لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کوئټه:نوميالي پښتون ليکوال عبدالباري اسير خاورو ته سپارل شوى


عبدالباري اسير د پښتو ادب په وده کې مهم کردار لوبولى اؤ د”شيدايان پښتو ادب” په نوم ديو ادبي تنظيم له لارې يې د گڼ شمير زلمو ليکونکو فکري روزنه کړې وه
عبدالباري اسير د پښتو ادب په وده کې مهم کردار لوبولى اؤ د”شيدايان پښتو ادب” په نوم ديو ادبي تنظيم له لارې يې د گڼ شمير زلمو ليکونکو فکري روزنه کړې وه

زه چي ګورم شاوخوا دژړا وړدي

هلته هغه دلته دا دژړا وړ دي

زه دكوم يوه په غم كي اوس غمجن شم

نن په سل كي چي اتيا دژړا وړ دي

پام کوم چې خدائې بخښلی عبدالباري اسیر دغه فریاد د پښتنو په اوسنې حال کړی دی. نوموړی د بل هر حساس شاعر او ادیب په شان د خپل چاپیریال د پیښو نه بې غوره نه وو پاتې شوی.

دپاکستان د بلوچستان صوبې سره تعلق لرونکى دپښتو نوميالي شاعراؤ اديب عبدالباري اسير د ورپيښې ناروغۍ له امله پحق رسيدلى اؤ د نهې په ورځ پخپله پلرنۍ سيمه پشين کې خاورو ته سپارل شوى دى.

عبدالباري اسير د پښتو ادب په وده کې مهم کردار لوبولى اؤ دشيدايان پښتو ادب په نوم ديو ادبي تنظيم له لارې يې د گڼ شمير زلمو ليکونکو فکري روزنه کړې وه.

اتیه کلن عبدالباري اسير چې د لاجبرخان ځوئ ؤ دپښتنو د مشهورې قبيلې کاکړ د سنځرخيل سره يې تعلق لرلو اؤ د ژوند زياته برخه يې په هند کې هم تيره کړې وه.

د عبدالباري اسير يو نزدې ملگري اؤ ليکوال نعيم ازاد وائس اف امريکه ډيوه راډيو ته وئيلي هر څو کۀ عبدالباري اسير رسمي لحاظ سره کومې لوړې زده کړې نه وې کړې خو په پشين کې د پښتو د ودې دپاره چې ارواښاد کوم خدمتونه ترسره کړي هغه به ټول پښتانۀ تر پيړو، پيړو ياد ساتي

نوموړي وويل په پشين کې د صاحبزاده حميدالله لخوا د پښتو د ودې ټولنې څخه وروستو زيات خدمات شيدايان پښتو ادب تنظيم ترسره کړي چې ددغه تنظيم بنياد عبدالباري اسير ايښودى ؤ اؤ دغه تنظيم دنوي کول ليکونکي د خپل ادب د بيلابيلو اړخونو اؤ پړاوؤنو سره اشنا کړي دي.

عبدالباري اسير د احساس سترگې په نامه د پشين دليکوالو يوه تذکره هم مرتب کړې وه چې وروستو يې دغه تذکره په اردو ژبه کې د روشن اگتے هاته په نوم چاپ کړه اؤ زيات شهرت يې پيداکړو.

دنوموړي د پښتو شاعرۍ يوه ټولگه د لونگين خيالونه په نوم چاپ ده اؤ د نعيم ازاد په وينا د څلور پينځوؤ مجموعو نوره ناچاپه شاعري هم لري.

عبدالباري اسير هسې خو دشاعرۍ گڼ شمير اصنافو کې تخليق کړى ؤ خو غزل يې د خوښې صنف ؤ اؤ زياتې غزلې يې ليکلي چې ددغو غزلو څخه يو شمير د پښتو مشهورو سندرغاړو د موسيقۍ سره وئيلي هم دي.

نعيم ازاد دا هم وويل چې عبدالباري اسير د پښتنو د انساب يا نسبونو په اړه د تيرو پينځلسو کالو راهسې تحقيق کولو اؤ په دغه لړ کې يې زيات ارزښتناک معلومات راټول کړي وؤ خو ژوند ورسره وفا ونۀ کړه چې دغه تحقيقي اثر ته د چاپ بڼه ورکړي

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG