لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبانو ته د پرويز رشيد گواښ ، دفاعي ادارې دې ناتوانه نۀ گڼي


نوموړي وويل ترهگرو چې د ايف سي عسکرو سره کوم سلوک وکړو دغسې غليم هيواد هندوستان هم زمونږ د 90 زرو بنديانو سره نۀ ؤ کړى .
نوموړي وويل ترهگرو چې د ايف سي عسکرو سره کوم سلوک وکړو دغسې غليم هيواد هندوستان هم زمونږ د 90 زرو بنديانو سره نۀ ؤ کړى .
په پاکستان کې د مذاکراتو په مهال د طالبانو لخوا د 23ؤ عسکرو د وژل کيدو وروستو ددغه هيواد د اطلاعاتو وزير پرويز رشيد وسله والو طالبانو ته د اشارتاً گواښ کولو په ترڅ کې وئيلي دي هيڅوک دې په دې غلط فهمۍ کې نۀ پريوځي چې دپاکستان د دفاعي ادارو توان کم دى.
هغه وئيلي دپاکستان د دفاعي ادارو توان ټوله نړۍ مني خو د حکومت خواهش دى چې د څه قسمه وينې توهيدو پرته امن پځايې کړي.
دشورو په ورځ پلازمينه اسلام اباد کې خبريالانو ته د اطلاعاتو وزير پرويز رشيد وئيلي دي طالبانو چې د ايف سي تښتول شوي عسکر په څومره بې دردۍ سره وژلي هغه بې کچه د غندنې وړ عمل دى چې نۀ يې قانون اجازه ورکوي اؤ نۀ اسلام.
ښاغلي رشيد زياته کړه په اسلام کې هم واضحه ده چې د قيديانو سره به څنگه سلوک کولى شي خو طالبانو چې د هيواد د عسکرو سره څه وکړل هغوئ دې ووايي چې ايا اسلام ورته ددغسې ناوړه سلوک اجازه ورکوي ؟
نوموړي وويل ترهگرو چې د ايف سي عسکرو سره کوم سلوک وکړو دغسې غليم هيواد هندوستان هم زمونږ د 90 زرو بنديانو سره نۀ ؤ کړى .
هغه وويل کۀ طالبانو څه د حکومت څخه څه رقم گيله لرله نو د عسکرو وژلو پځايې يې بايد دغه گيله مذاکراتي کميټۍ ته رسولې وى.
نوموړي زياته کړه نن کۀ طالبان خپلې پوښتنې راولاړوي نو بايد ددغو پوښتنو څخه دمخه قام ته د رسولي درد جواب ورکړي.
د اطلاعاتو وزير وويل حکومت هم د طالبانو نه زياتې گيلې لري خو غواړي چې امن د خبرو د لارې پرته له وينو توئيدو پځايې کړي ولې کۀ څوک په دې غلط فهمۍ کې وي چې د هيواد ساتونکې ادارې کمزوري دي نو هغوئ په غلطه دي ځکه چې دپاکستان د دفاعي ادارو توان ټوله نړۍ مني.
پرويز رشيد دغه څرگندونې وروستو له هغې کړي چې د شورو په ورځ د طالبانو وياند شاهدالله شاهد ميډيا ته وئيلي کۀ چرې حکومت د هغوئ د بندي ملگرو وژنه ودرول شي نو حکومت سره اوربند کولو ته تيار دي
دحکومت اؤ طالبانو ترمينځ دجوړي جاړي خبرې روانه اوونۍ کې وروستو له هغې اودريدې چې طالبانو مهمند ايجنسۍ کې د٢٣ؤ ايف سي دعسکرو دژنې دعوه وکړه اؤ وې وئيل دغه عسکر يې دامنيتي ځواکونو لخوا دخپلو بندي ملگرو دوژلو اؤ په مختلفو ځائيونو کې دهغوي دمړو دغورځولو وروستو دانتقام په توگه ووژل.
خو دميډيا راپورونو کې دنوم نۀ څرگندولو په شرط پاکستاني امنيتي چارواکو وئيلي چې دطالبانو لخوا لگول شوي دغه رقم تورونه بې اساسه دي اؤ هغوي دخپلو ناوړه هلو ځلو لپاره جواز لټوي.
دطالبانو له لوري د٢٣ؤ عسکرو دوژنې ددعوې وروستو حکومتي مذاکراتي کميټۍ دطالبانو ډلې سره دهيواد بيلا بيلو سيمو کې دتشدد دپيښو داودرولو دباور ورکولو پورې دهرشان مذاکراتو نۀ کولو اعلان کړى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG