لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نواز شريف وائي طالبانو سره مذاکرات دائين په حدودو کې پکار دي


 وزيراعظم نوازشريف دنهې په ورځ اسلام اباد کې دلوړې کچې ديوې غونډې مشري کړې
وزيراعظم نوازشريف دنهې په ورځ اسلام اباد کې دلوړې کچې ديوې غونډې مشري کړې
دپاکستان وزيراعظم ميا نواز شريف وئيلي دي بايد طالبانو سره مذاکرات دائين دحدودو دننه وشي اؤ زياته کړې يې ده کومې ډلې چې حکومت سره مذاکرات نۀ غواړي طالبانو ته دهغوي په ضد پخپله گامونه اخستل پکار دي.
که هر څوپاکستاني وزيراعظم طالبانو سره دائين په حدودو کې دننه دمذاکراتو کولو يادونه کړې ، خو دپاکستاني طالبانو وياندشاهدالله شاهد څو اوونۍ دمخه پخپل يو بيان کې وئيلي وؤ هغوي دپاکستان ائين نۀ مني اؤ که دقران اؤ سنت څخه پرته يې کوم بل قانون منلى نو دجگړې ضرورت به هډو پيښيدو نه.
نواز شريف وائي دهيواد په داخلي امنيتي تگلاره دعمل درامد لپاره به څلورو واړو صوبو ته وسيلې برابرولى شي.
وزيراعظم نوازشريف دنهې په ورځ اسلام اباد کې دلوړې کچې ديوې غونډې مشري کړې چې پکې دهيواد په امنيتي چارو اؤ پاکستاني طالبانو دتندروه ډلې سره دمذاکراتو په معامله غور وشو.
دغه غونډه کې دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف، دائي ايس ائي ډائريکټر جنرل ظهيرالاسلام، داخله وزير چوهدري نثارعلي خان اؤ دڅلورو واړو صوبو اعلي وزيرانو برخه اخستې وه.
داخله وزير چوهدري نثارعلي خان دغونډې برخه والو ته دهيواد په امنيتي صورتحال بريفنگ ورکړى.
غونډې ته پخپله وينا کې وزيراعظم وويل چې دهيواد معاشي پرمختيا دامن اؤ ثبات سره تړلې ده اؤ دترهه گرۍ دله مينځه وړلو لپاره دفيصلې وخت رارسيدلى دى چې ددې لپاره به ادارو اؤ حکومت ته په شريکه کار کول وي.
دسرچينو وينا ده وزيراعظم طالبانو سره موجوده مذاکراتو کې په پرمختگ داطمينان څرگندونه کړې ده.
سرچينې زياتوي چې وزيراعظم دچټک ځواب ورکوونکي ځواک(ريپيډ رسپانس فورس) اؤ نيشنل انټلي جنس ډائريکټوريټ دجوړولو منظوري هم ورکړه.
سرچينې وائي غونډه کې دڅلورو واړو صوبو ترمينځ داستخباراتي معلوماتو دنظام په مربوط جوړولو هم غور وشو.
سرچينې وائي صوبو ته باور ورکړل شو چې دترهه گرۍ دمخنيوي لپاره به ورته بم پروف گاډي ورکولى شي.
تيره مياشت دحکومت اؤ طالبانو ترمينځ مذاکراتو کې لويې خنډ وروستو له هغې رامينځته شوى ؤ چې دټي ټي پي دمهمند ايجنسۍ دڅانگې مشر عمرخالد خرساني په ٢٠١٠م کې دتښتول شوؤ ٢٣ؤ ايف سي دعسکرو څخه دسرونو قلمولو ادعا وکړه.
ددغه پيښې وروستو پاکستاني فضائيې دافغان پولې ترڅنگ دپاکستان قبائيلي سيمو کې دطالبانو په شکمنو ځالو اؤ تربيتي مرکزونو بمونه ورولي وؤ چې پکې طالبانو ته ددرنې مرگ ژوبلې اطلاعات ترلاسه شوي وؤ.
وروستو طالبانو حکومت سره ديوې مياشتې لپاره داوربند اعلان وکړو اؤ حکومت هم قبائيلي سيمو کې دهغوي په ضد فضائي کارروايۍ اودرولي.
حکومت وائي چې مذاکرات اوس فيصله ييز پړاؤ ته رسيدلي اؤ په دغه اړه يې طالبانو سره نيغ په نيغه خبرو لپاره ديوې نوې حکومتي مذاکراتي کميټۍ اعلان هم کړى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG