لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزيرستان : دډزو پيښه کې څلور کسان وژل شوي


 دسرچينو وينا ده چې ددغو وژل شوؤ کسانو تعلق ديوې تندروه ډلې سره دى.
دسرچينو وينا ده چې ددغو وژل شوؤ کسانو تعلق ديوې تندروه ډلې سره دى.
دافغانستان پولې ته نزدې دپاکستان په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دډزو په يوه پيښه کې څلور کسان وژل شوي دي.
دسرچينو ترمخه دشمالي وزيرستان په شوال سيمه کې نامعلومو وسله والو په يو گاډي ډزې کړي چې په نتيجه کې يې څلور کسان وژل شوي.
دسرچينو وينا ده چې ددغو وژل شوؤ کسانو تعلق ديوې تندروه ډلې سره دى.
تيره ورځ هم دجنوبي وزيرستان په شکتوئي سيمه کې دپاکستاني طالبانو ددوؤ مخالفو ډلو خان سيد عرف سجنا اؤ ولي الرحمان ترمينځ دنښتې په نتيجه کې د١٠ؤ څخه زيات کسان وژل شوي وؤ.
دغه نښتې داتوار دورځې څخه دوام لري، له دې وړاندې دفرورۍ په مياش کې دطالبانو يو مهم کمانډر اؤ دټي ټي پي دشورا غړى عصمت الله شاهين بيټنى شمالي وزيرستان کې په يوه حمله کې وژل شوى ؤ.
داستخباراتي سرچينو وينا ده چې دبيټني په وژنه کې سجنا ډله ککړه وه ، ځکه چې بيټني دحکيم الله محسود دځايې ناستي په توگه دسجنا مخالفت اؤ دسوات دطالبانو دپخواني مشر مولانا فضل الله ملاتړ کړى ؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG