لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مهمندايجنسي : درې سکولونه په بمونو الوځول شوي


 دپوليسو وينا ده چې تندلارو دمهمند ايجنسۍ سره پيوست دشبقدر په سرو کلي کې دجينکو يو پرائمري سکول په بارودو الوځولى.
دپوليسو وينا ده چې تندلارو دمهمند ايجنسۍ سره پيوست دشبقدر په سرو کلي کې دجينکو يو پرائمري سکول په بارودو الوځولى.
راپورونه وائي دزيارت په ورځ دپاکستان په قبائيلي سيمه مهمند ايجنسۍ اؤدمهمندو سره پيوست په شبقدر سيمه کې درې سرکاري سکولونه په بمونو الوځول شوي دي.
دغه سکولونه وروستو له هغې په بمونو الوځول شوي چې تيره ورځ دخيبرپښتونخوا حکومت په مهمند ايجنسۍ کې دطالبانو دمشر خالد عمر خراساني په گډون د٦٥ؤ تندلارو پسرونو دانعامونو ويستو سفارش مرکزي حکومت ته کړى ؤ.
دپوليسو وينا ده چې تندلارو دمهمند ايجنسۍ سره پيوست دشبقدر په سرو کلي کې دجينکو يو پرائمري سکول په بارودو الوځولى.
تندلارو دغه سکول کې بارودي مواد ايښودي وؤ اؤ دزيارت په سحر يې الوځولى.
دسرو دپوليس تاڼې مشر کوثر خان خبريالانو ته وئيلي دي چې دچاؤدنې په نتيجه کې دسکول ودانۍ ته زيان رسيدلى دى.
هغه وائي چې دصحت يو بنيادي مرکز هم په ياده شوې سيمه کې تباه شوى.
همدغه شان نزدې قبائيلي سيمه مهمند ايجنسۍ کې هم ترهه گرو په دروازگئ سيمه کې دوه سکولونه الوځولي دي.
سرچينې وائي په دغو سکولونو کې يو دجينکو اؤ بل دهلکانو وؤ.
دپوليټيکل انتظاميې چارواکي وائي چې دغه دواړه سکولونه ديو ريتائرډ خاصه دار فورس ميجر رئيس خان په ځمکه جوړ کړل شوي وؤ.
تيره شپه دسکولونو دالوځولو په دغه پيښه کې دکومې مرگ ژوبلې اطلاعات نۀ دي ترلاسه شوي.
له دې وړاندې هم دپاکستان په بيلا بيلو قبائيلي اؤ بندوبستي سيمو کې دتندلارو لخوا په سوونو سکولونه په بمونو الوځول شوي دي.
په دې وروستيو کې دپاکستان دحکومت اؤوسله والو ياغي طالبانو له لوري دسولې دخبرو پيل کيدو څخه راپديخوا وسله والو طالبانو دډزبندۍ اعلان کړى .
خو ددغه اعلان باوجود هم دپاکستان په يو شمير سيمو کې امنيتي ځواکونه اؤ نور مقامات په نخښه کړل شوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG