لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پروفيسراجمل خان طالبانو نه راخلاص کړل شوى دى


طالبانو د اجمل خان خوشې کولو دپاره د خپلو بندي مشرانو دخوشې کولو غوښتنه کړې وه
طالبانو د اجمل خان خوشې کولو دپاره د خپلو بندي مشرانو دخوشې کولو غوښتنه کړې وه

سرچينې وايي د پاکستاني طالبانو لخوا څلور کاله وړاندې تښتول دخيبرپښتونخوا صوبې د سرښار پيښور داسلاميه کالج يونيورسټۍ وائس چانسلر پروفيسر اجمل خان امنيتي ځواکونو شمالي وزيرستان کې د عملياتو په مهال د تښتوونکو د منگولو څخه روغ رمټ راخلاص کړى اؤ نوموړى خپل کور ته رسيدلى دى.

دخيبرپښتونخوا صوبې وزيراعلي پرويزخټک د پروفيسر اجمل خان په راخوشې کيدو دخوشحالۍ څرگندونه کړې اؤ وئيلي يې دي اوس د صوبې ځواکونه دومره پياوړي کړل شوي چې نور به څوک د اجمل خان غوندې تعليمي شخصيات د صوبې نه ونۀ تښتوي

پروفيسر اجمل خان چې دتعليم په څانگه کې يو ځلنده نوم دى په ستمبرکال 2010ء کې وسله والو طالبانو دپيښور څخه هغه مهال تښتولى ؤ کله چې هغه په خپل گاډي کې يونيورسټي ته روان ؤ.

پاکستاني طالبانو داجمل خان سره د هغۀ ډرائيور هم تښتولى ؤ خو وروستو يې دغه ډرائيور خوشې کړى ؤ اؤ د اجمل خان د خوشې کولو دپاره يې حکومت ته د ځينو هاغو مهمو طالب مشرانو دخوشې کولو غوښتنه کړې وه چې په حکومتي زندانونو کې پراتۀ دي.

پروفيسر اجمل خان د عوامي نيشنل پارټۍ د مشر اسفنديار ولي خان نزدې خپلوان دى اؤ هغه دعوامي نيشنل پارټۍ د حکومت په مهال تښتول شوى ؤ.

د تښتول کيدو وروستو دپاکستاني طالبانو تحريک دپروفيسراجمل خان گڼ شمير ويډيو اؤ اډيو پيغامونه خپارۀ کړي وؤ په کوم کې چې هغه دحکومت نه غوښتي وؤ چې صحت يې د طالبانو په بند کې ډير خراب دى اؤ بايد دهغۀ د خوشې کيدو دپاره د طالبانو غوښتنې ومنل شي .

خو دعوامي نيشنل پارټۍ اؤ دهغې نه وروستو حکومتونو د اجمل خان د خوشې کيدو په اړه د طالبانو غوښتنې رد کړې وې.

د زيارت په شپه ناوخته پوځي سرچينو وئيلي چې پاکستاني پوځيانو پروفيسر اجمل خان په خيريت سره د تښتوونکو دمنگولو څخه راخلاص کړى خو دا نه ده په ډاگه شوې چې دهغۀ تښتوونکي هم نيول شوي اؤ که نه ؟

دپاکستاني ميډيا وينا ده چې اجمل خان خپل کور ته رسيدلى اؤ دهغۀ د کورنۍ غړو اؤ مدني ټولنو د پروفيسراجمل خان په خوشې کيدو د خوشحالۍ څرگندونه کړې ده.

دخيبرپښتونخوا وزيراعلي پرويز خټک وائس اف امريکه ډيوه راډيو ته پخپل يو ليږلي بيان کې د پروفيسر اجمل خان په راخوشې کيدو اؤ کور ته په خيريت سره په رسيدو دخوشحالۍ د څرگندونې ترڅنگ د پوځ کردار ستائيلى اؤ وئيلي يې دي چې د اجمل خان راخلاصيدل د امنيتي ځواکونه يوه ستره کاميابي ده.

هغه وئيلي اوس يې دصوبې امنيتي ځواکونه زيات پياوړي کړي اؤ ورانکاري نه شي کولى چې د اجمل خان په څير د صوبې مهم شخصيات د ټوپک په زور اغواء کړي

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG