پيښور —
دپاکستان دکورنو چارو وزير چوهدري نثارعلي خان دجمعې په ورځ دپارليمان برني ايوان ( سينيټ) ته وئيلي چې د٢٠٠٨م راهسې په ټول هيواد کې دفرقه ييز تشدد پيښو کې ١٧١٠ کسان وژل شوي دي.
دسينيټ غونډه دچئيرمين نيئر حسين بخاري په مشرۍ ترسره شوې ده.
تر ټولو زيات کسان دپاکستان په ناقراره صوبه بلوچستان کې وژل شوي چې شميره يې ٦٧٥ ده ، خيبرپښتونخوا کې ٤٣١،سندهـ کې ٢٠٤،پنجاب کې ١٤٦، دوفاق تر انتظام لاندې قبائيلي سيمو(فاټا) کې ١٤٩، اؤ گلگت بلتسان کې دفرقه ييز تشدد پيښو کې ١٠٠ کسان وژل شوي دي.
د٢٠٠٨م راهسې دفرقه ييز تشدد په دغو پيښو کې تر ټولو کم کسان چې دهيواد په کومه سيمه کې وژل شوي نو هغه پلازمينه اسلام اباد ده چې شميره يې يواځې پينځه ده.
دداخله وزارت ترمخه کله ددغو وژنو کليز جاج واخستل شي نو ٢٠١٢م کې ٣٨٥ ،٢٠١٣ کې ٣٣٦ اؤ ٢٠١٤م کې ٤٦ کسان مړۀ شوي.
چوهدري نثار دا هم وئيلي چې هيواد کې دمرگ په سزا عمل درامد نۀ دى اودريدلى.