لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

٣٧ کاله وروستو هم پاکستان کې د جنرال ضياء مارشلائي دور غندل شوى


نن چې په پاکستان کې ميډيا د مقتدرو قوتونو د فشار لاندې ده اؤ د ټي وي چينلو باندې کوم بنديزونه لگي دا هم هاغه امرانه سوچ دى
نن چې په پاکستان کې ميډيا د مقتدرو قوتونو د فشار لاندې ده اؤ د ټي وي چينلو باندې کوم بنديزونه لگي دا هم هاغه امرانه سوچ دى

د خالي په ورځ په ټول پاکستان کې د پخواني پوځي امر جنرال ضياء الحق لخوا په پينځم جولايي ١٩٧٧ کې د پځايې کړل شوې مارشل لاء په ضد احتجاجونه شوي اؤ 37 کاله وروستو هم خلکو د جمهوريت په مقابله کې دامريت واکمني غندلې ده.

دملک په بيلابيلو برخو کې شوؤ دغو احتجاجونو کې سياسي فعالينو، د مدني ټولنې غړو، خبريالانو ،ليکوالانو اؤ د ژوند د بيلابيلو تپو سره تعلق لرونکو خلکو برخه اخستې ده .

دخيبرپښتونخوا په سرښار پيښور کې د خبريالانو د اتحاديې خيبريونين اف جرنلسټس اؤ پيښور پريس کلب په تابيا د جنرال ضياء د پينڅم جولايي د مارشل لاء په ضد يوه احتجاجي مظاهره شوې ده چې پکې په گڼ شمير خبريالانو برخه لرله .

اؤدغو خبريالانو د امريت په ضد اؤ دجمهوريت په حق کې شعارونه ورکول .

دضياء الحق د امرانه واکمنۍ دور دپاکستان دتاريخ يو تورتم دور گڼل کيږي اؤ په دغه مهال په پاکستان کې درايې په څرگندونه په بشپړ ډول بنديز لگيدلى ؤ، په ورځپاڼو بيلا بيلې پابندۍ وې، صحافيان دتشدد ښکار کيدل اؤ په کوړو دوهل کيدو ترڅنگ جيلونو کې اچول شوي وؤ.

دپيښور د صحافيانو لخوا د احتجاجي مظاهرې قيادت کوونکي د پيښور پريس کلب صدر صدرناصرحسين وائس اف امريکا ډيوه راډيو سره خبرو کې وويل صحافيانو په هر دور کې د جمهوريت دپاره قربانۍ ورکړي دي اؤ کله يې هم د رايې په اظهار پابندۍ ته غاړه نۀ ده ايښې

هغه وويل نن چې په پاکستان کې ميډيا د مقتدرو قوتونو د فشار لاندې ده اؤ د ټي وي چينلو باندې کوم بنديزونه لگي دا هم هاغه امرانه سوچ دى چې د جنرال ضياء په مارشال لايي دور کې يې بنياد ايښودى شوى ؤ .

ناصرحسين زياته کړه لکه څنگه چې پرون د ټول هيواد صحافيانو دجمهوريت په حق کې د امريت مخې ودريدلي وؤ داسې به نن هم غيرجمهوي پريکړو اؤ اقداماتو ته سرټيټ نۀ کړي.

دخيبريونين اف جرنلسټس صدر نثارمحمود د صحافيانو مظاهرې ته پخپله وينا کې وويل زمونږ تاريخ د قربانو ډک دى، کله چې جنرال ضياء په کال١٩٧٧ کې د يو جمهوري حکومت تخته نسکوره کړه اؤ مارشل لاء يې په ځايې کړه نو هڅه يې وکړه چې صحافيان د خپلو اقداماتو حمايت ته تشويق کړي خو صحافيانو کوړې قبولې کړې، جيلونه اؤ تکليفونه يې وزغمل ولې د جمهوريت د پلوۍ نه پشا نۀ شول اؤ نن هم مونږ هم هاغه عزم اؤ هاغه ولوله لرو

نثار محمود زياته کړه نن هم په پاکستان کې د ضياء د امريت فکر موجود دى اؤ د هغه د فکر طرفدار قوتونه جمهوريت اؤ ميډيا په خپل موټي کې ساتل غواړي خو مونږ به د خپلو مشرانو په پيروۍ کولو کله هم دغه امرانه فکر ته تسليم نۀ شو.

دپيښور پوهنتون دانټرريليشنز دڅانگې مشر اعجازخټک وائس اف امريکا ډيوه ريډيو سره په خبرو کې وئيلي دضياء په مارشلا ئي دور کې سياسي گوندونه اؤ ميډيا دقدغنونو لاندې راوستل شوي وؤ، جمهوريت ته په سپکه سترگه کتل کيدل، سياسي ورکران په جيلونو کې اچول کيدل ، خو دجماعت اسلامي په څير ځينې نور هاغه گوندونه چې دضياء داسلام نعرې ته يې تقويت ورکولو، جنرال ضياء دغه رقم خلک راوړاندې کړل اؤ دتندلاريتوب فکر يې په مخکې بوتلو چې نن يې نتيجه دهرچا په وړاندې ده. “

دپيښور پوهنتون دسيمه ييزو مطالعاتو دمرکز مشر ډاکټر سرفراز دجنرال ضياء الحق دور دامريت دور يوه نمونه بولي اؤ وائيهغه يو داسې امر ؤ چې دائين اؤ قانون په ماتولو سره يې په زوره په خلکو داسلام په نوم داسې ظالمانه قوانين نافذ کړي وؤ چې دهغې په اساس په انسانانو ظلمونه کيدل. “
ډاکټر سرفراز زياته کړهجنرال ضياء دخپلې واکمنۍ په دوره کې دځان په گټه شيان دمذهب په نوم حلال اؤ په تاوان شيان يې په تاوان گرځول
هغه وائينن هم دضياء هاغه فکر په تندلارو کې ليدل کيږي اؤ ددغه فکر خلک خپلو گټو دپاره خپل نظر په خلکو دټوپک اؤ وسلې په زور عملي کوي

جنرال ضياء الحق په کال ١٩٧٧م کې دهاغه وخت دپاکستان دمنتخب وزيراعظم ذوالفقارعلي بهټو دحکومت تخته نسکوره کړې اؤ په ملک کې يې مارشل لاء لگولې وه .

په پينځمه جولا ئي کال ١٩٧٧ کې چې کله جنرل ضياء الحق دچيف مارشل لاء ايډمنسټريټر په توگه اقتدار سمبال کړو ، نو هغه داسلام داحياء نعره پورته کړه، دهغه په دغه دور کې پاکستان کې اسلامي تندلاريتوب سرپورته کړى ؤ چې د څيړونکو په خيال نن يې دپاکستان اؤ دنړۍ دامن دپاره يو خطرناک شکل اختيار کړى دى .

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Recommended

XS
SM
MD
LG