لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد :وسله والو دمذهبي ډلې مشر دخپل يو ملگري سره وژلى


داهلسنت والجماعت کارکوونکو احتجاجاً دوژل شوؤ کسانو دمړو پوليسو ته دسپارلو څخه انکار کړى
داهلسنت والجماعت کارکوونکو احتجاجاً دوژل شوؤ کسانو دمړو پوليسو ته دسپارلو څخه انکار کړى
پيښور_ دپاکستان پايتخت اسلام اباد کې نامعلومو وسله والو دجمعې په ورځ دمذهبې ډلې اهل سنت والجماعت يو مقامي مشر مفتي منير معاويه دخپل يو بل ملگرى سره په ډزو سره وژلى دى.
دپوليسو ترمخه داسلام اباد ائي ايټ سيکټر کې وسله والو کسانو داهل سنت والجماعت دسيکټري جنرل مفتي منيرمعاويه هاغه مهال ناتاره ډزې وکړې چې هغه دمدرسې څخه دخپل يو بل ملگري اسد محمود سره راوتلى ؤ اؤ دپيښې وروستو بريدکوونکي په تيښته کې بريالي شوي دي.
داهلسنت والجماعت سره تعلق لرونکو کسانو داسلام اباد په ائي ايټ چوک کې دخپل وژل شوي مشر اؤ دهغه سره دوژل شوي ملگري مړي ايښودي اؤ احتجاجاً يې پوليسو ته دمړو دسپارلو څخه انکار کړى.
داطلاعاتو ترمخه تيره مياشت دکربلا دپيښې په ياد کې دويستل شوؤ ماتمي جلوسونو څخه دمخه پوليسو په گڼ شمير کې داهلسنت والجماعت مشران نيولي وؤ چې پکې مفتي منير هم شامل ؤ اؤ هغه اوس اوس خوشې کړل شوى ؤ.
تيره مياشت لاهور کې هم ددغه ډلې صوبائي مشر شمس الرحمان معاويه نامعلومو وسله والو په ډزو سره وژلى ؤ اؤ ددغه پيښې څخه څو ورځې وروستو هم په لاهور کې دشيعه مسلک مذهبي مشر علامه ناصر عباس هم نامعلومو وسله والو وژلى ؤ.
پاکستان کې په فرقه ييز تشدد کې دغه اضافه راولپينډۍ ښار کې دعاشورې دماتمې جلوس په مهال ديو جومات څخه بهر په وسله واله نښته کې ديوولسو کسانو دوژل کيدو وروستو رامينځته شوې ده اؤ ددغه پيښې څخه وروستو دپاکستان په بيلا بيلو سيمو کې په گڼ شمير کې دشيعه اؤ سنُني مسلک مذهبي مشران وژل شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG