لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کور کمانډران وائي دتندلارو په ځالو فضائي حملې دوامداره ساتل کيدى شي


 دپوځي سرچينو وينا ده چې دکورکمانډرانو په دغه غونډه کې دهيواد د کورنو امنيتي معاملو اؤپيشه وارانه پوځي چارو هم غور شوى
دپوځي سرچينو وينا ده چې دکورکمانډرانو په دغه غونډه کې دهيواد د کورنو امنيتي معاملو اؤپيشه وارانه پوځي چارو هم غور شوى
سرچينې وائي دزيارت په ورځ دپاکستان دپوځ دسرلښکر جنرال راحيل شريف په مشرۍ دکورکمانډرانو يوه ترسره شوې غونډه کې پريکړه شوې ده چې راتلونکي کې په پوځي تنصيباتو دبريدونو صورت کې به دتندلارو په ځالو فضائي حملې دوامداره ساتلى شي.
دپاکستان دانګريزۍ ژبې ورځپاڼې ډان دسرچينو له خُلې وئيلي دي غونډه کې قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دتندلارو دځالو په ضد دترسره شوؤ بريدونو دلاسته راوړنو په اړه هم حال احوال تير کړل شوى دى اؤ زياتوي چې غونډه کې هيواد کې دترهه ګريزو بريدونو دلړۍ په ځواب کې دتندلارو په ځالو په کاميابو فضائي حملو داطمينان څرګندونه شوې ده.
دپوځي سرچينو وينا ده چې دکورکمانډرانو په دغه غونډه کې دهيواد د کورنو امنيتي معاملو اؤپيشه وارانه پوځي چارو هم غور شوى اؤ زياتوي چې غونډه کې به دپاکستاني طالبانو سره مذاکراتو لپاره دپوځي استازو په ټاکنه هم بحث کيږي.
دپوځي کمانډرانو دغه غونډه په داسې حال کې رابلل شوې چې پاکستان کې دوزيراعظم نواز شريف حکومت طالبانو سره ديو شمير خونړو حملو دذمه وارۍ قبلولولو باوجود دمذاکراتو دعمل دپرمخ وړلو پريکړه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG