لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پيښور په پوليسو بريدونه چټک شوې،حمله کې درې عسکر مړۀ


بريدکوونکو ددغو پوليسو دوژلو وروستو دهغوي وسلې هم دځان سره وړې دي.
بريدکوونکو ددغو پوليسو دوژلو وروستو دهغوي وسلې هم دځان سره وړې دي.

په داسې حال کې چې دپاکستان پوځ په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې د حکومت مخالفه تندروه وسله والو په ضد عمليات پيل کړي د خيبرپښتونخوا سرښار په پيښور کې ورسره سم په پوليسو دبريدونو لړۍ چټک شوې اؤ د جمعې په ورځ په دوؤ بيلابيلو بريدونو کې څلور پوليس عسکر وژل شوي اؤ دوه نور ژوبل شوي دي.

دخيبرپښتونخوا صوبې وزيراعلي وايي په نزدې ورځو کې دپيښور پوليسو د ترهگرۍ زياتې هڅې شنډې کړي چې له دې امله ترهگراوس زمونږ پوليس په نخښه کوي خو دصوبې د پوليسو تاريخ د قربانو نه ډک پروت دى اؤ کله به هم ترهگر پخپلو ناوړو حرکتونو د پوليس مورال راټيټ نه کړل شي.
دپوليس چارواکي وايي دپاکستان دخيبرپښتونخوا صوبې سرښار پيښور په پشتخره سيمه کې دجمعې په ماښام دنامعلومو وسله والو په ډزو کې درې پوليس اؤ يو عام وگړى هاغه مهال ووژلى شول کله چې دغه پوليس د روژې ماتولو دپاره په رينگ روډ د يو هوټل مخې ته ناست وؤ.

پوليس سرچينې وايي په دغه مهال په يو سپين موټر کې څو وسله وال راغلل اؤ په پوليس يې ناڅاپي ناتاره ډزې پيل کړې چې امله يې درې پوليس اؤ د هوټل يو ملازم په ټکي مړۀ ، دوه پوليس اؤ دوه عام وگړي سخت ژوبل شول.

دپيښور د پوليسو يوې مهمې سرچينې وائس اف امريکه ډيوه راډيو ته وئيلي بريدکوونکو ددغو پوليسو دوژلو وروستو دهغوي وسلې هم دځان سره وړې دي.

د ډزو کولو څخه وروستو ورانکاري په تيښته بريالي شوي اؤ تردې مهاله هيچا ددغه بريد پړه په غاړه نه ده اخستې.

دپيښور دپوليسو مشريا سي سي پي اؤ اعجاز خان اؤ يو بل لوړ پوړي پوليس مشر(ايس پي) کينټ محمد فيصل دډزو په دغه پيښه کې ددريوؤ پوليسو دوژل کيدو پخلى کړى اؤ وئيلي يې دي چې ډزو کې دوه اولسي وگړي اؤ دوه پوليس ژوبل شوي هم دي.

. مړۀ اؤ ژوبل کسان دپيښور شيرپاؤ هسپتال ته رسول شوي دي.

په عين حال کې پوليسو دپيښور په حيات اباد سيمه کې يو امنيتي چيک پوسټ سره نزدې يو بم هم ناکاره کړى دى

له دې وړاندې هم نن دجمعې په ورځ دپيښور په وزيرباغ سيمه کې دپوليسو په يو گاډي دسړک دغاړې بمي چاؤدنه شوې وه چې پکې يو پوليس وژل شوى اؤ درې نور ژوبل شوي وؤ.

وائس اف امريکه ډيوه راډيو ته په ليږل شوې خپله يوه خبرپاڼه کې دخيبرپښتونخوا وزيراعلي پرويز خټک په پوليسو دترسره شوؤ حملو غندنه کړې اؤ وئيلي يې دي د صوبې پوليس د پوليسو تاريخ د اولس د سر ومال ساتنې دپاره د قربانو څخه ډک پرو ت دى.

وزيراعلي دوژل شوؤ پوليسو دکورنو لپاره دديرشو، ديرشو لکو اؤ دهوټل دملازم لپاره دپينځوؤ لکو روپو دمعاوضې اعلان هم کړى.

وزيراعلي په پوليسو بريدونو کې دککړو کسانو دقانون منگولو ته دراکش کولو دارادې څرگندونه کړې اؤ هيله يې ښودلې چې پوليس به دصوبې داولس اؤ حکومت سره په گډه خپلې ذمه وارۍ ترسره کوي.

دپاکستان دپوځ لخوا قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دمقامي اؤ بهرنو ترهه گرو په ضد دعملياتو پيل کولو څخه راپديخوا دهيواد په بيلا بيلو برخو اؤ ځانگړې توگه خيبرپښتونخوا صوبه کې په امنيتي ځواکونو بريدونو کې اضافه راغلې ده.

تيره ورځ هم دخيبرپښتونخوا په هنگو ضلع کې دسړک دغاړې په يوه بمي چاؤدنه کې شپږ کسان وژل شوي وؤ.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG