لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: دپرمختيائي اؤانرژۍ دمنصوبو ترڅنگ دفاعي بجټ کې اضافه


دبجټ وړاندې کولو په مهال دخزانې وزير اسحاق ډار وويل په دغه بجټ کې دخدماتو ټيکس يا مرکزي ايکسائز ډيوټي نۀ ده سيوا کړل شوې.
دبجټ وړاندې کولو په مهال دخزانې وزير اسحاق ډار وويل په دغه بجټ کې دخدماتو ټيکس يا مرکزي ايکسائز ډيوټي نۀ ده سيوا کړل شوې.
په پاکستان کې دنهې په ورځ مرکزي حکومت دمالي کال ٢٠١٤-١٥ دپاره د٣٩ کهرب ٤٥ ارب روپو بجټ قومي اسمبلۍ ته وړاندې کړى دى چې په دغه بجټ کې ١٤٢٢ اربه روپۍ دخسارې اندازه لگول شوې ده.
دبجټ وړاندې کولو په مهال دخزانې وزير اسحاق ډار وويل په دغه بجټ کې دخدماتو ټيکس يا مرکزي ايکسائز ډيوټي نۀ ده سيوا کړل شوې.
په نوي بجټ کې دسرکاري ملازمانو په تنخاگانو کې د لس فيصده اضافې منظوري ورکړل شوې اؤ وئيل شوي چې دريټائرډ سرکاري ملازمانو په لږ ترلږه پينشن ٥٠٠٠ کې به هم زر روپۍ اضافه کولى شي.
په دغه بجټ کې په ډاگيز ټکو کې نۀ دي وئيل شوي چې دعام اولس دژوند دسطحې لوړولو دپاره څه رقم سوچ شوى يا په پاکستان کې دمخ په سيوا کيدونکې گرانۍ دمخنيوي دپاره حکومت کوم پلانونه په لاس کې لري.
په نوي بجټ کې دترقياتي کارونو دپاره پنځه سوه اؤ پنځه ويشت اربه روپۍ اؤ په راتلونکي مالي کال کې دبجلۍ دمختلفو منصوبو دپاره دوه کهربه اؤ ٥٨ کروړ روپۍ بيلې کړل شوي دي.
په بجټ کې وئيل شوي چې که په راتلونکي کال کې هر څوک دبجلۍ اؤ گيس تجارتي کنکشن اخستل غواړي نو هغوي ته به دقامي ټيکس نمبر ښودل ضروري وي.
په دغه بجټ کې وئيل شوي دي چې وزيراعظم به ديو خصوي سکيم لاندې دکم لگښت جوړ شوي کورونه خلکو ته ورکوي اؤ دهغې دپاره په بجټ کې شپږ اربه روپۍ ايښودل شوي دي.
همدغه راز په بجټ کې ددفاع دپاره ٧٠٠ اربه روپۍ بيلې کړل شوي دي.
په بجټ کې دمرکز سره دتړاؤ لرونکو ټولو ملازمانو دپاره ديکم جولا ئي ٢٠١٤ څخه دلس فيصده ايډهاک ريليف ورکولو وړانديز هم شوى دى.
حکومت په دغه بجټ کې دريټائرډ ملازمانو په پنشن کې د١٠ فيصده اضافې کولو تجويز وړاندې کړى اؤ وئيل شوي چې کوم ريټائرډ ملازمان لږ ترلږه ٥٠٠٠روپۍ پنش اخلي دهغوي پنشن به اوس ٦٠٠٠ زرو روپو ته لوړولى شي.
په دې بجټ کې دکراچۍ نه لاهور پورې دموټروى جوړولو دپاره په روان مالي کال کې ٢٥ اربه روپۍ ايښودل شوي اؤ راتلونکي مالي کال کې ددغه پروژې دپاره ٣٠ اربه روپۍ بيلې کړل شوي دي.
په بجټ تقرير کې دخزانې وزير وويل چې حکومت به دبجلۍ دکموت پوره کولو دپاره نوي ډيمونه جوړوي اؤ په دغه لړ کې ددياميربهاشا ډيم دپاره پنځلس اربه روپۍ بيلې کړل شوي دي.
دخزانې دوزير له مخې په خيبرپښتونخوا اؤ بلوچستان صوبو کې به واړۀ واړۀ ډيمونه جوړولى شي.
په بجټ کې وفاق ته دترلاسه کيدونکي امدن څخه صوبو ته د١٧٢٠ اربه روپو دورکولو تجويز هم وړاندې کړل شوى دى.
په دغه بجټ کې دمزدورانو يا خواري کښو مياشينى اجرت د١٠ؤ زرو نه ١١ؤ زرو روپو ته لوړ کړل شوى اؤ کوم خلک چې ټيکسونه نۀ ورکوي دهغوي څخه دټيکسونو ترلاسه کولو پريکړه شوې ده.
دبجټ له مخې پاکستان کې چې دودونو کومې دستورې کيږي په هغې اخستل کيدونکو ټيکسونو کې پنځه فيصده کموت تجويز کړل شوى دى.
په سيگريټو دايکسائز ډيوټۍ دسيوا کولو منظوري هم ورکړل شوې.
قومي اسمبلۍ ته دبجټ وړاندې کولو په مهال دخزانې وزير اسحاق ډار وويل چې دوزيراعظم دسختو فيصلو له امله دهيواد معيشت غوره ليکې ته سم شوى دى اؤ دنن پاکستان دتير يو کال په مقابله کې زيات پياوړى ،روڼ اؤ صحت مند دى، خو وې وئيل چې دحقيقي منزل څخه لرې دي.
هغه وويل په روان کال کې دهر تن امدني د١٣٨٦ ډالرو ته رسيدلې ده اؤ دبجلۍ دغوره رسد له امله صنعتونو هم 5.86 فيصده ترقي کړې ده.
دخزانې وزير وويل په روان مالي کال کې دگرانۍ شرحه 8.6 فيصده پاتې شوې اؤ دمعاشي ترقۍ رفتار4.14 فيصده ته رسيدلى دى.
هغه وويل دا وخت په هيواد کې دزرمبادله مجموعي ذخيرې ديارلس نيم اربو ډالرو ته رسيدلي اؤ دا به ډير زر ١٥ اربه ډالرو ته لوړې شي.
اسحاق ډار دعوه وکړه چې په ميراث کې ورته دانرژۍ پريوتې څانگه ترلاسه شوې وه خو هغوي گردشي قرضه ادا کړه اؤ په نظام کې يې ١٧ سوه ميگاواټه بجلي شامله کړه.
دخزانې وزير وويل دتهري جي اؤ فور جي اسپيکټرم سره به راتلونکو څلورو کلونو کې نهو لکو کسانو ته دروزگار موقعې په لاس ورشي.
دپاکستان دخيبرپښتونخوا دصنعت کارانو داتحاديې يا چيمبر اف کامرس نائب صدر ضېاء الحق سرحدي وائس اف امريکا ډيوه ريډيو سره په خبرو کې ددغه بجټ غيرمتوازن وگرځولو اؤ وې وئيل په دې بجټ کې حکومت دغريب اولس دخيرښيگړې دپاره هيڅ سوچ نۀ دى کړى.
هغه وويل بجټ کې دگاډو په چلند پنځلس فيصده ټيکس لگول شوى چې ددې ټول په ټوله اثرات به په غريب اولس پريوځي.
دضياء الحق سرحدي له مخې کله چې په هيواد کې دپيټرولو يا سي اين جي نرخونه معمولي هم لوړيږي نو ټرانسپورټران دهغې زور دغريب اولس څخه اوباسي اؤ اوس چې حکومت دهغوي نه دټيکسونو په شکل کې نورې پيسې اخلي نو څرمن پرې دغريب اولس اوځي.
ضياء الحق سرحدي زياته کړه دبجټ وړاندې کولو څخه دمخه دهيواد دڅلورو واړو صوبو سوداگرو اؤ صنعت کارانو حکومت ته خپل تجويزونه ورکړي وؤ ، خو په دې بجټ کې دغو وړانديزونو ته هيڅ توجو نۀ ده شوې.
هغه وويل په کوم رفتار چې په پاکستان کې گراني سيوا کيږي دهغې له مخې دسرکاري ملازمانو په تنخاگانو اؤ پنشن کې دلسو فيصدو پځايې پنځه ويشت فيصده اضافه پکار وه.
نوموړي زياته کړه په دې بجټ کې دبهاشا ډيم دپاره هم دروند رقم ايښودل شوى اؤ هغوي دتيرو دريوؤ کالو راهسي گوري چې په هر بجټ کې ددغه ډيم دپاره رقم ايښودل کيږي خو دډيم په جوړولو هيڅ کار نۀ دى روان.
هغه وويل دا مهال په خيبرپښتونخوا اؤ دهيواد په نورو صوبو کې دبجلۍ دلوډشيډنگ له امله زياتې کارخانې بندې شوي اؤ مزدوران بې روزگاره شوي دي.
بايد ددغو کارخانو دبيا فعالولو دپاره دډيمونو جوړولو ددروغو داعلانونو پځايې نورو اړخونو باندې هم غور شوى وى.
دپاکستان دقومي وطن پارټۍ مرکزي وياند هاشم بابر دنوي بجټ په هکله وائس اف امريکا ډيوه ريډيو ته وويل په بجټ کې هيڅ داسې زړۀ راښکونکې خبره نشته چې دپاکستان اکثريتي غريب اولس پرې خپل ځان ته تسلي ورکړي
هغه وويل په بجټ کې دورکړل شوې شمير شميرې له مخې په مرکزيت زيات زور راوړل شوى اؤ صوبو ته هيڅ نظرنۀ دى شوى.
هاشم بابر زياته کړه دخپل گوند دقيادت سره له مشورې وروستو به ووائي چې په دغه بجټ کې دترهه گرۍ دلاسه دځپل شوؤ قبائيلو اؤ دخيبرپښتونخوا داولس دپاره څه رقم اقدامات شوي دي.
کله چې مو دخيبرپښتونخوا دلاس گاډو داتحاديې دمشراکرام الله څخه ددغه بجټ په هکله دهغه نظر وپوښتلو نو وې وئيل دسرکاري ملازمانو تنخاگانې په هر بجټ کې سيوا کيږي، خو دپاکستان ١٨ کروړه عوام ټول سرکاري ملازمان نۀ دي ،بايد مونږ غيرسرکاري مزدورانو ته حکومت را وښائي چې اوړۀ ، چائى ، چيني ،غوړي ،گيس بجلي اؤ نور دامروزه استعمال شيان يې څومره ارزان کړل؟
هغه وويل تعليم يې نشته خو دبجټ تقرير اوريدو څخه وروستو يې دډيرو خلکو نه پوښتنه وکړه چې په دغه بجټ کې څه ارزان اؤ څه گران شول ،خوهيچا اطمينان بخش جواب ورنۀ کړل شو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG