لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سندهـ صوبه کې وسله والو يو بل خبريال وژلى


تيرکال په دغه هيواد کې يوولس صحافيان وژل شوي چې په هغوئ کې د يو صحافي قاتل هم تردې دمه نه دى نيول شوى.
تيرکال په دغه هيواد کې يوولس صحافيان وژل شوي چې په هغوئ کې د يو صحافي قاتل هم تردې دمه نه دى نيول شوى.
پيښور- دنوي کال دپيل کيدو په لمړۍ دپاکستان د سندهـ ايالت په لاړکانه سيمه کې د نامعلومو وسله والو په ډزو د پاکستان ديو شخصي ټي وي چينل خبريال د نامعلومو کسانو په ډزو وژل شوى دى چې ددغه وژنې په ضد په ټول پاکستان کې صحافتي تنظيمونو احتجاجي مظاهرې کړي دي.
د خبريالانو نړيوال تنظيم ايي ايف جى له دې يوه ورځ وړاندې پخپل يو جاري کړي راپور کې وئيلي وؤ تير کال په ټوله نړۍ کې ١٠٨ اؤ په پاکستان کې يوولس خبريالان وژل شوي دي.
د اطلاعاتو له مخې د نهې اؤ شورو په مينځ شپه کې هغه مهال چې نوى کال ته په ټوله نړۍ کې خلک په هر کلي وئيلو بوخت وؤ د سندهـ صوبې په لاړکانه سيمه کې د يو شخصي ټي وي چينل خبريال شان داهر نامعلومو وسله والو وويشتو چې له امله يې هغه لمړى سخت ژوبل اؤ وروستو هسپتال کې مړ شو.
تردې مهاله ددغه خبريال د وژنې ذمه واري چا په غاړه نۀ ده اخستې اؤ نه يې علت په ډاگه شوى دى خو پاکستان د نړۍ په هاغو هيوادونو کې شميرل کيږي چې د صحافيانو دپاره زيات خطرناک گڼل کيږي.
تيرکال په دغه هيواد کې يوولس صحافيان وژل شوي چې په هغوئ کې د يو صحافي قاتل هم تردې دمه نه دى نيول شوى.
په لاړکانه سيمه کې د خبريال د وژل کيدو په ضد د شورو په ورځ د پاکستان په بيلابيلو ښارونو کې صحافتي تنظيمونو احتجاجي مظاهرې کړي دي.
دخيبرپښتونخوا په سرښار پيښور کې د خيبريونين اف جرنلسټس لخوا شوې احتجاجي مظاهرې ته پخپله وينا کې ددغه سازمان صدر نثارمحمود،دپيښورپريس کلب صدر ناصرحسين اؤ نورو صحافيانو پخپله وينا کې وئيلي صحافيانو ته يو واري بيا د رښتيا ليکلو په جرم کې د نوي کال تحفه د هغوئ د ملگري د وژنې په شکل کې ورکړل شوې چې دا دحکومت لخوا د صحافيانو تحفظ کې د ناکامۍ واضحه دليل دى.
هغوئ وويل په پاکستان اؤ خصوصاً خيبرپښتونخوا صوبه اؤ قبائيلي سيمو کې تردې مهاله گڼ شمير صحافيان وژل شوي اؤ د گڼو سرونو ته خطرې پيښې دي خو د افسوس ځايې دى چې حکومت صحافيانو ته په پيښو خطرو ځان ناجاڼه کړى اؤ دهغوئ دسرومال د تحفظ دپاره هيڅ گامونه نۀ اخلي.
مظاهرينو ته پخپله وينا کې د صحافتي تنظيمونو مشرانو زياته کړه په دغسې وژنو به هيڅکله څوک صحافيان د رښتياؤ ليکلو څخه منعې نۀ کړل شي اؤ په هر حال کې به د حقائقو څخه د اولس خبرولو خپله تاريخي دننه جاري ساتي .
هغوئ غوښتنه وکړه چې بايد دشان دهر اؤ نورو وژل شوؤ خبريالانو قاتلان په سمدستي ډول ونيول شي اؤ حکومت دې د صحافيانو د تحفظ دپاره کوټلي اقدامات وکړي.
بل لوري ته دپاکستاني ورځپاڼو دمديرانو دکونسل( سي پي اين اي) دميډيا څارونکې څانگې لخوا جاري کړل شوي يو راپور کې وئيل شوي دي چې کال ٢٠١٣م کې دپاکستان دننه دخپلو صحافتي ذمه وارو دترسره کولو په مهال ١١ صحافيان دترهه گريزو پيښو ښکار شوي دي.
راپور کې وئيل شوي دي چې پينځه خبريالان دبمي چاؤدنو دکوريج په مهال اؤ شپږ نور دهدفي وژنو پيښو کې وژل شوي دي، سي پي اين اى دوژل شوؤ صحافيانو دوژونکو دنيولو اؤ داغيزمنو کورنو لپاره دمعاوضې غوښتنه کړې ده.
دراپور ترمخه دجنورۍ په ١١مه نيټه ديو شخصي تيليويزيون سماء خبريال سيف الرحمان اؤ کيمرامين عمران شيخ دبلوچستان صوبې دسرښار کوئټې په علمدار روډ هاغه مهال وژل شوي وؤ کله چې يې ديوې بمي چاؤدنې کورنگ کولو اؤ په دغه مهال يوه بله چاؤدنه وشوه.
راپور کې وئيل شوي دفرورۍ په ٢٧مه نيټه ديو شخصي تيليويزيون خبريال ملک محمد ممتاز دپاکستان په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دترهه گرو له لوري په ډزو وژل شوى ؤ اؤ هم په دغه مياشت کې دهيواد اقتصادي مرکز کراچۍ کې ديوې سيمه ييزې ورځپاڼې خبريال شيخ علي محسن هم وژل شوى ؤ.
راپور کې راغلي دانتخاب ورځپاڼې خبريال محمود خان افريدى دمارچ په لمړۍ نيټه وسله والو کسانو ددفتر څخه دراستنيدو په مهال وژلى ؤ.
همدغه راز دورځپاڼې پاکستان يو سب ايډيټر طارق اسلم پيښور کې په ١٧م اپريل ديو سياسي گوند په غونډه کې شوې بمي چاؤدنه کې وژل شوى ؤ اؤ دمارچ په مياشت کې دبلوڅ ژبې دکراچۍ خبريال عبدالرزاق دسربازي دمارچ په مياشت کې دلياري سيمې څخه تښتول شوى ؤ، چې ٤٤ ورځې وروستو يې مړى په سرجاني ټاؤن کې وموندل شو.
همدغه شان په ٢٤مه مئ دايکسپريس ټربيون ورځپاڼې احمدعلي جويا نامعلومو وسله والو په بهاولنگر کې وژلى ؤ اؤ خيبرپښتونخوا کې دايوب خټک په نوم ديوې ورځپاڼې خبريال هم دخپل کور څخه هم وژل شوى ؤ.
راپور زياتوي چې تيرکال دخبريالانو دويرولو اؤ په هغوي دانتقامي بريدونو گڼې پيښې هم رامخې ته شوې وې اؤهم په دغسې يوه پيښه کې داى پي پي چيف رپورټر خوشنودعلي شيخ هم وژل شوى ؤ.
د کميټي ټو پروټکټ ژورنالسټس له لوري جاري کړل شوي يو بل راپور ترمخه په ټوله نړۍ کې د٢٠١٣م په مهال ٧٠ صحافيان وژل شوي چې پکې ٢٩ دشام دخانه جنگۍ دکورنگ په مهال وژل شوي اؤ لسو نورو په عراق کې خپل ژوند دلاسه ورکړى.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG