دمسلم ليگ(ن) مشر اؤ دريلوى وفاقي وزير سعد رفيق وئيلي دي چې حکومت دوزيراعظم نواز شريف اؤ پنجاب دوزيراعلي شهباز شريف په گډون دماډل ټاؤن په پيښه دايف ائي ار درج کولو ته تيار دى.
په ١٧م جون دلاهور ماډل ټاؤن سيمه کې دپوليسو لخوا شوؤ ډزو کې دطاهرالقادري دپاکستان عوامي تحريک ١١ کارکوونکي وژل شوي وؤ اؤ د١٠٠ؤ نه زيات ژوبل شوي وؤ.
يو ايډيشنل ډسټرکټ اينډ سيشن جج پوليسو ته حکم کړى ؤ چې دپي اى ټي په درخواست دې ايف ائي ار درج کړي ، خو دغه عدالتي حکم دلاهورهائيکورټ کې دپي ايم ايل(ن) څلورو وزيرانو خواجه اصف، پرويز رشيد، سعد رفيق اؤ عابد شيرعلي چيلنج کړى ؤ اؤ عدالت دسيشن کورټ فيصله برقراره ساتلې.
پارليمنټ هاؤس نه بهر داطلاعاتو اؤ نشرياتو دوزير پرويز رشيد اؤ دفاع دوزير خواجه اصف سره په شريکه ميډيا سره خبرو کې سعد رفيق وويل دپارليمنټ خاتمه دائين خلاف ده اؤ داستعفي ورکولو نه پس به هغوي اولس ته څنگه مخ کيږي؟
په عين حال کې تيره شپه حکومت سره دمذاکراتو دناکاميدو نه پس دپاکستان عوامي تحريک مشر طاهرالقادري نن غرمه درې بجې د" دانقلاب دورځې" نمانځلو اعلان کړى دى.
تحريک انصاف هم وزيراعظم نه داستعفي پخپله غوښتنه کلک ولاړ دى اؤ عمران خان تيره شپه خپلو پلويانو ته خطاب کې وئيلي چې هغه به نن ماښام شپږ بجې يو اهم اعلان کوي.
ددواړو مشرانو له لوري ددغو سختو بيانونو راتللو نه پس تجزيه کار نننۍ ورځ اهمه گرځوي اؤ په شاهراه دستور دعمران خان دجلسې لپاره هم سخت امنيتي گامونه اخستل شوي دي.
همدغه شان دوزيراعظم نوازشريف په مشرۍ دزيارت په ورځ يوه اهمه مشاورتي غونډه کيږي چې پکې دتحريک انصاف اؤ عوامي تحريک سره دمذاکراتو داودريدو نه پس په رامينځته شوي صورتحال غور کيږي.
سرچينې وائي چې په دغه غونډه کې به دتحريک انصاف اؤ عوامي تحريک په غوښتنو هم غور کولى شي.
خواجه سعد رفيق خبريالانو ته وويل چې دوزيراعظم اؤ کابينې دنورو وزيرانو خلاف دايف ائي ار ددرج کولو لپاره دلاهورهائيکورټ دفيصلې خلاف داپيل دحق لرلو باوجود حکومت دبل اپيل نۀ کولو فيصله کړې دکوم نه چې ظاهريږي حکومت معاملې په پرامنه طريقې سره هوارول غواړي.
نوموړي وويل حکومت دسيشن کورټ دفيصلې سره سم دماډل ټاؤن په پيښه دايف ائي ار درج کولو فيصله کړې ده.
هغه وويل چې حکومت دپي ټي ائي دمشر عمران خان دشپږو نه پينځه غوښتنې منلي خو عمران خان اوس هم دنوازشريف داستعفي ضد کوي.
دپي ايم ايل(ن) مشر وويل دتحريک انصاف نه بغير ټول سياسي گوندونه په دې خبره متفق دي چې دجرم دثابتيدو نه بغير وزيراعظم کور ته ليږل نۀ دي پکار.
رفيق وويل حکومتي استازو دپي ټي ائي سره څو ځله مذاکرات وکړل اؤ پرونۍ اخري غونډه وه چې له هغې وروستو پي ټي ائي دخبرو دختمولو فيصله وکړه.
هغه وويل چې اوس هم حکومت خبرو ته تيار دى اؤ زياته يې کړه چې دعمران خان گوند ته پکار دي چې پارليمنټ يرغمال کوي نۀ اؤ رياست ته دکارکولو اجازت ورکړي.
هغه پوښتنه راولاړه کړه چې ولې داولس منتخب وزيراعظم نوازشريف ته استعفي ورکول پکار دي؟
دعوامي تحريک احتجاج ته په اشارې کولو سره رفيق وويل چې دمعاملې دهواري په غرض يې داصلاحاتو لپاره يو کميشن جوړ کړى اؤ طاهرالقادري ته يې وئيلي چې ددې مشري دې وکړي خو قادري دقومي اؤ صوبائي اسمبلو دماتولو غوښتنه کوي اؤ زياته يې کړه چې دطاهرالقادري غوښتنې غيرائيني دي.
هغه وويل دماډل ټاؤن دپيښې درامينځته کيدو په وخت دپي ايم ايل(ن) قيادت په اسلام اباد کې ؤ اؤ دقادري دمطمئين کولو لپاره يې په تحقيقاتو اتفاق کړى دى.
" مونږ دعمران خان سره طاهرالقادري ته درخواست وکړو چې ښځو اؤ ماشومانو ته دې خپلو کورونو ته دتللو اجازت ورکړي"
سعد رفيق وويل چې طاهرالقادري دې دمذاکراتو لاره خپله کړي اؤ خپل پلويان دې دډال په توگه نۀ استعمالوي.
هغه وويل دخپلو تيرو غلطيانو نه يې سبق زده کړى اؤ په تشدد باور نۀ ساتي،دهغه وينا وه پاکستان دټولو دپاره دى اؤ دماډل ټاؤن په پيښه ايف ائي ار درج کولو ته تيار دي.
دهغه وينا وه چې په احتجاج بوختو دواړو حکومت مخالفو مشرانو ريډزون ته دنۀ داخليدو په حواله خپلې وعدې ماتې کړي خو حکومت به دزغم نه کار اخلي.
په دغه موقع ددفاع وزير خواجه اصف هم خبريالانو ته وويل چې مظاهرين دتشدد کوشش کوي خو که هر څه راپيښيږي حکومت به دبرداشت نه کار اخلي.
هغه وويل " حکومت به هاغه څه کيدو ته نۀ پريږدي چې هغوي يې غواړي، مونږ به امن باوري کوؤ"
ددفاع وزير وويل کومه ژبه چې عمران خان اؤ قادري استعمالوي دهغې په ډاگه کيږي چې هغوي يواځې بدنظمي اؤ وينې توئيدل غواړي خو حکومت به دخلکو دژوند تحفظ کوي.
داطلاعاتو وزير پرويز رشيد هم وئيلي دي چې دماډل ټاؤن په پيښه په ځان "ددروغو" ايف ائي ار درج کولو ته تيار دي.
داطلاعاتو وزير وئيلي حکومتي هيئت طاهرالقادري سره مذاکراتو کې دماډل ټاؤن په پيښه دوزيراعظم نوازشريف خلاف دايف ائي ار په درج کولو رضامندي ښودلې وه خو شرط يې ايښودى ؤ چې قادري دې بې گناه ښځې اؤ ماشومان اؤ بې وسه خلک دخپلې يرغمالۍ نه ازاد کړي اؤ هغوي دې کورونو ته پريږدي.