لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سرتاج عزيز وائي دسيمې ټولو هيوادونو ته به افغانستان کې مداخلت پريښودل وي


 سرتاج عزيز وويل په پوله روازنه دافغانستان څخه پاکستان ته يو لک افغانان ور اوړي.
سرتاج عزيز وويل په پوله روازنه دافغانستان څخه پاکستان ته يو لک افغانان ور اوړي.
دخارجه تگلارې اؤ قومي سلامتۍ په اړه دپاکستاني وزيراعظم صلاح کار سرتاج عزيز وئيلي دي افغانستان کې تر هاغه وخته امن نۀ شي ټينگيدى ، ترڅو چې دسيمې ټول هيوادونه دعدم مداخلت په تگلاره وعمل ونۀ کړي اؤ په دغه هيواد کې دخپلې خوښې ډلې ونۀ لري.
هر څو که پاکستاني مشرانو وخت په وخت پخپلو څرگندونو کې په ډاگه کړې چې افغانستان کې دخپلې خوښې کومه خاص ډله نۀ لري اؤ يواځينى مقصد يې دغلته دامن په ټينگښت کې خپل کردار ترسره کول دي ، خو افغان حکومت اؤ سياسي گوندونو په مختلفو وختونو کې پاکستان افغانستان کې په مداخلت تورن کړى دى.
په پاکستان افغانستان کې دلاس وهنې تورونه وروستو له هغې سيوا شوي وؤ چې طالبانو په تيرو وختونو کې دافغانستان په حکومت قبضه وکړه اؤ دټولې نړۍ دمخالفت باوجود پاکستان دطالبانو حکوموت په رسميت پيژندلى ؤ.
پاکستاني سفارت خانه کې واشنگټن کې مقيمې پاکستاني ميډيا سره خبرو کې دپاکستان، هند، ايران اؤ مرکزي اسيائي هيوادونو دکردار په حواله سرتاج عزيز وويل که دبهرنو قوتونو دملاتړ کوونکو پراکسيز په شکل کې بهرنى داخلت دوامداره وي نو افغانستان کې امن اؤ ثبات نۀ شي راتلى.
هغه وويل بايد بهرنيان نۀ بلکې افغانان پخپله دطاقت خلا پوره کړي، افغانانو ته پخپله دځان په اړه فيصله پکار ده، افغانان دې دطاقت خلا پريښودلو ته پريښودل شي.
دکابل اؤ واشنگټن ترمينځ ددوه اړخيزه امنيتي تړون دتکميل په اړه ديوې پوښتنې په ځواب کې هغه وويل ددغه معاملې پريکړه به دواړو هيوادونو ته کول وي اؤ پاکستان به افغانستان ددغه تړون په لالسليک کولو نۀ مجبوروي ځکه چې هغه يو خپلواکه هيواد دى.
ديوې پوښتنې په ځواب کې صلاح کار وويل دپوهانو داندازې له مخې دتندلاريتوب دمخنيوي لپاره دافغانستان امنيتي ځواکونه موجوده وخت کې ملاتړ ته ضرورت لري.
هغه وويل افغانستان څخه جگړې پاکستان ته سر وردننه کولى شي، ځکه مونږ ته به افغانستان سره دپولې غوره نظام پځايې کول وي، که په افغانستان کې دننه جگړې وي نو مونږ په گڼ شمير کې کډوال لرو اؤ زياته يې کړه چې پاکستان دوړاندې څخه ددريوؤ ملينو کډوالو ميلمستيا کوي.
سرتاج عزيز وويل په پوله روازنه دافغانستان څخه پاکستان ته يو لک افغانان ور اوړي.
پاکستاني مشر وويل واشنگټن اؤ اسلام اباد په افغانستان کې دامن اؤ ثبات دباوري کولو شريک مقصد لري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG