لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد :پرويز مشرف دبم چاؤدنې څخه ژوندى وتلى


سرچينې وائي چې دڅلورو څخه تر شپږو کلو گرامو پورې بارود ديو فټ پاتهـ سره نزدې په يو پائپ لا ئن کې ايښودل شوي وؤ
سرچينې وائي چې دڅلورو څخه تر شپږو کلو گرامو پورې بارود ديو فټ پاتهـ سره نزدې په يو پائپ لا ئن کې ايښودل شوي وؤ
دپاکستان پلازمينه اسلام اباد کې په هاغه لاره يوه زورداره بمي چاؤدنه ترسره شوې چې دپاکستان پخوانى پوځي سرلښکر جنرال(ر) پرويز مشرف پرې دهسپتال څخه خپل فارم هاؤس ته بوتلل کيدو.
دراولپينډۍ دزړۀ دناروغتيا دپوځي روغتون ( اى ايف ائي سي) څخه دزيارت په سحر داسلام اباد چک شهزاد ته دبوتلل کيدو په مهال دغه طاقتوره چاؤدنه څو منټه وړاندې له هغې شوې چې دپخواني صدر کاروان دفيض اباد پُل څخه تير شو.
سرچينې وائي چې دڅلورو څخه تر شپږو کلو گرامو پورې بارود ديو فټ پاتهـ سره نزدې په يو پائپ لا ئن کې ايښودل شوي وؤ اؤ دچاؤدنې دشدت له امله په ځمکه کې تر يو فُټ پورې ژوره کنده شوې ده.
که هر څو په دغه چاؤدنه کې کومه مرگ ژوبله نۀ ده رامينځته شوې ، خو پوليسو دعوه کړې ده چې دغه چاؤدنه دپخواني صدر دپه نخښه کولو هڅه وه.
پرويز مشرف دجنورۍ په مياشت کې وروستو له هغې اى ايف ائي سي کې داخل کړل شوى ؤ چې هغه يوې ځانگړې محکمې ته دغدارۍ په يوه مقدمه کې دپيش کيدو لپاره روان ؤ اؤ ورته دزړۀ تکليف وشو.
په ډاگه دې وي چې پخوانى صدر تير کال ديوولسمې مئ په عامو انتخاباتو کې دبرخې اخستو لپاره په ٢٤م مارچ دڅلورو کلونو دخودساخته جلاوطنۍ څخه وروستو پاکستان ته ستون شوى ؤ اؤ له دې وروستو مشرف ته دمرگ گواښونه شوي ، پوليسو څو کُرته دپرويز مشرف دفارم هاؤس سره نزدې بارود ترلاسه کړي اؤ ددې ترڅنگ غيرقانوني گرځول شوې تندروه ډلې تحريک طالبان پاکستان هم دمشرف دوژلو دړکه کړې ده.
پاکستان ته دروانيدو څخه دمخه په دوبۍ کې ميډيا سره دخبرو په مهال ښاغلي مشرف وئيي وؤ چې دسعودي چارواکو ورته دامنيتي انديښنو په تناظر کې دپاکستان دسفر نۀ کولو مشوره ورکړې ده.
دمارچ په ١٠مه نيټه داسلام اباد دپوليسو مشر اؤ دپاکستان دکورنو چارو وزارت خبردارى ورکړى ؤ چې ټي ټي پي اؤ القاعده دپرويز مشرف دپه نخښه کولو منصوبه بندي کوي اؤ دکومې ممکنه حملې دمخنيوي لپاره يې دمشرف لپاره دسختې څارنې اؤ ورته يې دفُل پروف سيکورټي ورکولو غږ کړى ؤ.
په پرويز مشرف پاکستان کې دائين دارټيکل شپږم لاندې دغدارۍ په يوه مقدمه کې فردجرم لگول شوى اؤ دپاکستان په سياسي تاريخ کې دا لمړى ځل دى چې په يو پوځي واکمن دائين دماتولو دخلاف ورزۍ اؤ هيواد کې دبيړني حالت پځايې کولو له امله فردجرم لگول شوى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG