لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چوهدري نثار وايي حکومت طالبانو سره مذاکراتو اؤ جنگ دواړو ته تيار دى


داخله وزير وويل حکومت دطالبانو سره مذاکرات شروع کول غواړي، خو دغه عمل ځکه نۀ دى پيل شوى چې دپاکستاني طالبانو دتحريک قيادت دهيواد څخه بهر دى
داخله وزير وويل حکومت دطالبانو سره مذاکرات شروع کول غواړي، خو دغه عمل ځکه نۀ دى پيل شوى چې دپاکستاني طالبانو دتحريک قيادت دهيواد څخه بهر دى
پيښور- دپاکستان دکورنو چارو وزير چوهدري نثارعلي خان وئيلي دي دهاغو خلکو سره به مذاکرات کولى شي چې هيواد کې دامنيت دټينگښت لپاره حکومت سره خبرې کول غواړي ، خو دهاغو خلکو په ضد به په سختۍ سره جگړه کوي چې دبهرنو قوتونو په هداياتو دتشدد لاره خپلوي.
تيره ورځ بنو کې دامنيتي ځواکونو په کاروان دبمي چاؤدنې دذمه وارۍ قبلولو ترڅنگ پاکستاني طالبانو حکومت ته دمذاکراتو وړانديز کړى ؤ اؤ وئيلي يې وؤ که حکومت قبائيلي سيمو څخه دپوځ ويستو اؤ دډرون حملو اودرولو سره خپل خلوص اؤ اختيار ثابت کړي نو هغوي دمقصدي خبرو لپاره تيار دي.
دکورنو چارو وزير دغه څرگندونې دبنو بريگيډ هيډکوارټرز ددورې په موقع ميډيا سره خبرو کې کړي دي، په دغه موقع دخيبرپښتونخوا گورنر انجنئير شوکت الله، انسپکټر جنرل فرنټئيرکور ميجرجنرل غيور محمود هم موجود وؤ.
داخله وزير وويل حکومت دطالبانو سره مذاکرات شروع کول غواړي، خو دغه عمل ځکه نۀ دى پيل شوى چې دپاکستاني طالبانو دتحريک قيادت دهيواد څخه بهر دى، خو زياته يې کړه چې ټي ټي پي سره دحکومت دمذاکراتو خواهش ته بايد دکمزورۍ دعلامت په توگه ونۀ کتل شي.
نثاروويل دطاقت استعمال هوارى نۀ دى.
چوهدري نثاروويل دبنو دردناکه پيښه نۀ يواځې په بنو کې محسوس کړل شوې بلکې ددغه پيښې احساس دحکومت په هره څانگه اؤ دهيواد په هر گټ کې شوى دى.
هغه وويل دا جگړه عامه جگړه نۀ ده ځکه چې مونږ ديو ناليدونکي اؤ پټ دښمن په ضد جنگيږو
دهغه وينا وه دتندلاريتوب اؤ تشدد دچيلنج په ضد دهيواد دپوځي اؤ سويلين قيادت ترمينځ مکمل اتفاق موجود دى.
داخله وزير وويل ولي الرحمان دخپل ژوند په اخري برخه کې دپاکستان حکومت سره په څرگنده ډول دمذاکراتو ملاتړ کولو اؤ هم دغسې حکيم الله محسود هم کول.
هغه وويل بايد په دې خبره کې کوم شک ونۀ کړل شي چې دوزيراعظم نواز شريف حکومت به دهر هاغه تن اؤ ډلې سره خبرې کوي چې پاکستان کې دامنيت دټينگښت لپاره په مذاکراتو اؤ امن باور لري، خو بايد په دې خبره هم کوم شک ونۀ شي چې دهاغو کسانو په ضد به مونږ دخپل پوره انرژۍ اؤ توان سره جنگيږو، څوک چې په امن باور نۀ لري اؤ اړى گړى جوړول غواړي
هغه وويل حکومت دترهه گرۍ په ضد جنگيدو ته لمړۍ ترجيح ورکړې اؤ دپينځه نيمو مياشتو دسخت خو ضروري عمل وروستو دگل په ورځ قومي داخله امنيتي تگلاره کابينې ته وړاندې شوې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG