لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

راولپينډۍ : دجنرال راحيل په مشرۍ دکورکمانډرانو غونډه


 سرچينې زياتوي چې دپوځي مشرانو په دغه غونډه کې قومي سلامتۍ ته دڅيلمه داخلي اؤ خارجي گواښونو جاج هم اخستل کيږي.
سرچينې زياتوي چې دپوځي مشرانو په دغه غونډه کې قومي سلامتۍ ته دڅيلمه داخلي اؤ خارجي گواښونو جاج هم اخستل کيږي.
دپاکستاني پوځ دسرلښکر جنرال راحيل شريف په مشرۍ دراولپينډۍ په جنرل هيډکوارټرز(جي ايچ کيو) کې دپوځي مشرانو يوه مهمه غونډه روانه ده چې پکې دحکومت اؤ طالبانو ترمينځ دمذاکراتو دروان عمل اؤ امنيتي چارو پشمول په بيلا بيلو معاملو غور کولى شي.
دسرچينو وينا ده چې دکورکمانډرانو په دغه غونډه کې دهيواد په داخلي امنيتي صورتحال بحث روان دى.
سرچينې زياتوي چې دپوځي مشرانو په دغه غونډه کې قومي سلامتۍ ته دڅيلمه داخلي اؤ خارجي گواښونو جاج هم اخستل کيږي.
سرچينې وائي غونډه کې په ځانگړې توگه په لويديزه پوله په موجوده امنيتي صورتحال هم خبرې اترې روانې دي اؤ زياتوي چې پوځي مشران دحکومت اؤ طالبانو ترمينځ دجوړجاړي په روانو خبرو هم غور کوي.
دجنرال راحيل شريف له لوري ددې بيان څخه وروستو چې دپاکستان پوځ دهيواد ټولو ادارو ته دقدر په سترگه گوري خو دپوځ دوقار به په هرحال کې دفاع کولى شي، جي ايچ کيو کې دروانې دغه غونډې وخت زيات مهم گڼلى شي ځکه چې دهغه دغه بيان دراپورونو له مخې په حکومتي حلقو کې انديښنې راپورته کړي دي.
دجنرال راحيل له لوري دپوځ دوقار دتحفظ کولو دغه بيان په داسې حال کې مخې ته راغلى چې که يو خوا دپاکستان په پخواني پوځي سرلښکر جنرال پرويز مشرف دائين دماتولو په اړه دغدارۍ مقدمه کې فردجرم لگول شوى ، دهغه نوم په اي سي ايل کې شامل دى اؤ بهر نۀ پريښودل کيږي نو بل لوري ته دنواز شريف حکومت دغيرقانوني گرځول شوې تندروه ډلې تحريک طالبان پاکستان نيول شوي ځينې بنديان په يو اړخيز ډول خوشې کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG