لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په بې زغمه ټولنه کې خبریال بخت تاج په چاړه حلالیږي


بخت تاج د هاغو نه یو بل شو چې د اسلامي نړۍ په بې زغمه ټولنه کې ورته تل د اظهار په جرآت د مرگ سزا ورکول کېږي
بخت تاج د هاغو نه یو بل شو چې د اسلامي نړۍ په بې زغمه ټولنه کې ورته تل د اظهار په جرآت د مرگ سزا ورکول کېږي
د ټولنيزه خبریال بخت تاج مړی تیره ورځ د مردان په بخشالي کې موندل شوې ؤ. تاج به په ایس ایم ایس منظرعام نومې اوونيز اخبار او ټوېټر اکاؤنټ باندې ځاېي خبرونه ورکول. د دغه اکاونټ او اخبار چلونکي عادل زمان ډیوه رېډ ېو ته وېلي دي تاج دوه ورځې وړاندی بی درکه شوې ؤ او تیره ورځ ېې مړې په باراني خوړ کې په سر پریکړي انداز کې وموندل شو. نامعلومه خلقو د تاج په خېټه کې چاړه ښخه پریښودی وه.
بخت تاج د هاغو خبریالانو نه یو بل شو چې د اسلامي نړۍ په بې زغمه ټولنه کې ورته تل د اظهار په جرآت د مرگ سزا ورکول کېږي. پاکستان په دغه هېوادونو کې تر ټولو مخکې دی چې خبرېالان پکې نه زغمل کېږي. د خبریالانو خوندي ساتلو یوی اداری سي پي جی د یو رپورټ تر مخه په اگست 28م 1998 کې د اذاد پروډیو سرکارلوس ميري لئون په پېښور کې د مرگ نه تر د بخت تاج پورې په پاکستان کې 53 خبریالان وژل شوي. په ورستېو کې په کراچۍ کې د درې اخباري غړو وژلو ورستو خو د طالبانو پخواني ویاند احسان الله احسان ښه په ډاگه وېلي ؤ دغه مو وژلي احسان خبردارې ورکړې ؤ کو نورو خبر یالانو هم د دوېي دريز وړاندی نه کړو نومرگ به ېې انجام وي. رپورټونه واېي په پاکستان کې د وسله والو د حملو پرته د هېواد استخباراتي ادارې هم خبریالان وژني. په 29 مۍ 2011م د پنجاب په منډي بهاالدین کې د سليم شهزاد د وژلو تور دهیواد په استخباراتي اېي ایس اېي پوری شوی خو هغه ېې نه مني.
د پاکستان گاونډي هېواد افغانستان کې په تیرو شلو کالونو کې 24 الجیریا کې 60 ازبکستان کې 1 آزربايجان کې 5 ایران کې 4 بهرېن کې 2 بنگله دیش کې 14 بوسنیا کې 19 عراق کې 161 مصر61 دبۍ کی 1 انډونیشیا کی 10 قازقستان کې1 کویت کې1 ليبیا کې 7 لبنان کې 9 سعودي کې 1 نایجیریا کې10 ېمن کې 3 ترکي کې 21 ترکمنستان کې 1 او سوډان کې 1 خبریالان وژل شوی دي. په دغه موده کې ټوله نړۍ کې 1040 خبریالان وژل شوي. په دی حساب سره د اسلامي نړۍ د وژل شوو خبریالانو ټول شمیر 471 دی.
ددغه شمیرو نه بل پلو ته د خبریالنو د خوندي ساتلو د تنظيمونو د بېلو بیلو شمیرو تر مخه په تیرو لسو کالونو کې د کار په مهال په خبر یالانو تشدد کې بې کچه اضافه شویده، په دغه هېوادونو کې عراق، لیبیا، مصر او پاکستان په اول سر کې ولاړ دي. تیره اونۍ د پاکستان د خیبر پښتونخوا د اسمبلۍ په وداني کې دننه سرکاري چارواکو په ځاېي خبریال محمد نعيم تشدد کړې وو.
د جارج واشنگټن یونیورسټۍ د مطبوعاتو څانگه واېي د پاکستان په خاوره خبریالانو له کار کول ډیر مشکل ترين کار دی، دغه کار لکه د اور د نينوچيچلو په شان دی.
د 27 کلن تاج شپږ میاشتې مخکې واده شوی ؤ، او ملگری زمان عادل ېې راته ویئل په ځایی مسلو به ېې نه ېواځي چټک پیغام لېگلو ولې د دغه ستونزو په ضد به په اولسي احتجاج کې هم روان ؤ،خو تاج ته شاید دا پته نه وه چې د هغه په وطن کې د ټوپک راج دی ، خپلواکه بې تاجه بادشایان ېې د تنقید زغم نه لري او د خبرې ځواب په گولۍ ورکوي.
  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG