لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مولانا عبدالعزيز وايي طالبان دپاکستان ائين منلو ته تيار نۀ دي


مولانا عبدالعزيز وويل "مونږ څو څو کرته ائين کې غيراسلامي نکتې په گوته کړي دي خو هغه د ائين څخه نۀ ويستل کيږي"
مولانا عبدالعزيز وويل "مونږ څو څو کرته ائين کې غيراسلامي نکتې په گوته کړي دي خو هغه د ائين څخه نۀ ويستل کيږي"
پيښور- وروستو له هغې چې په پاکستان کې وسله والو طالبانو سره د روغې دپاره ټاکل شوې حکومتي اؤ د طالبانو کميټې د زيارت په ورځ اعلان وکړو دواړه خواوې به مذاکرات دپاکستان د ائين لاندې لاندې کوي د طالبانو د کميټې غړي مولانا عبدالعزيز وئيلي طالبان د پاکستان د ائين منلو ته تيار نۀ دي.
د جمعې په ورځ اسلام اباد کې مطبوعاتي کانفرنس ته په وينا کې مولانا عبدالعزيز مذاکراتو کې د حکومت په غوښتنو د تحفظاتو څرگندولو په ترڅ کې وويل"مونږ په نيک نيتۍ سره خبرو کې شامل شوي وؤ خو ددواړو لورو د کميټو په غونډه کې د حکومت لخوا د ائين په چوکاټ کې د مذاکراتو کولو شرط ايښودو سره به خبرو کې خنډان راولاړ شي"
هغه وويل خبرې اترې يواځې د قران اؤ سنت په چوکاټ کې په مخکې تلى شي .
مولانا عبدالعزيز وويل "مونږ څو څو کرته ائين کې غيراسلامي نکتې په گوته کړي دي خو هغه د ائين څخه نۀ ويستل کيږي"
مولانا عبدالعزيز په اسلام اباد کې د هغه لال جومات خطيب دى چې په کال ٢٠٠٧م کې پکې د وسله والو طالبانو په ضد د پاکستان پوځ عمليات ترسره کړي وؤ.
د مولانا عبدالعزيز دمدرسې د طالبانو په ضد دغه عمليات وروستو له هغې ترسره شوي وؤ چې د هغه په مدرسه کې سبق وئيونکو طالبانو په پلازمينه اسلام اباد کې نۀ يواځې غيرملکيان اغواء کړي وؤ بلکې سيمه ايزو خلکو ته يې هم د "غيراسلامي" کاروبار کولو په نوم پخپله سزاگانې ورکولې
پاکستاني طالبانو اوس حکومت سره د جوړ جاړي خبرو دپاره مولانا عبدالعزيز د خپلې درې کسيزه کميټۍ غړى ټاکلى دى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG