لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دعمران خان په ضد دعدالت دسپکاوي خواست


بيرسټر اسجد وائس اف امريکا سره خبرو کې وئيلي دي چې روانه اوونۍ کې لاهورهائيکورټ کې دپيشۍ په وخت دعمران خان دپلويانو دمنډو ترړو له امله گڼې گملې ماتې شوي.
بيرسټر اسجد وائس اف امريکا سره خبرو کې وئيلي دي چې روانه اوونۍ کې لاهورهائيکورټ کې دپيشۍ په وخت دعمران خان دپلويانو دمنډو ترړو له امله گڼې گملې ماتې شوي.
پاکستان کې دحزب اختلاف ددوهم ستر سياسي گوند تحريک انصاف دمشر عمران خان په ضد لاهور هائيکورټ کې دعدالت دسپکاوي درخواست جمع کړل شوى دى.
ددغه درخواست داوريدو دجوگه والي په اړه تر دې دمه کومه پريکړه نۀ ده شوې.
دغه درخواست دميا شريف ظفر جوئيه له لوري بيرسټر اسجد جمع کړى چې پکې هغه دريځ خپل کړى چې عمران خان په شکمنه توگه دعدليې په اړه دسپکاوي څخه ډک لفظونه استعمال کړي چې ورسره دعدالت تقدس پامال شوى.
بيرسټر اسجد وائس اف امريکا سره خبرو کې وئيلي دي چې روانه اوونۍ کې لاهورهائيکورټ کې دپيشۍ په وخت دعمران خان دپلويانو دمنډو ترړو له امله گڼې گملې ماتې شوي.
دتحريک انصاف مشر روانه اوونه کې په يوه انتخابي حلقه کې دووټونو دبيا شميرنې په اړه دعدالتي اوريدنې لپاره لاهور هائيکورټ ته وړاندې شوى ؤ.
دهغه دپيشۍ په مهال لاهورهائيکورټ کې داړي گړي په جوړيدو چيف جسټس عمر عطا بنديال دعمران خان دوکيل احمد اويس څخه تحريري وضاحت هم غوښتى ؤ.
دعمران خان په ضد دعدالت دسپکاوي دغه درخواست په داسې وخت کې جمع کړل شوى چې تحريک انصاف دمئ ٢٠١٣م په عامو انتخاباتو کې دشکمنې ټگۍ ټورۍ په ضد دمناسبو گامونو دنۀ اخستو له امله په ١١مه مئ اسلام اباد کې ديوې لويې احتجاجي جلسې کولو اعلان کړى دى
ديو اولسي تحريک مشر طاهرالقادري هم په ١١مه مئ داسلام اباد غبرگ ښار راولپينډۍ کې داحتجاجي لاريون ويستو اعلان کړى.
عمران خان وائي هغه به داسلام اباد داحتجاجي جلسې په مهال دخپل راتلونکي تگلاره اعلانوي.
دواکمن گوند مسلم ليگ(ن) قانون سازان وائي دعامو انتخاباتو ديو کال تيريدو وروستو دغسې احتجاج مناسب نۀ دى بلکې ددې سره به دهيواد په جمهوري عمل غيرضروري پوښتنې راولاړې شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG