لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دملا فضل الله د موجودگۍ په اطلاع دگل بهادر په کور بمباري،١٨ جنگيالي وژل شوي

دپوځ دمطبوعاتي څانگې( ائي ايس پي ار) دسرچينو ترمخه دپوځ جنگي الوتکو خيبرايجنسۍ اؤ دشمالي وزيرستان ايجنسۍ په دته خيل سيمو کې دتندلارو په ځالو فضائي حملې کړي.
دپوځ دمطبوعاتي څانگې( ائي ايس پي ار) دسرچينو ترمخه دپوځ جنگي الوتکو خيبرايجنسۍ اؤ دشمالي وزيرستان ايجنسۍ په دته خيل سيمو کې دتندلارو په ځالو فضائي حملې کړي.

امنيتي ځواکونو دنهې په ورځ دپاکستان په قبائيلي سيمو شمالي وزيرستان اؤ خيبرايجنسۍ کې شوؤ تازه عملياتو کې د١٨ؤ جنگيالو دوژلو دعوه کړې ده.

دپوځ دمطبوعاتي څانگې( ائي ايس پي ار) دسرچينو ترمخه دپوځ جنگي الوتکو خيبرايجنسۍ اؤ دشمالي وزيرستان ايجنسۍ په دته خيل سيمو کې دتندلارو په ځالو فضائي حملې کړي.

په دغو فضائي حملو کې خيبرايجنسۍ کې دتندلارو پينځه اؤ شمالي وزيرستان کې ٧ ځالې تباه شوي دي.

دخيبرايجنسۍ دلرې پرتې سيمې تيراه په کوکي خيل سيمه کې دتندلارو په شکمنو ځالو دجنگي جهازونو نه بمباري شوې ده.

دپاکستان جنگي جهازونو دشمالي وزيرستان په دته خيل سيمه کې دبمبارۍ کولو سره دطالبانو دمشر گل بهادر دکور په گډون دتندلارو٧ ځالې تباه کړي اؤ سرچينې وائي چې دغلته کارروائي دپاکستاني طالبانو دمشر ملا فضل الله دموجودگۍ په اطلاع شوې ده.

سرچينې زياتوي دپوځ جنگي جهازونو دته خيل سيمه کې دمقامي طالبانو دمشر گل بهادر په کور وروستو له هغې بمباري وکړه چې ورته اطلاع ترلاسه شوه دغلته دطالبانو دمجلس شورا يوه غونډه روانه ده چې پکې دټي ټي پي مشر ملا فضل الله هم موجود دى.

خو په دغه کارروايۍ کې تر دې مهاله گل بهادر يا ملا فضل الله ته دمرگ ژوبلې اوښتو پخلى نۀ دى شوى، دپاکستان پوځ دوړاندې نه په ډاگه کړې وه چې که گل بهادر يې وليدو نو وژني به يې.

مُلا فضل الله دپاکستاني طالبانو مشر دى اؤ دپاکستان پوځ اؤ حکومت دعوه کوي چې هغه دافغانستان په کونړ يا نورستان ولايت کې دخپلو سلگونو جنگيالو سره پټ دى،پاکستان دهغه خلاف افغان حکومت نه دکارروايۍ غوښتنه هم کړې خو افغان پوځ دريځ لري چې تندلارو ته پناه ورکول دهغوي تگلاره نۀ ده.

دپاکستان پوځ په ١٥م جون شمالي وزيرستان کې دمقامي اؤ غيرملکي ترهه گرو خلاف وروستو له هغې په لويه پيمانه عمليات پيل کړل چې يوه اوونۍ وړاندې دپاکستاني طالبانو تحريک دکراچۍ په هوائي اډه دشوې حملې ذمه واري په غاړه واخسته،دغه حمله کې نزدې ٣٠ کسان وژل شوي وؤ.

افغان اؤ امريکائي چارواکي تور لگوي چې ددغو عملياتو نه وړاندې دسيمې نه دحقاني نيټ ورک دجنګيالو په گډون تندلاري تښتيدلي،پاکستان هم مني چې کيدى شي په لويه کچه دپوځيانو دنقل وحرکت په وجه تندلاري دوړاندې نه خبر شوي وي اؤ تښتيدلي وي خو دريځ لري چې دتندلارو په نخښه کولو کې فرق نۀ کوي.

XS
SM
MD
LG