لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دغدارۍ کيس کې په ځانگړې محکمه د فوجدارۍ د اطلاق په بابله پريکړه محفوظ


محکمې پرويز مشرف ته نن دپاره د عدالت په وړاندې اودريدو کې نرمي ورکړې ده اؤ دهغه د طبې راپورونو د جاج اخستو څخه وروستو به محکمې ته د مشرف د وړاندې کيدو په اړه پريکړه هم کوي.
محکمې پرويز مشرف ته نن دپاره د عدالت په وړاندې اودريدو کې نرمي ورکړې ده اؤ دهغه د طبې راپورونو د جاج اخستو څخه وروستو به محکمې ته د مشرف د وړاندې کيدو په اړه پريکړه هم کوي.
پيښور- دپاکستان د پخواني پوځي صدر جنرال ريټائرډ پرويز مشرف په ضد د غدارۍ د مقدمې اوريدنه د زيارت د ورځې پورې ځنډول شوې اؤ په دغه اړه د جوړې کړل شوې ځانگړې محکمې په کارروايۍ د فوجدارۍ د ضابطې د اطلاق په هکله پريکړه محفوظ کړل شوې ده.
داسلام اباد په نيشنل لائبريرۍ کې د درې کسيزه محکمې مخې ته چې مشري يې قاضي فيصل عرب کوي د شورو په ورځ د غدارۍ د مقدمې د اوريدو دپاره د ځانگړې محکمې جوړيدو په بيلابيلو اړخونو قانوني اړخونو بحث شوى دى .
محکمې پرويز مشرف ته نن دپاره د عدالت په وړاندې اودريدو کې نرمي ورکړې ده اؤ دهغه د طبې راپورونو د جاج اخستو څخه وروستو به محکمې ته د مشرف د وړاندې کيدو په اړه پريکړه هم کوي.
دکله راهسې چې په پرويز مشرف دغدارۍ مقدمه سوره کړل شوې د هغې راهسې محکمې پرله پسې پرويز مشرف عدالت ته راغوښتى خو هغه وړومبى د امنيتي انديښنو په دليل د محکمې مخې ته نۀ پيش کيدو اؤ په وروستي ځل چې کله محکمې ته د وړاندې کيدو دپاره د کوره ووتلو نو محکمې ته د وړاندې کيدو پځايې په دې دليل روغتون ته ورسؤل شو چې جنرال ريټائرډ مشرف د زړۀ ناروغي لري.
دامهال هم پرويز مشرف په روغتون کې بستر دى اؤ د هغه وکيلانو محکمې ته وئيلي دي چې د ناروغتيا له امله پرويز مشرف محکمې ته د وړاندې کيدو جوگه نه دى.
د غدارۍ د مقدمې اوريدنې دپاره جوړې کړل شوې ځانگړې محکمې ته د مشرف طبي راپورونه هم ښودل شوي چې د ميډيا راپورونو له مخې په دغه راپور کې وئيل شوي مشرف د زړۀ د يو وال بنديدو په گډون نهه ناروغۍ لري.
ځانگړې محکمې په تيره اوريدنه کې مشرف ته د نهې اؤ شورو په ورځ د پيش کيدو څخه استثنا ورکړې وه اؤ اوس به ددغو طبې راپورونو د جاج اخستو څخه وروستو عدالت ته د هغه د وړاندې کيدو په اړه پريکړه کوي.
د شورو په ورځ د پرويز مشرف د وکيلانو له لوري د ځانگړې محکمې په جوړيدو د راپورته کړل شوؤ اعتراضونو د ځواب ورکولو په مهال سرکاري وکيل اکرم شيخ وويل د ځانگړې محکمې په جوړولو کې هيڅ قانوني خنډ مخې ته نيشته ځکه چې سترې محکمې له وړاندې څخه روښانه کړې ده چې دارمي ايکټ لاندې جرمونه د فوجدارۍ د ضابطې لاندې راځي .
هغه وويل ځانگړې محکمې ته هاغه ټول اختيارات ترلاسه دي چې دهايي کورټ د کار په دائره کې نۀ راځي .
په دغه مهال قاضي فيصل عرب د فوجدارۍ د ضابطې د اطلاق په اړه پريکړه محفوظ کړه اؤ وئ ويل په راتلونکو څو ورځو کې به دغه پريکړه اورول کيږي.
دپاکستان په گډون په نړيواله ميډيا کې داسې گنگوسې روانې دي چې د سعودي عرب په فشار پرويز مشرف د علاج په نوم د هيواد څخه ويستل کيږي خو د سعودي عرب د بهرنيو چارو وزير سعود الفيصل د نهې په ورځ اسلام اباد کې خبريالانو ته وئيلي وؤ چې هغه پاکستان د مشرف د خلاصي دپاره نه دى ورغلي اؤ سعودي عرب دچا کورنو چارو کې لاسوهنه نۀ کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG