لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د قلنگ اؤ تاوان سودا دمدرسو په لاس


 استخباراتي چارواکي وائي ددې ترڅنگ دفيض اباد دوؤ صنعت کارانو اؤ يو سياسي شخصيت ته هم يو کال دمخه دقلنگ لپاره فون کالونه شوي وؤ.
استخباراتي چارواکي وائي ددې ترڅنگ دفيض اباد دوؤ صنعت کارانو اؤ يو سياسي شخصيت ته هم يو کال دمخه دقلنگ لپاره فون کالونه شوي وؤ.
دپاکستان دپوځي اؤ غيرپوځي خفيه ادارو سرچينې وائي چې پلازمينه اسلام اباد کې په ديني مدرسو پسې تړلي کسان په شکمنه توگه خلکو نه دقلنگ اؤ تاوان پيسو وصولولو کې دغيرقانوني تندروه ډلې تحريک طالبان پاکستان مدد کوي.
پاکستان کې له دې وړاندې هم دحکومتي وزيرانو ، استخباراتي چارواکو اؤ پوليسو دپلټونکو څانگو له لوري په مدرسو دتندلارو دنيغ په نيغه يا پشي شا دملاتړ کولو تورونه لگول شوي.
خو دمدرسو منتظمينو په بيلابيلو وختونو کې دغه رقم تورونه رد کړي اؤ دريځ لري چې دهغوي يواځينى مقصد طالب علمانو ته اسلامي زده کړې ورکول دي.
څو اوونۍ دمخه سينيټ ته دمملکت داخله وزير محمد بليغ الرحمان وئيلي وؤ چې پاکستان کې ١٥ مدرسو دبهرنو هيوادونو څخه په ملينونو روپۍ ترلاسه کړي دي.
د زيارت په ورځ دپاکستان دانگريزۍ ژبې ورځپاڼې ډان داستخباراتي سرچينو له خُلې پخپل يو راپور کې دعوه کړې ده چې دغه مدرسې دوړاندې څخه داسې ټاکل شوؤ مقاماتو ته دپيسو ليږلو سره دټي ټي پي لپاره دپيغام رسونکي خدمات ادا کوي چې دهغوي کسان ورته په اسانۍ سره رسيدلى شي.
ورځپاڼه داستخباراتي چارواکو له خُلې وائي چې دقلنگ اؤتاوان لپاره دتښتونو کيسونو کې د(فون) کالونو يوه تجزيه په ډاگه کوي چې په دغو کې زياتره دشمالي وزيرستان دميرانشاه څخه شوي دي.
چارواکو دبيلگې په توگه دريټائرډ ليفټننټ جنرال ډاکټر محمودالحسن حواله ورکړې ، چې هغه ته په ٢٠١٣م کې دلطيف په نوم يو تن کال کړى ؤ، دغه تن ځان دحکيم الله محسود مرستيال گرځولى ؤ اؤ د٥٠ؤ ملينو روپو دقلنگ غوښتنه يې کړې وه.
ددغه غوښتنې وروستو په اسلام اباد کې ديوې مدرسې منتظم دمينځگړي کردار ادا کړى ؤ اؤ دهغوي ترمينځ يې معامله په ١٠ؤ ملينو روپو هواره کړې وه، دغه تن دليفټننټ جنرال محمودالحسن څخه دپيسو راوړلو لپاره دوه کسان هم ليږلي وؤ.
ورځپاڼه دچارواکو له خُلې وائي چې يوه مياشت وروستو يوځل بيا داشفاق په نوم يو تن ليفټننټ جنرال حسن څخه دلسو ورځو دننه دپنځوسو ملينو روپو غوښتنه وکړه اؤ زياتوي چې ددغې نه پس يو بل تن چې ځان يې دطالبانو مشر گرځولو ياد شوي جنرال ته وويل د٧٢ؤ گينټو دننه دې هغوي ته دپيسو ورکړه باوري کړي.
چارواکي وائي کوم تن چې په لمړي ځل دقلنگ په رقم کې کمى راوستى ؤ، هغه دغه ځل هم په خبرو اترو کې وکارول شو.
استخباراتي چارواکي وائي ددې ترڅنگ دفيض اباد دوؤ صنعت کارانو اؤ يو سياسي شخصيت ته هم يو کال دمخه دقلنگ لپاره فون کالونه شوي وؤ.
هغوي وئيلي چې هغوي ټي ټي پي ته دپيسو د ادا کولو اؤ هاغو کسانو سره دليدنې څخه انکار وکړو چې ورته تړون ته دغوڅ شکل ورکولو لپاره ورغلي وؤ.
ددې په ځواب کې په ميرانشاه کې دټي ټي پي سره دتړلي قاري منصور ملگري دهغوي دپه نخښه کولو منصوبه بندي کوي.
چارواکي وائي دټي ټي پي لپاره دقلنگ په وصولولو کې دمذهبي مدرسو کردار مستحکم دى اؤ دهغوي په ضد دکارروايۍ تجويز شوى.
چارواکي وائي دمتاثرينو اؤ مذهبي مدرسو څخه چاپيره دانټلي جنس ترڅنگ په څارنه کې داضافې کولو پريکړه شوې چې ورسره به دهاغو کسانو په لټه اؤ نيولو کې مدد ترلاسه شي چې په قلنگ اخستو کې ککړ دي.
چارواکي زياتوي چې کله دغه کسان دطالبانو د گواښ لاندې راغلو کسانو سره دقلنگ دپيسو اخستو ته دغوڅ شکل ورکولو لپاره رابطه کوي نوبشپړه څارنه به يې کولى شي.
دچارواکو وينا ده چې دټي ټي پي کومې ډلې دقلنگ اؤ تاوان لپاره دتښتولو په پيښو کې ککړ دي هغوي په مدرسو کې قيام کوي اؤ ددغو کارونو لپاره ددغه ځايې څخه مدد ترلاسه کوي.
چارواکي دا هم وائي چې استخباراتي راپورونه په ډاگه کوي دقلنگ اؤ تاوان لپاره دتښتولو رقم دټي ټي پي دډلو په ذريعه نورو مقاماتو ته درسولو څخه وړاندې هم په مدرسو کې ايښودل کيږي.
ددې ترڅنگ دتاوان لپاره دتښتولو ځينې متاثرين هم قبائيلي سيمو ته دبوتلل کيدو څخه دمخه په مدرسو کې ساتل کيږي.
له دې وړاندې اسلام اباد اؤ راولپينډۍ ښارونو کې ټي ټي پي سره دترهه گرۍ په ترسره کولو کې دمرستې کولو په اړه دمذهبي مدرسو کردار تيره مياشت وروستو له هغې په ډاگه شو چې داسلام اباد اؤ راولپينډۍ دځانگړو څانگو له لوري تيار کړل شوي راپور کې وويل شول ټي ټي پي دمذهبي مدرسو اؤ عبادت دمقاماتو اؤ ديوبندي مسلک دجوماتونو څخه بشپړ ملاتړ ترلاسه کوي.
ددې ترڅنگ په دغه راپور کې راولپينډۍ کې جوړو شلو داسې مدرسو ته گوته نيول شوې وه چې طالبانو ښار کې دترهه گريزو حملو لپاره کارولې وې.
دغه مدرسې په کنټونمنټ، ټينچ بهاټه، گرجا روډ، ويسټريج، دهميال کيمپ، صدر، اتحاد کالونۍ خيابان سرسيد، کشمير بازار، پنډوره، صادق اباد، پيرودهائي، چکلاله اؤ ډهوک هاسو کې جوړي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG