لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

راپور : امريکا پاکستان کې ډرون حملې کمې کړي


 ديو امريکائي چارواکي وينا ده چې” هغوي هم ددې لپاره غوښتنه کړې وه اؤ مونږ ورته نه نۀ دي وئيلي“
ديو امريکائي چارواکي وينا ده چې” هغوي هم ددې لپاره غوښتنه کړې وه اؤ مونږ ورته نه نۀ دي وئيلي“
امريکائي ورځپاڼې واشنگټن پوسټ دامريکائي چارواکو له خُلې پخپل يو راپور کې وئيلي دي دپاکستان دحکومت له لوري طالبانو سره دمذاکراتو په تناظر کې دډرون حملو نۀ کولو په غوښتنه اوباما انتظاميې پاکستان کې دډرون حملې تر زياده حده محدودې کړي دي.
دواشنگټن پوسټ ترمخه ديو امريکائي چارواکي وينا ده چې هغوي هم ددې لپاره غوښتنه کړې وه اؤ مونږ ورته نه نۀ دي وئيلي
خو دورځپاڼې ترمخه امريکائي انتظاميې دا اشاره هم ورکړې چې هغوي ته دالقاعده د لوړپوړو مشرانو په نظر دورتللو اؤ امريکايانو ته دپيښ سمدستي گواښ دمخنيوي لپاره به دغه حملې دوامداره ساتي.
په پاکستان کې د تيرکال ددسمبر دمياشتې راهسې تر دې مهاله کومه دډرون حمله نۀ ده شوې ، چې د٢٠١١م څخه راپديخوا په دغسې کارروائيو کې تر ټولو اوږده دمه ده.
نومبر کال ٢٠١١م کې په قبائيلي سيمه مهمند ايجنسۍ کې په سلاله نومې امنيتي پوسته په يوه امريکائي فضائي حمله کې د٢٤ؤ پاکستاني پوځيانو دوژل کيدو وروستو ددواړو هيوادونو ترمينځ سفارتي اړيکې تاؤژنې شوې وې اؤ ددغه پيښې وروستو تر شپږو اوونو پاکستان کې دډرون کومه حمله نۀ وه شوې.
په ډرون حملو کې دغه کمى دنومبرپه مياشت کې دډرون په يو بريد کې دشمالي وزيرستان دننه دپاکستاني طالبانو دتحريک دمشر حکيم الله محسود دوژنې وروستو رامينځته شوى ، پاکستاني چارواکو په حکيم الله محسود شوې دډرون حمله طالبانو سره دامن لپاره دشروع کړل شوؤ هڅو لپاره ستره ضربه گرځولې وه.
ددغه پيښې وروستو دسوات سره تعلق لرونکي دپاکستاني طالبانو نوي سخت دريځي مشر مولانا فضل الله دنواز شريف دحکومت سره دهررقم خبرو څخه سکوټ انکار کړى ؤ اؤ دحکيم الله محسود دوژنې دبدل اخستو دړکه يې کړې وه.
وروستو اوباما انتظاميې دپاکستاني حکومت له لوري هيواد ته دپيښو بنيادي ستونزو دهواري اؤ سيمه کې دامن دودې لپاره کيدونکې هڅې ستائيلې وې اؤ ددوه اړخيزو اړيکو دښه والي لپاره يې کار کړى ؤ.
دورځپاڼې ترمخه داوباما انتظاميې يو بل لوړپوړى چارواکى وائي چې په دغه اړه کوم باضابطه تړون نۀ دى دپاکستاني طالبانو سره دمذاکراتو معامله په ډاگيز ډول دپاکستان کورنۍ چاره ده
دپاکستان حکومت تيره اوونۍ طالبانو سره دمذاکراتو لپاره ديوې څلور کسيزې کميټۍ اعلان کړى ؤ، چې له دې وروستو دتندلارو لخوا هم حکومت سره دخبرو لپاره دپينځوؤ کسانو نومونه مخې ته راغلل، خو په هغوي کې دوؤ مذاکراتي عمل کې دنۀ شامليدو اعلان وکړو.
ددغو دواړو کميټو ترمينځ دنهې په ورځ لمړۍ باضابطه ليدنه کيدونکې وه ، خو دغه ليدنه دحکومتي مذاکرات کارو له لوري دطالبانو د نومول شوؤ شخصياتو داختياراتو په اړه دتحفظاتو له امله ونۀ شوه.
دترهه گرۍ په ضد ديوې لسيزې څخه تر زياتې مودې روانه جگړه کې پاکستان دلمړي صف کردار ادا کوي اؤ دعوه لري چې تر دې مهاله يې دپوځيانو پشمول د٤٠ؤ زرو څخه زيات خلک وژل شوي دي.
امريکائي اؤ افغان چارواکي وائي دپاکستان په قبائيلي سيمو اؤ ځانگړې توگه شمالي وزيرستان کې ترهه گرو خپلې خوندي ځالې جوړې کړي اؤ ددغه ځايې څخه ترهه گر دپولې پورې غاړې افغانستان کې په ائتلافي ځواکونو خونړۍ حملې کوي اؤ امريکائي چارواکي دعوه لري چې ددغسې ترهه گرو په نخښه کولو کې ډرون حملې يوه موثره وسله ثابتيږي.
پاکستان ډرون حملې دخپلې خپلواکۍ اؤ نړيوالو قوانينو په ضد گرځوي اؤ ددغو حملو داودرولو غوښتنه کوي، خو دميډيا راپورونو ترمخه پاکستان په خفيه توگه نۀ يواځې ددغو حملو ملاتړ کوي بلکې په ځينو حملو په مهال يې دهدف په ټاکلو کې هم مرسته کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG