لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دخيبرپښتونخوا برطرف وزيران،دکرپشن ښکار که دپنجاب دجهانگير ترين؟


ډيوه ريډيو سره خبرو کې شوکت يوسفزئ وويل هغه دخپله انده پوره کوشش کړى چې دصحت په څانگه کې هم اؤ دصنعتونو په وزارت کې هم زړۀ پورې اصلاحات مخې ته راوړي
ډيوه ريډيو سره خبرو کې شوکت يوسفزئ وويل هغه دخپله انده پوره کوشش کړى چې دصحت په څانگه کې هم اؤ دصنعتونو په وزارت کې هم زړۀ پورې اصلاحات مخې ته راوړي

دپاکستان دخيبرپښتونخوا صوبې گوښه کړل شوى دصنعتونو وزير شوکت يوسفزئ وائي دهغه لمنه دهر رقم غبن څخه پاکه ده اؤ کيدى شي دهغه په ضد دپارټۍ دننه يوه لا بي په فعاليتونو بوخته وي.
خو دکرپشن په تور دخيبرپښتونخوا داتحادي حکومت څخه وتلې قومي وطن پارټۍ دريځ خپل کړى چې دتحريک انصاف دحکومت په شپږو صوبائي وزيرانو دکرپشن سنگين الزامات سره دثبوتونو موجود دي اؤ بايد اوس عمران خان ومني چې دهغه حکومت دکرپشن دختمولو دوعدې پوره کولو پځايې کرپشن ته وده ورکړې ده.
دخيبرپښتونخوا دصنعتونو وزير شوکت يوسفزئ اؤ دوزيراعلي مشير ياسين خليل دزيارت په ماښام ددې دريځ په اساس دخپلو عهدو څخه گوښه کړل شوي وؤ چې کارکردگي يې نۀ ده ښه.
له دې وړاندې دخيبرپښتونخوا حکومت کې شامل دقومي وطن پارټۍ دوه وزيران هم دبډو رشوتونو په تور دحکومت څخه ويستل شوي وؤ چې له دې امله دغه پارټۍ دحکومت سره خپل اتحاد مات کړى ؤ.
دوزارت پريښودو څخه وروستو په لمړي ځل وائس اف امريکا ډيوه ريډيو سره ځانگړو خبرو کې شوکت يوسفزئ وويل هغه دخپله انده پوره کوشش کړى چې دصحت په څانگه کې هم اؤ دصنعتونو په وزارت کې هم زړۀ پورې اصلاحات مخې ته راوړي اؤ داولس دبهترۍ دپاره کار وکړي.
شوکت يوسفزئ په بنيادي توگه يو پښتون صحافي دى چې درې ځله دپيښور دخبريالانو داتحاديې خيبريونين اف جرنلسټس صدر هم پاتې شوى،خو دعمران خان په مشرۍ خيبرپښتونخوا کې دواکمن گوند پاکستان تحريک انصاف په باني غړو کې هم شميرل کيږي.
په حکومت کې دوزارت اخستو څخه وړاندې هغه دپارټۍ دورکرانو په ووټونو صوبائ ستر سکتر منتخب شوى ؤ، خو دغه عهده ترې ډيره زرپه دې دريځ سره واپس واخستل شوه چې نوموړى په يو وخت وزارت اؤ دپارټۍ عهده ځان سره نۀ شي ساتلى.
هغه ته چې کله دصوبې دصحت دوزير په توگه ذمه وارۍ وسپارل شوې ،نو دصحت په څانگه کې دانقلا بي اصلاحاتو ددعوې باوجود ترې دروان کال په ٢٨م مارچ دصحت وزارت هم بيرته واخستل شو اؤ دصنعتونو وزير ولگول شو.
خو يوه مياشت وروستو پرون ددغه وزارت څخه هم گوښه کړل شو.
دجمعې په ورځ پاکستاني مطبوعاتود شوکت يوسفزئ اؤ ياسين خليل دگوښه کولو بيلا بيل علتونه ښودلي دي چې يو پکې دهغوي خرابه کارکردگي اؤ دوهمه دخيبرپښتونخوا اسمبلۍ دننه دتحريک انصاف دمرورو غړو فشار هم شامل دى.
دميډيا راپورونه وائي په خيبرپښتونخوا اسمبلۍ کې دتحريک انصاف مرور غړي دشوکت يوسفزئ اؤ ياسين خليل څخه گيلې مانې لري.
په ٢٨ مارچ چې کله شوکت يوسفزئ ته دصنعتونو وزارت سپارل کيدو ، دهغې څخه دمخه پاکستاني مطبوعاتو خبرونه خپارۀ کړي وؤ چې دتحريک انصاف گوند دمرکزي ستر سکتر جهانگير ترين سره داختلافاتو له امله دشوکت يوسفزئ دفارغولو پريکړه شوې ده.
ميډيا دشوکت يوسفزئ اؤ جهانگير ترين ددغو اختلافاتو اساس دخيبرپښتونخوا حکومت له لوري دصحت دانصاف پروگرام گرځولى اؤ وئيلي يې دي جهانگير ترين دهغه څخه دصحت دانصاف دپروگرام داشتهاراتو اؤ دوايانو په مد کې داربونو روپو ټيکې دخپلو کمپنو دپاره غوښتې ، چې هغه يې دورکولو څخه انکار کړى ؤ.
خو پخپله شوکت يوسفزئ ددغه تور پخلى نۀ ؤ کړى اؤ نۀ هم جهانگير ترين يا دپارټۍ کوم بل مشر ددغه تور سپيناوى کړى دى.
خو وروستو دوزارت څخه دهغه دفارغولو پځايې يواځې دهغه وزارت بدل کړل شوى ؤ.
ډيوه ريډيو چې کله دشوکت يوسفزئ څخه وپوښتل ايا اوس دوزارت څخه دهغه دويستل کيدو وجه خو به دجهانگيرترين مرورتيا نۀ وي؟،ښاغلي يوسفزئ وويل هغه نۀ پوهيږي چې ولې ورسره دغه کار وشو.
نوموړي وويل دپارټۍ دپاره يې قربانۍ دهيچا څخه پټې نۀ دي ، خو دهغې باوجود ترې لمړى دپارټۍ دستر سکتر عهده ، بيا دصحت وزارت اؤ اوس دصنعتونو وزارت هم واخستل شو.
شوکت يوسفزئ په ډاگه نۀ کړه چې دوزات نه دويستل کيدو علت يې څه دى، خو وې وئل کيدى شي دهغه په ضد دپارټۍ دننه يوه لا بي په فعاليتونو بوخته وي.
نوموړي وويل هيڅوک پرې دکرپشن يا بډو رشوتونو تور نۀ شي لگولى، ځکه چې پوره په ايماندارۍ يې کار کړى.
هغه زياته کړه دخرابې کارکردگۍ په بنياد دوزارت څخه دهغه دويستل کيدو عمل دهغه دپوهې څخه هم بالا دى، ځکه چې په ټول اخلاص يې په هر وزارت کې کار کړى ؤ ، خو بيا هم دپارټۍ پريکړې ته به سر ټيټوي.
دجمعې په ورځ پاکستاني ميډيا داسې راپورونه هم خپارۀ کړي دي چې دپاکستان داحتساب ملي ادارې يا نيب دخپلو اختياراتو څخه په تجاوز کولو دتحريک انصاف دپنځوؤ موجوده اؤ ځينو پخوانو وزيرانو په ضد ثبوتونه راغونډ کړي.
دميډيا راپورونو کې امکان ښودل شوى چې راتلونکو څو ورځو کې به څو نور وزيران هم دخپلو عهدو څخه دگوښه کيدو ترڅنگ گرفتار کړل شي ، خو ددغو وزيرانو نومونه مخې ته نۀ دي راغلي.
دقومي وطن پارټۍ دمرکزي وياند هاشم بابر څخه مو چې کله په صوبه کې دمختصرې مودې دننه دگڼو وزيرانو دويستو علت وپوښتلو نو هغه ډيوه ريديو ته وويل دعمران خان څخه اوس ورخ اوبو وړى اؤ نۀ پوهيږي چې څنگه صوبه کې دخپل ناکام حکومت مارې داړې اؤ ناکامۍ پټې کړي.
هاشم بابر وويل دشوکت يوسفزئ اؤ ياسين خليل په گډون دتحريک انصاف په شپږو وزيرانو دبډو رشوتونو سنگين الزامات لگيدلي اؤ ددغو الزامونو باقاعده ثبوتونه هم عمران خان ته رسيدلي دي.
هغه وويل پکار خو دا وه چې عمران دخپلې ناکامۍ اعتراف کړى وى اؤ دغه شپږ واړه بدعنوانه وزيران يې دحکومت څخه ويستى وى.
هغه په دې خبره حيرانتيا ښکاره کړه چې عمران خان دخپلووزيرانو کرپشن ته دخرابې کارکردگۍ نوم ورکړى اؤ دهغوي دگوند وزيران يې بغير د کوم ثبوتونه دښې کارکردگۍ باوجود هم دبدعنوانۍ په تور دحکومت څخه ويستي وؤ.
نوموړي وويل عمران خان دخپل گوند دننه يو داسې ډکټيټر دى چې هيچا ته دفيصلې اختيار نۀ ورکوي.
هغه وويل که عمران خان دچا خبره مني نو هغه يواځې دپنجاب جهانگير ترين دى چې عمران خان يې په جهازونو کې گرځي اؤ ددې په بدل کې جهانگير ترين دصوبې معدنيات اؤ دصحت په څانگه کې داين جي اوز څخه ترلاسه کيدونکي داربونو روپو فنډونه پنجاب ته منتقل کوي.
خو دپاکستان تحريک انصاف په مرکزي ستر سکتر جهانگير ترين دلگول شوؤ تورونو دسپيناوي په اړه چې مو کله دخيبرپښتونخوا داطلاعاتو دوزير اؤ صوبائي حکومت دوياند شاه فرمان سره بيا بيا دتماس نيولو هڅې وکړې دهغه له لوري هيڅ ځواب مخې ته رانۀ غلو.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG