دتيرو دريوؤ اوونو راهسې اسلام اباد کې دحکومت خلاف په احتجاج بوخت گوند تحريک انصاف سره دشورو په ورځ دليدلو وروستو دسياسي گوندونو جرگې غړو ددواړو خواؤ ترمينځ مذاکراتو کې دپرمختگ اميد څرگند کړى اؤ پي ټي ائي اؤ پي اى ټي حکومت سره خبرو ته تيار شوي دي.
دجرگې مشر سراج الحق وئيلي دي چې دتحريک انصاف اؤ حکومت ترمينځ دخبرو نه پس وئيلى شي چې دسياسي کړکيچ حل کې ٧٠ فيصده کاميابي ترلاسه شوې ده.
دجماعت اسلامي دمشر سراج الحق په مشرۍ داپوزيشن جرگې دپاکستان تحريک انصاف دقيادت سره يوځل بيا خبرې اترې کړي دي.
په دغه جرگه کې دسراج الحق نه علاوه دپي پي پي رحمان ملک، دبي اين پي عوامي نه کلثوم پروين ، دجماعت اسلامي نه لياقت بلوچ شامل دي.
دجماعت اسلامي مشر سراج الحق تيره ورځ وئيلي وؤ که چرې پي ټي ائي اى پي اى ټي په يو سياسي تړون متفق کيږي نو سياسي گوندونه دهغوي ضامن جوړيدو ته تيار دي اؤدپيپلز پارټۍ مشر رحمان ملک وئيلي وؤ چې قوم به ډير زر زيرى واوري.
ميډيا سره خبرو کې دجماعت اسلامي مشر سراج الحق وويل دا يوه مثبت ملاقات ؤ خو ډيډلاک اوس هم شته.
سراج الحق وويل چې ٧٠ فيصده کار مکمل شوى اؤ هغوي هيله کوي چې يو حل به را اوځي.
دجماعت اسلامي مشر وويل حکومت ته مشوره ورکول غواړي چې د سختو بيانونو جاري کولو نه ډډه وکړي.
هغه وويل که دواړه خواوې دصبر نه کار واخلي نو باور کوي چې هغوي ددغه بحران دخاتمې نه لرې نۀ دي.
سراج الحق وويل چې حکومت نه غوښتنه کوي چې خپله رويه دې مثبته کړي اؤ دسختو لفظونو استعمالولو نه دې ډډه وکړي، هغه وويل چې دمکمل بحران نه وتلو لپاره به يو څه وخت لگي.
سراج الحق وويل کاميابي يقيني ده اؤ دمايوسۍ تيارۀ نۀ بلکې داميد شمع روښانه ده خو دوزيرانو دسختو بيانونو نه دمشکلاتو پيدا کيدو انديښنه ده.
پي ټي ائي سره دجرگې دليدلو وروستو ميډيا سره خبرو کې دپيپلز پارټۍ سينيټر رحمان ملک وويل مينه،مينه پيدا کوي اؤ زياته يې کړه چې پي ټي ائي هيڅ هم منفي نۀ دي وئيلي.
هغه وويل وزيراعظم ته درخواست کوي چې دکوم فرد په اړه خبره نۀ کوي اؤ دپي اى ټي کميټۍ ته يې هم دمذاکراتو په ذريعه دمعاملې دهوارولو وينا کړې ده.
رحمان ملک دډيډلاک په ختميدو کې داپوزيشن دجرگې دکردار ستائينه وکړه.
هغه وويل چې هر څوک يو پرامنه حل غواړي اؤ باور کوي چې په راتلونکو يو يا دوؤ شواروزو کې به هر څه معمول ته راشي.
هغه وويل دا خيال چې گنې سياست دانان په مکمله توگه ناکام شوي سم نۀ دى اؤ زياته يې کړه چې سياست دانان دډير وخت نه دروان بحران دهوارولو کوششونه کوي.
رحمان ملک حکومتي ډلې ته درخواست وکړو چې خپله رويه کې دې لچک راولي اؤ دمذاکراتو دکاميابۍ څرگندونه يې وکړه.
دپاکستان تحريک انصاف مرستيال صدر مخدوم شاه محمود قريشي ميډيا سره خبرو کې وئيلي دي چې حکومت دهغوي دغوښتنو مثبت ځواب ورکړى اؤ نن دشپې ٨ بجې به دجهانگير ترين په کور کې حکومتي ډلې سره خبرې اترې کوي.
قريشي وويل پي ټي ائي پارليمنټ يو مقدس ځايې گڼي اؤ په ډاگه کوي چې دپارليمنټ احاطه کې دتحريک انصاف کوم کارکوونکى موجود نۀ دى اؤ که چرې دعوامي تحريک کارکوونکي دغلته موجود وي نو هغوي ته درخواست کوي چې دپارليمنټ احاطه دې خالي کړي.
بل لوري ته دپاکستان پيپلز پارټۍ شريک چئيرمين اصف علي زرداري هم دشورو په ماښام اسلام اباد ته رسيدلى اؤ دملک دموجوده سياسي کړکيچن صورتحال په تناظر کې يې دپيپلز پارټۍ دقومي اسمبلۍ دغړو غونډه نن ماښام راغوښتې ده.
همدغه شان راپورونه وائي چې داپوزيشن له لوري دجماعت اسلامي دامير سراج الحق په مشرۍ کې دجوړې شوې جرگې سره دليدلو وروستو پاکستان عوامي تحريک حکومت سره خبرو کې دخنډ په ختمولو راضى شوى اؤ عوامي تحريک به دشپې لس بجې دجرگې په موجودگۍ کې حکومتي ډلې سره خبرې کوي.
په عين حال کې وفاقي وزير اؤ دمسلم ليگ(ن) يو مشر احسن اقبال يو پريس کانفرنس ته دخطاب په وخت وئيلي دي چې ددنيا په يو جمهوريت کې هم بشپړې ټولټاکنې نۀ وي،دهغه په قول " تر دې چې په امريکا اؤ انډيا کې هم دانتخاباتو دعمل په مهال مشکلات وي"
هغه وويل چې په نگران حکومت کې دمسلم ليگ(ن) کوم غړى شامل نۀ ؤ اؤ دزياترو تعلق دپي پي پي سره ؤ.
حکومت مخالفه ډلې پاکستان تحريک انصاف اؤ پاکستان عوامي تحريک دتيرو دريوؤ اوونو راهسې داسلام اباد په زياته حساسه سيمه (ريډزون) کې دحکومت خلاف احتجاج کوي اؤ وزيراعظم نواز شريف نه داستعفي غوښتنه کوي.
نوازشريف دريځ لري چې هغه دهيواد دکروړونو اولس منتخب وزيراعظم دى اؤ دوزيراعظم دچوکۍ نو دهغه دلرې کولو لپاره په ائين کې طريقه کار درج دى اؤ څوک يې داحتجاجونو اؤ مظاهرو له لارې نۀ شي لرې کولى.
تحريک انصاف مشر عمران خان تور لگوي چې دمئ ٢٠١٣م په عامو انتخاباتو کې واکمن گوند پي ايم ايل(ن) دهاغه وخت دچيف جسټس افتخار چوهدري اؤ اليکشن کميشن سره په شريکه په لويه پيمانه دهاندلي کړې وه.
خو پخواني چيف جسټس اؤ اليکشن کميشن دهغه دغه تورونه رد کړي اؤ وزيراعظم نواز شريف تيره مياشت قومي ته په ټي وي اؤ ريډيو خپل خطاب کې انتخاباتو کې دشکمنې دهاندلۍ دتورونو تحقيقاتو لپاره دسپريم کورټ په دريوؤ ججانو دمشتمل عدالتي کميشن دجوړولو تجويز وړاندې کړى ؤ.
خو عمران خان دريځ لري چې په اقتدار کې دنوازشريف دپاتې کيدو سره ددهاندلۍ ازادانه تحقيقات نۀ شي کيدى ځکه هغه دې دشفافو تحقيقاتو باوري کولو لپاره ديوې مياشتې لپاره مستعفي شي.