د چين او پاکستان اړيکې خرابوونکو ټولې هڅې به ناکامه کولی شي، عزم او وړتيا یې لري.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند دغه څرګندونې په داسې وخت کې کړي چې يوه اوونۍ وړاندې د پاکستان غټ اقتصادي ښار کراچۍ کې د ډزو په پېښه کې دوه چينايي وګړي ژوبل شو وو.

له دې وړاندې تېر د اکتوبر د مياشتې په شپږمه نېټه د شپې خواوشا 11 بجې د کراچۍ د نړيوال ميدان په خله کې د چینايانو په قافله بريد کې دوه چينايان وژل شوي او يو ژوبل شوی وو.

چين د دغه بريد سمدستي وروسته د پاکستان نه غوښتنه کړې وه چې د چينايي وګړو د خونديتوب دپاره ضروري ګامونه پورته کړي.

د ياد بريد زمه واري لاقانونه ګرځول شوي تنظيم بلوچستان لبرېشن ارمي، بي اېل اې منلې وه.

پرون په 11م نومبر د پاکستان د سيند صوبې د کورنيو چارو وزير ضياالحسن لنجار ويلي، په کراچۍ کې د هوايي ميدان په خله کې د چينايانو په قافله ځانمرګی برید شوی او په دغه بريد کې يو ځانمرګی او دوه سهولت کار یې شامل وو، په دغو شاملو کسانو کې يوه ښځه او دوه سړي نيول شوي او د نورو نيولو دپاره علميات دوام لري.

د ياد ځانمرګي په وخت پوليس چارواکو هغه وخت ويلي وو چې د تېلو په ټېنکر اور لګېدلی او چاودنه یې ترې شوې وه.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف د کراچۍ د هوايي ميدان نه بهر په چينايانو شوی بريد غندلی او ويلي يې وو، "په دې ناوړه پېښه کې ککړپاکستانيان نه شي کېدای، بلکې د پاکستان دښمنان دي. سمدستي پلټنې پيل کړل شوي چې پېښه کې ککړ کسان معلوم او د قانون منګولو ته راوستل شي".

په 29م اکتوبر د چین سفیر جيانګ زاي ډونګ اسلام اباد کې راجوړ يو سيمينار ته په وينا کې په ولسي کچه پاکستان کې د چينايي وګړو د ساتنې په اړه اندېښنې څرګندې کړې وې.

هغه ويلي وو، پاکستان به د چينايي وګړو، ادارو او پروژو ساتنه پياوړي کړي او خلکو ته به سخته سزا ورکړي څوک چې په چينايي وګړو خونړو بريدونو کې ککړ دي.

د چينايي سفير د بيان په غبرګون کې د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياندې ممتاز زهرا بلوڅ ویلي وو، چين په پاکستان کې په سرمایه کارۍ او ترقیاتي کارونو کې مدد کوي او دلته د کارکوونکو چینايي وګړو حفاظت د پاکستان ذمه واري ده خو په ولسي کچه د چين لخوا د خپلو وګړو د ساتنې په اړه اندېښنې د پاکستان او چين د سفارتي ادابو پرضد دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په دې ورستيو کې ويلي وو چې په تېرو شپږو کلونو کې د پاکستان دننه په چينايي وګړو نزدې اووه حملې شوې دي، 16 هغه چينايي وګړي پکې وژل شوي چا چې د پاکستان دننه د سي پېک په پروژو کار کولو.

نور کتل

ځانګړې ویډیوګانې

د ویب ډیولپمنټ تربیت جینکو ته څه ګټې ورکولې شي؟
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 0:27:21 0:00
XS
SM
MD
LG