لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خيبرپښتونخوا : ځانمرگي بريد اؤ بمي چاؤدنه کې دپوليسو په گډون څلور کسان مړۀ


 دخيبرپښتونخوا سرښار پيښور په متنو سيمه کې دامن لښکر ديو مشر په حجره ځانمرگى بريد ترسره شوى چې پکې يو تن وژل شو ى دى.
دخيبرپښتونخوا سرښار پيښور په متنو سيمه کې دامن لښکر ديو مشر په حجره ځانمرگى بريد ترسره شوى چې پکې يو تن وژل شو ى دى.
دپاکستان دخيبرپښتونخوا په سرښار پيښور اؤ تورغر سيمه کې دتندلارو لخوا ترسره شوؤ بريدونو کې ددريوؤ پوليس عسکرو پشمول څلور کسان وژل شوي اؤ دوه نور ژوبل شوي دي.
دخيبرپښتونخوا سرښار پيښور په متنو سيمه کې دامن لښکر ديو مشر په حجره ځانمرگى بريد ترسره شوى چې پکې يو تن وژل شو ى دى.
دپوليسو ترمخه دپيښور په متنو سيمه کې دغه ځانمرگى بريد داديزئي امن لښکر دمشر فرمان الله په حجره ترسره شوى چې پکې ايس ايس پي اپريشنز نجيب الرحمان ديو تن دوژل کيدو پخلى کړى دى.
ميډيا سره خبرو کې دامن لښکر مشر فرمان الله وئيلي دي چې ځانمرگى دهغه حجرې ته ورننوتلى اؤدغلته يې په ځان پسي تړلي بارود الوځولي.
فرمان الله وئيلي چې په دغه بريد کې دځانمرگي پشمول دوه کسان وژل شوي دي.
همدغه شان دپيښور په پجگي سړک دشمعې سنيما سره نزدې په موټر سائيکل سورو نامعلومو وسله والو د ټريفک سب انسپکټر عبدالستار وژل شو ى دى.
بل لوري ته دخيبرپښتونخوا دتورغر ضلعې په اکازئي سيمه کې هم دپوليسو ديو گاډي سره نزدې ترسره شوې بمي چاؤدنه کې دوه پوليس وژل شوي اؤ دوه نور ژوبل شو ي چې دعلاج لپاره روغتون ته رسول شوي دي.
خيبرپښتونخوا کې دتشدد دغه پيښې په داسې حال کې رامينځته شوي چې دپاکستان پوځ په شمالي وزيرستان کې دتندلارو په ضد پيل کړل شوؤ عملياتو کې دسلگونو جنگيالو دوژنې دعوه کړې اؤ په شمالي وزيرستان کې دحافظ گل بهادر فعاله تندروه ډلې تيره ورځ دپوځ په ضد د"ضرب مومن" په نوم دعملياتو پيل کولو سره خپلو جنگيالو ته په حکومتي ودانو دبريدونو وينا کړې وه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG