لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ختیځ یوکرین کې د ازادۍ لپاره ووټونه


د اتوار په سحر په ریفرنډم کې ووټونه په گړندۍ توگه شورو شول خو تجزیه کار وايي ریفرنډم نړی د وال معیار سره سم نه دی او د ټگۍ دپاره پکې لاره خلاصه ده. د ریفرنډم د څارنې دپاره خارجي مبصرین نه دي ورغلي
د اتوار په سحر په ریفرنډم کې ووټونه په گړندۍ توگه شورو شول خو تجزیه کار وايي ریفرنډم نړی د وال معیار سره سم نه دی او د ټگۍ دپاره پکې لاره خلاصه ده. د ریفرنډم د څارنې دپاره خارجي مبصرین نه دي ورغلي
د ختیځ یوکرین د روس په پوله پرتو سیمو ډونیسک او لوهان کې په یو ریفرنډم کې د اتوار په ورځ ووټونه شورو شوي چې خلک به پکې دا رائې ورکوي چې آیا دغه سېمې یوکرین کې پاتې شي او که روس کې شاملې شي.
ووټ اچونکې زیاتره خلکو ویلي سېمه کې د روس پوله بیلتون خوښو خلاف د کییو پوځي کاروائي پرضد به د یوکرین خلاف رائې ورکوي او ځېنې ووټران وايي د ښه ائنده په امید غواړي چې دغه سېمې دې روس کې شاملې کړی شي.
د کییو موقتي حکومت ریفرنډم غیرقانوني گرځولی دی.
او واشنگټن کې سټیټ ډپارټمنټ یا خارجه وزارت ختیز یوکرین په ریفرنډم مایوسي څرگنده کړې ده. د وزارت ترجمان جین ساکي ویلي امریکا به د ریفرنډ نتائج نه مني ځکه چې دا د نړي وال قانون او د یوکرن د خپلواکۍ خلاف ورزي ده.
په ووټ باندې یوه پوښتنه ده چې آیا د ختیز یوکرن دغه سېمې دې په یو خپلواکه ریاست کې شامل کړی شي او که نا؟ د سېمې زیاتره اوسیدونکې وايي دوي د ازادۍ خلاف دي.
خو د ازادۍ په حق کې خلک وايي سېمه کې ورستي تشدد په وجه ازادي غواړي.
تیره هفته اوډیسه کې جگړه کې د ۴٢ کسانو وژنه د خلکو په ذهنونو کې تازه پرتې پېښې دي.
په تیرو څو هفتو کې د کییو حکومت د مخمصی ښکار وو. په وړمبو ورځو کې د روس پلوه بیلتون خوښو خلاف کاروائي کې کییو د پس و پیش نه ښکار اخیستی وو خو بیا چې کله وسله والو په حکومتي ودانو قبضه وکړه او چارواکو يي خلاف کاروائي شورو کړه نو پرضد يي د ځائې خلکو جذبات راوپاریدل.
د اتوار په سحر په ریفرنډم کې ووټونه په گړندۍ توگه شورو شول خو تجزیه کار وايي ریفرنډم نړی د وال معیار سره سم نه دی او د ټگۍ دپاره پکې لاره خلاصه ده. د ریفرنډم د څارنې دپاره خارجي مبصرین نه دي ورغلي.
ډونیسک او لوهان کې زیاتره ووټ اچونکې وايي که ریفرنډم کې د سېمو د ازادۍ په حق کې رائې وکړی شوه نو روس به يي زر د ځان سره شاملې کړي.
د یوکرین کرائیمیه سېمه کې د ریفرنډم ورسته دغه جزیره نما بیا په روس کې شامله کړی شوي ده. نړي والې ټولنې د کرائیمیه د ریفرنډم مخلافت کړی وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG