پيښور- دپاکستان وزيراعظم ميا محمد نواز شريف وئيلي دي حکومت به ملک کې دامنيت دټينگښت لپاره طالبانو سره دمذاکراتو لاره دوامداره ساتي.
که هر څو پاکستاني وزيراعظم طالبانو سره دمذاکراتو ددوامداره ساتلواشاره ورکړې ، خوسږکال دنومبر په مياشت کې شمالي وزيرستان کې دپاکستاني طالبانو دمشر حکيم الله محسود دډرون په بريد کې دوژل کيدو وروستو دطالبانو نوي ټاکل شوي سخت دريځي مشر مولانا فضل الله نۀ يواځې دا چې دحکومت څخه دحکيم الله محسود دوژنې دبدل اخستو دړکه کړې بلکې ورسره يې دهررقم خبرو کولو څخه انکار کړى.
دترکي يو ټيلي ويژن سره مرکه کې پاکستاني وزيراعظم وويل دحکومت لخوا طالبانو سره دمذاکراتو په دغه عمل کې که هر څو ځينې خنډان موجود دي ، خو مونږ په سيمه کې دامن اؤ ثبات لپاره کوټلې هڅې کوؤ.
ديوې پوښتنې په ځواب کې پاکستاني وزيراعظم وويل افغانستان کې امن اؤ ثبات نۀ يواځې دپاکستان بلکې ټولې سيمې په گټه دى اؤ زياته يې کړه چې دپاکستان اؤ افغانستان ترمينځ په مختلفو معاملو درايې اتفاق موجود دى.
وزيراعظم وويل پاکستان هند سره هم دمذاکراتو له لارې دټولو ستونزو هوارى غواړي.
هغه وويل پاکستان دانرژۍ اؤ امن وامان دلويو ستونزو سره مخ دى ، خو مونږ به ديو مضبوط قام په حيثيت ددغه ټولو ستونزو هوارى راوباسو.
نواز شريف وويل هيواد کې دلوډشيډنگ په کچه کې کمى راغلى اؤ اقتصادي شرح نمو هم غوره شوې ده.
وزيراعظم وويل حکومت يې دپن بجلي گهرونو دمختلفو منصوبو شروع کولو اراده لري چې ورسره به تر پنځلسو زرو ميگاواټو بجلي پيدا شي.
په عين حال کې لاهور کې دکرسمس دورځې په مناسبت يوې جوړې شوې دستورې ته پخپله وينا کې وزيراعظم نواز شريف دټولو مذهبونو په پيروکارو غږ کړى چې هيواد کې دهاغو عناصرو دناپاکو ارادو لپاره دې پخپلو کې لاسونه ورکړي ، څوک چې هيواد کې مذهبي نفرت خورول غواړي.
نواز شريف وويل ځينې بې لارې عناصر دخپلو گټو ترلاسه کولو لپاره دمذهب نوم بدناموي ، خو مونږ به په شريکه دبدامنۍ خورولو په اړه دهغوي ارادې ناکاموؤ.
نواز شريف وويل کوم کسان چې په چرچونو، جوماتونو اؤ مندرونو حملې کوي ، دمذهب سره دهغوي هيڅ تعلق نشته اؤ زياته يې کړه چې دټولې نړۍ مذهبونه دامن، خلوص اؤ ورورولۍ درس ورکوي اؤ په ټولنه کې دامن اؤ هم اهنگۍ لپاره ددغو اصولو دخورولو ضرورت دى.