لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پرويز خټک: صوبې ته به د پنجاب اؤ سندهـ په څير پوځ نۀ راغواړو


 مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال وزيراعلي وويل چې دشمالي وزيرستان څخه راکوچيدلي خلک دهغوي ميلمانۀ دي اؤ څارنه کول يې د حکومت ذمه واري ده.
مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال وزيراعلي وويل چې دشمالي وزيرستان څخه راکوچيدلي خلک دهغوي ميلمانۀ دي اؤ څارنه کول يې د حکومت ذمه واري ده.
دخيبرپښتونخوا وزيراعلي پرويز خټک وئيلي دي چې شمالي وزيرستان کې دپوځ له لوري دطالبانو په ضد دعملياتو پيل کيدو راپديخوا خيبرپښتونخوا ته نزدې ٧٠ زره بې کوره شوي کسان ورغلي خو دحکومت لخوا جوړو کړل شوؤ کيمپونو کې يواځې يوه کورنۍ ميشته ده.
که هر څو حکومت دايف ار بنو په بکاخيل سيمه کې د شمالي وزيرستان د عملياتو په نتيجه کې د بې کوره کيدونکو کډوالو لپاره د استوگنې کيمپ جوړ کړى خو نزدې ٧٠ؤ زرو کډوالو په دغه کيمپ کې داوسيدو څخه انکار کړى اؤ وائي چې تندروه کمانډر حافظ گل بهادر ورته خبردارى ورکړى چې حکومتي کيمپ کې دي نۀ اوسيږي گنې په بل صورت کې به دنتيجو ذمه وار پخپله وي.
د شورو په ورځ د شمالي وزيرستان څخه د بې کوره شوؤ کډوالو په اړه مطبوعاتي کانفرنس ته د وينا په مهال د خيبر پښتونخوا صوبې وزيراعلي دعوه وکړه چې دهغۀ حکومت په لنډ تنگ وخت کې هم د بې کوره شوؤ کسانو د کډوالۍ د ژوند دپاره ډيرې اسانتياوې برابر کړي دي اؤ هڅه به وکړي چې دغو بې کوره شوؤکسانو ته داسې کوم تکليف ونۀ رسيږي چې د هغوئ خواه پرې د حکومت څخه بده شي.
افغانستان سره په پوله پرته د پاکستان قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دطالبانو په ضد دپاکستاني پوځ لخوا دعملياتو پيل کولو راپديخوا دپاکستان په لويو ښارونو کې سخت امنيتي تدابير نيول شوي اؤ اسلام اباد، لاهور اؤ کراچۍ په کوڅو کې پوځ په گزمو کولو ليدل شوى خو دخيبر پښتونخوا وزيراعلي په ډاگه کړې چې هغه به خپلې صوبې ته پوځ نۀ راغواړي.
پريس کانفرنس ته د وينا په مهال ښاغلي خټک وويل "که هر څو پنجاب اؤ دسندهـ صوبې سرښار کراچۍ ته پوځ غوښتل شوى خو مونږ ډاډه يو چې زمونږ پوليس ښۀ تکړه دي اؤ کولى شي په نازکو حالاتو کې خپلې ذمه وارۍ په ښه توگه ترسره کړي ، ځکه نو غوره به داوي چې پوځ بايد د سرحدونو د ساتنې کار ته پريښودل شي."
وزيراعلي صوبه کې دپوځ دنۀ پځايې کولو په اړه دغه څرگندونې په داسې حال کې کړي چې دپاکستان دپوځ لخوا شمالي وزيرستان ته دټينکونو ترڅنگ دځمکنو پوځيانو د ورننوتو اؤ د ترهگرو په ضد دفضائي بريدونو وروستوطالبانو حکومت ته دانتقامي حملو خبردارى ورکړى اؤ بهرنو ادارو ته يې دهيواد څخه دوتلو وينا کړې ده.
طالبانو دپاکستان حکومت ته دا گواښ هم کړى دى چې د شمالي وزيرستان د عملياتو بدل به د لاهور اؤ اسلام اباد د محلونو سيزلو په شکل کې اخلي .
سرچينې وائي شمالي وزيرستان کې دپوځي عملياتو دپيل کيدو راپديخوا دخيبرپښتونخوا سرښار پيښور دحساسو تنصيباتو دامنيت لپاره سخت امنيتي تدابير نيول شوي دي.
دسرچينو وينا ده چې په ځانگړې توگه په خيبر روډ اضافي امنيتي گامونه اخستل شوي چرته چې دکورکمانډر دکور، صوبائي اسمبلۍ، پيښور هائيکورټ اؤ سول سيکرټيريټ پشمول مهمې سرکاري ودانۍ موقعيت لري.
څيړونکي وائي ښار کې که هر څو تر دې دمه حالات ترقابو لاندې دي خو وزيرستان کې دپوځي عملياتو وروستو دطالبانو له لوري دکوم ممکنه غبرگون په اړه په قانون نافذونکو ادارو سخت فشار راغلى دى .
دسرچينو وينا ده چې دخيبرپښتونخوا دپوليسو مشر (ائي جي پي) ناصر خان دراني هم دپوليس لوړپوړو افسرانو ته دبيدار اوسيدو غږ کړى اؤ په ځانگړې توگه يې هاغو سيمو کې دحفاظتي گامونو دسختولو امر کړى کومې چې دقبائيلي سيمو سره پيوست دي.
مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال وزيراعلي وويل چې دشمالي وزيرستان څخه راکوچيدلي خلک دهغوي ميلمانۀ دي اؤ څارنه کول يې د حکومت ذمه واري ده.
وزيراعلي دعوه وکړه چې دشمالي وزيرستان دعملياتو په اړه ورته ډير وروستو علم وشو اؤ صوبائي حکومت په لږ وخت کې دکډوالو لپاره مناسب انتظامات کړي اؤ ددې ترڅنگ يې دهغوي لپاره ٣٥ کروړه روپۍ هم جاري کړي.
وزيراعلي وويل دجنوبي ضلعو په گډون دصوبې دسرحدي سيمو په ټولو لارو دکډوالو لپاره دعلاج، خوراک اؤ گاډو ترڅنگ ماشومانو ته دپوليو دڅاڅکو ورکولو انتظام هم شوى دى.
خو سرچينې وائي دشمالي وزيرستان څخه کډې کوونکي خلک دمقامي گاډو دمالکانو له لوري دزياتو پيسو دغوښتنو اؤ په ځينو سيمو کې دگاډو دنشتوالي له امله دستونزو ښکار دي.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG