لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې د١٨ؤ سرکاري ادارو دبجلۍ دقطع کولو حکم


 عابد شيرعلي وويل چې دچيف جسټس اف پاکستان دکور په ذمه ٤٠ لکه روپۍ واجبات دي.
عابد شيرعلي وويل چې دچيف جسټس اف پاکستان دکور په ذمه ٤٠ لکه روپۍ واجبات دي.
دمملکت داوبو اؤ بجلۍ وفاقي وزير عابد شيرعلي اسلام اباد اليکټرک سپلا ئي کمپنۍ( ائيسکو) ته په سمدستي ډول د١٨ؤ سرکاري ادارو دبجلۍ دقطع کولو حکم کړى دى.
په دغو ادارو کې وزيراعظم سيکريټريټ ، ايوان صدر سيکرټريټ اؤ پارليمنټ لاجز هم شامل دي.
ددې ترڅنگ دچيف جسټس اف پاکستان تصدق حسين جيلاني دکور دبجلۍ دکټ کولو احکامات هم جاري کړل شوي دي.
په نورو ادارو کې سندهـ هاؤس، نادرا، سي ډي اى، ايف ډبليو او، پنجاب جيل، ماحوليات ډائريکټوريټ، ټي ايم او راولپينډۍ، بلوچستان هاؤس، پي ډبليو ډي، موټر وى پوليس اؤ پيټروليم کميشن شامل دي.
پلازمينه اسلام اباد کې يو مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال عابد شيرعلي وويل چې دبجلۍ دغلو په ضد مهم پيل کړل شوى اؤ داولس په حق دډاکه کوونکو په ضد به کارروائي کولى شي.
هغه وويل دوزيراعظم سيکرټريټ ته ٦٢ لکه روپۍ واجبات دي اؤ ددې ترڅنگ په سي ډي اى ٣٦ کروړه اؤ پارليمنټ لاجز دوه کروړه روپۍ واجبات دي.
هغه وويل دبجلۍ دغلو په ضد دغه مهم دوزيراعظم په وينا شروع کړل شو ىدى.
عابد شيرعلي وويل چې دچيف جسټس اف پاکستان دکور په ذمه ٤٠ لکه روپۍ واجبات دي.
وفاقي وزير وويل چې اوس به بجلي يواځې هاغه چاته ورکړل کيږي چې بل ادا کوي اؤ په کومو سيمو کې چې خلک بل نۀ ادا کوي هاغو سيمو ته به بجلي نۀ ورکول کيږي..
هغه وويل احتجاج کول دهرچا حق دى ، خو که چرې ددغه احتجاج په مهال کوم گرډ سټيشن ته زيان ورسيدو نو وفاقي حکومت نه بلکې صوبائى حکومت به يې جوړوي.
هغه خبردارى ورکړو چې دسندهـ حکومت په ضد ٥٦ اربه روپۍ دي اؤ دپاکستان دانتظام لاندې کشمير په ذمه ٣٣ اربه روپۍ دي اؤ که چرې هغوي هم دبجلۍ بل ادا نۀ کړو نو بجلي به ورته نۀ ورکول کيږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG