لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نواز شريف طالبانو سره مذاکراتو لپاره څلور کسيزه کميټي جوړه کړې


نوازشريف وويل حکومت مذاکراتو ته يوه بله موقع ورکول غواړي
نوازشريف وويل حکومت مذاکراتو ته يوه بله موقع ورکول غواړي
دپاکستان وزيراعظم ميا محمد نواز شريف دشورو په ورځ دتندلارو په ضد دعملياتو پيل کولو دفيصلې داندازو برعکس دغيرقانوني پاکستاني طالبانو دتحريک سره مذاکراتو کولو لپاره ديوې څلور کسيزې ډلې دجوړولو اعلان کړى دى.
دشورو په ورځ دپاکستان قومي اسمبلۍ کې ديوې مهمې وينا په مهال پاکستاني وزيراعظم طالبانو سره دمذاکراتو لپاره دڅلور کسيزې کمټې اعلان وکړو چې پکې به رستم شاه، عرفان صديقي، رحيم الله يوسفزئي اؤ ميجر(ر) عامر شاه شامل وي اؤ ددې ترڅنگ به وفاقي داخله وزير چوهدري نثارعلي خان ددغه کميټۍ مرسته کوي.
داتوار په ورځ پاکستاني طالبانو حکومت سره دمذاکراتو کولو په اړه خپل وړانديز تکرار کړى ؤ اؤ په يو بيان کې دپاکستاني طالبانو دتحريک وياند شاهدالله شاهد وئيلي يې وؤ کله چې هم په مذاکراتو کې دلچسپي لرونکې ډلې دټي ټي پي قيادت ته وررسيدلي نو هغوي ورته مثبت ځواب وئيلى ، چې پکې دامن مذاکراتو دوړانديز لپاره دمولانا سميع الحق استازى هم شامل دى اؤ طالبانو هغوي مايوسه کړي نۀ دي
دشورو په ورځ قومي اسمبلۍ ته په وينا کې وزيراعظم نواز شريف وويل چې هغه به پخپله طالبانو سره دمذاکراتو لپاره دټاکلې شوې دغه کميټۍ څارنه کوي.
شپږ مياشتې وروستو په قومي اسمبلۍ کې دخپلې دغه وينا په مهال وزيراعظم دطالبانو له لوري دمذاکراتو بلنه ومنله اؤ وې وئيل چې حکومت مذاکراتو ته يوه بله موقع ورکول غواړي.
نواز شريف وويل که دطاقت په ذريعه ترهه گرو ختمول غواړو ، نو ټول قام زمونږ پشا ولاړ دى، دماضي دترخو تجربو پشا غورځولو سره امن ته يوه بله موقع ورکول غواړو
هغه وويل ټول گونديز کانفرنس کې دمذاکراتو په حق کې دفيصلې وروستو دتيرو اوؤ مياشتو راهسې دخپلو بچو مړي راپورته کوؤ، خو دامن خواهش نن هم زمونږ دننه برقراره دى
نواز شريف وويل دترهه گرۍ په ضد جگړه به راته گټل وي ، که دمذاکراتو په ذريعه وي اؤ يا بيا داپريشن
دهغه وينا وه په صفا نيت سره دامن کوششونه کوي اؤ اميد کوي چې ددوهم لوري څخه به هم ددغه شان جذباتو څرگندونه وشي.
نواز شريف وويل ټولې رياستي ادارې هم اوس په دې خبره متفقي دي چې دترهه گرۍ په ضد جنگ اوس ختميدل پکار دي.
وزيراعظم وويل ترهه گري اؤ امن خبرې په يوځايې نۀ شي چليدى اؤ زياته يې کړه چې دتشدد پيښې به نورې نۀ زغمل کيږي.
نوازشريف په ډاگه کړه چې ترهه گرو ته به دقام ديرغمال نيول کيدو اجازت ورنۀ کړل شي.
نواز شريف وويل مونږ دقام په وړاندې ځواب ورکوونکي يو اؤ دخلکو دځان ومال حفاظت زمونږ دحکومت ائيني اؤ مذهبي ذمه واري ده.
هغه وويل نن دهيواد اولس اؤ ادارو ته دترهه گرۍ له امله زيان رسيږي اؤ زياته يې کړه په بې گناه اولس حملې کوونکي داسلام سره هيڅ تعلق نۀ لري.
دهغه وينا وه ترهه گري په مکمله توگه داسلامي تعليماتو اؤ احکاماتو نفي ده اؤ زياته يې کړه چې يو مذهبي عالم هم دکومې فتوې په ذريعه دترهه گريزو حملو جواز نۀ شي ورکولى.
داسلام دستر پيغمبر حضرت محمد(ص) ديو حديث په حوالې ورکولو سره نواز شريف وويل چې اسلام هر انسان ته درناوى اؤ عزت ورکوي.
وزيراعظم وويل دتيرو څوارلسو کلونو راهسې ديو امر دغيرائيني فيصلو له امله دترهه گرۍ دلعنت سره مخ دى اؤ زياته يې کړه چې پاکستان نن دهغه دغلطو فيصلو له کبله دترهه گرو کور جوړ شوى دى.
نواز شريف وويل دهغه گوند په ښکاره ډول تل ددغو فيصلو مخالفت کړى اؤ په ډاگه کړې يې ده چې دهيواد گټې دې لوړې وساتل شي.
دهغه وينا وه چې امر دخپل اقتدار دمودې غځولو لپاره هيواد دبدنظمۍ غيږې ته غورځولى.
نواز شريف وويل دترهه گرۍ له امله امنيتي ځواکونو، مذهبي عالمانو، اقليتونو اؤ عامو خلکو خپل ژوند دلاسه ورکړى دى ، خو ددې هرڅه باوجود هم مونږ دټول گونديز کانفرنس وروستو دمذاکراتو لاره خپله کړه.
نواز شريف په دې خبره دافسوس څرگندونه کړه چې مخالف اړخ دحکومت نيک خواهۍ ته ځواب نۀ دى وئيلى اؤ زياته يې کړه چې هغوي نۀ يواځې دا چې په ډاگه دمذاکراتو څخه انکار وکړو بلکې په امنيتي ځواکونو اؤ اولس يې حملې هم جاري وساتلې.
په ترهه گريزو پيښو اؤ دډرون په حملو دافسوس دڅرگندونې په ترڅ کې نواز شريف وويل حکومت دډرون حملو داودرولو لپاره پوره هڅې کوي اؤ زياته يې کړه چې دډرون حملو په ځواب کې دترهه گرۍ عملونه جواز نۀ لري ، ځکه چې دغه حملې دپاکستان اولس نۀ ترسره کوي.
نواز شريف ټولو سياسي گوندونو ته بلنه ورکړه چې دامن دعمل دکاميابولو لپاره دې حکومت سره لاسونه يو کړي اؤ ورته دې غوره تجويزونه ورکړي.
په دغه موقع په قومي اسمبلۍ کې دحزب اختلاف مشر سيد خورشيد احمد شاه وويل دهيواد دامنيت اؤ ثبات لپاره ټول اپوزيشن دحکومت سره ولاړ دى اؤ هغوي به په حساسو معاملو سياست ونۀ کړي.
دپاکستان تحريک انصاف چئيرمين عمران خان دحکومت دمذاکراتو دعمل دملاتړ کولو په ترڅ کې تجويز ورکړو چې بايد دغه خبرې په ډاگه وشي.
عمران خان وويل سياست دانان دې په دغه معامله دلانجمنو بيانونو ورکولو څخه ډډه وکړي ، ځکه چې دقام داتحاد سخت ضرورت دى.
همدغه شان دجى يو ائي (ف) مشر مولانا فضل الرحمان وويل مونږ ته به ټول گونديز کانفرنس کې جوړ شوى درايې قومي اتفاق مخ په وړاندې وړل وي اؤ دامن اؤ مذاکراتو عمل ته په اوليت ورکولو يې دنواز شريف ستائينه وکړه اؤ زياته يې کړه چې دامن اؤ ثبات دمقصد لپاره به مونږ دمذاکراتو دعمل ملاتړ کوؤ.
دايم کيو ايم مشر فاروق ستار هيواد کې دترهه گرۍ په اوسنو پيښو انديښنه څرگنده کړه اؤ زياته يې کړه چې بايد حکومت هيواد کې دامنيت دټينگښت لپاره سنجيده هڅې وکړي.
دحزب اختلاف دگوندونو پاکستان پيپلز پارټۍ اؤ پاکستان تحريک انصاف دمشرانو دنکتو په ځواب کې نواز شريف وويل زۀ خواهش کووم چې مذاکرات په ډاگه اؤ روڼ انده وي، زۀ داپوزيشن دمشرانو دتجويزونو ستائينه کووم

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG