لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پيښور کې وسله والوبل سکهـ وژلى


 دپوليسو يو بل مشر اعجاز خان ترمخه هرجيت سنگهـ دپيښور ليډي ريډنگ هسپتال ته ددغه پيښې وروستو وړل شوى اؤ دغلته يې ساه ورکړې ده اؤ زياته کړې يې ده چې دغه پيښه هدفي وه.
دپوليسو يو بل مشر اعجاز خان ترمخه هرجيت سنگهـ دپيښور ليډي ريډنگ هسپتال ته ددغه پيښې وروستو وړل شوى اؤ دغلته يې ساه ورکړې ده اؤ زياته کړې يې ده چې دغه پيښه هدفي وه.

دخيبرپښتونخوا سرښار پيښور کې دخالي په ورځ نامعلومو وسله والو په ډزو سره دسکهـ ورورولۍ سره تعلق لرونکى يو تاجر وژلى دى.

دهرجيت سنگهـ په نوم دغه ٢٥ کلن سکهـ دپيښور په نوتيه علاقه دگلبرگ پوليسو دتاڼې په حدودو کې وسله والو وژلى دى. دگلبر پوليسو دتاڼې مشر(ايس ايچ او) رياض علي شاه وينا ده چې هرجيت سنگهـ نوتهيا کې دخپل دوکان دننه ناست ؤ چې چې نامعلوم وسله وال ورغلل اؤ په هغه يې ناتاره ډزې وکړې.

دپوليسو يو بل مشر اعجاز خان ترمخه هرجيت سنگهـ دپيښور ليډي ريډنگ هسپتال ته ددغه پيښې وروستو وړل شوى اؤ دغلته يې ساه ورکړې ده اؤ زياته کړې يې ده چې دغه پيښه هدفي وه.

پيښور کې دسکهانو درورولۍ خلاف دغه شان پيښې اکثره رامينځته کيږي اؤ په ٦م اگست هم يو سکهـ وژل شوى ؤ اؤ ددغه پيښې خلاف پيښور کې ميشته سکهـ ورورولۍ احتجاج کړى اؤ دټائرونو په سوزولو سره يې سړکونه بند کړي وؤ.

همدغه شان دوه ورځې وړاندې هم مردان کې ديو دوکان دننه دسکهـ ورورولۍ يو بل تن هم وژل شوى ؤ.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG