لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مذاکراتي کميټۍ ته طالبانو سره دخبرو پيل کولو واک ورکړل شوى


پاکستاني چارواکو اؤ سياسي مشرانو دا خبره څوڅو ځل پخپله منلې ده چې طالبان خپلو کې يوه ډله نه ده بلکې دوئ خواوشا په 56ؤ ډلو ويشل شوي چې ځينې پکې حکومت سره د امن مذاکراتو ملاتړ کوي اؤ ځينې بيا د حکومت اؤ امنيتي ځواکونو په ضد د جگړې پلوي دي.
پاکستاني چارواکو اؤ سياسي مشرانو دا خبره څوڅو ځل پخپله منلې ده چې طالبان خپلو کې يوه ډله نه ده بلکې دوئ خواوشا په 56ؤ ډلو ويشل شوي چې ځينې پکې حکومت سره د امن مذاکراتو ملاتړ کوي اؤ ځينې بيا د حکومت اؤ امنيتي ځواکونو په ضد د جگړې پلوي دي.
پيښور- دپاکستان وزيراعظم ميا محمد نواز شريف دجمعې په ورځ دپاکستاني طالبانو تحريک سره دخبرو اترو لپاره ټاکل شوې څلور کسيزې مذاکراتي کميټې ته لارښوونې کړي اؤ ورته يې طالبانو سره دزر تر زره خبرو شروع کولو وينا کړې ده.
پاکستاني طالبانو دمذاکراتو حکومتي دريځ سنجيده گرځولى اؤ دهغوئ وياند شاهدالله شاهد وئيلي دي چې دهغوي مقصد په هيواد کې دشريعت نفاذ دى.
په پاکستان کې د حکومت اؤ طالبانو ترمينځ د جوړجاړې هڅې وروستو له هغې يو ځل بيا چټک شوي چې په روانه مياشت کې وسله والو طالبانو دپاکستان په امنيتي ځواکونو پرله پسې بريدونه وکړل اؤ دعام اولس ترڅنگ يې په لسگونو پاکستاني عسکر ووژل .
ميډيا سره خبرو کې طالب وياند شاهدالله شاهد دڅلور کسيزې مذاکراتي کميټې په جوړولو داطمينان څرگندونه کړې اؤ په ډاگه کړې يې ده چې دهغوي دډلې مقصد په پاکستان کې دشريعت نفاذ دى که دامن په ذريعه وي اؤ که دجنگ
خو له دې وړاندې پاکستاني چارواکو اؤ سياسي مشرانو دا خبره څوڅو ځل پخپله منلې ده چې طالبان خپلو کې يوه ډله نه ده بلکې دوئ خواوشا په 56ؤ ډلو ويشل شوي چې ځينې پکې حکومت سره د امن مذاکراتو ملاتړ کوي اؤ ځينې بيا د حکومت اؤ امنيتي ځواکونو په ضد د جگړې پلوي دي.
دوزيراعظم نواز شريف په مشرۍ اسلام اباد کې دمذاکراتي کميټۍ په لمړۍ غونډه کې طالبانو سره دمذاکراتو لپاره په تگلاره تفصيلي بحث شوى دى.
دمذاکراتي کميټۍ غړو سره دخبرو په مهال نواز شريف دخبرو اترو په ذريعه دامن دمقصد دترلاسه کولو دخواهش څرگندونه کړې ده.
وزيراعظم وويل چې دمذاکراتو عمل کې مذاکراتي کميټي په بشپړ ډول خپلواکه ده اؤ داخله وزير چوهدري نثار ته يې کميټۍ ته دمطلوبه معلوماتو اؤ وسيلو برابرولو هدايت وکړى.
ښاغلي شريف وويل دهاغو ډلو سره دې په سمدستي ډول خبرې پيل کړل شي چې مذاکرات غواړي.
وزيراعظم نواز شريف تيره ورځ قومي اسمبلۍ ته په وينا کې طالبانو سره پرته له کومو شرطونو دخبرو پيل کولو لپاره ديوې څلور کسيزې کميټې اعلان کړى ؤ چې پکې دقومي چارو په اړه دوزيراعظم صلاح کار عرفان صديقي، نوموړى صحافي رحيم الله يوسفزئ، په افغانستان کې دپاکستان پخوانى سفير رستم شاه مهمند اؤ دائي ايس ائي پخوانى چارواکى ميجر(ر) عامر شامل دي چې مرسته به يې داخله وزير چوهدري نثار اؤ دمذاکراتي عمل څارنه به وزيراعظم نواز شريف پخپله کوي.
چوهدري نثارعلي خان مذاکراتي کميټۍ ته تر دې مهاله په حکومتي کچه داخستل شوؤ گامونو په اړه حال احوال تير کړى دى.
دجمعې په ورځ ترسره شوې غونډه کې دکميټۍ داختيار اؤ طالبانو سره دمذاکراتو په اصولو هم خبرې شوي اؤ راتلونکې غونډه کې به پرې هم بحث کيږي.
عرفان صديقي به وزيراعظم اؤ وفاقي داخله وزير چوهدري نثارعلي خان دمذاکراتو په حواله درامينځته کيدونکي څه رقم پرمختگ څخه خبروي.
وفاقي اؤ دخيبرپښتونخوا حکومتونو ته طالبانو سره دمذاکراتو لپاره دټاکل شوې مذاکراتي کميټې غړو ته دتحفظ اؤ سلامتۍ ورکولو دنده سپارل شوې ده.
دپاکستان وزيراعظم ميا نواز شريف طالبانو سره دمذاکراتو لپاره قومي اسمبلۍ ته پخپله وينا کې يو شرط مخې ته راوړى اؤ هغه دمذاکراتو په مهال دترهه گريزو حملو نۀ کيدل دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG