لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په ملالې دحمله کوونکو نيول پاکستان لپاره "اميد" دى،ضياء الدين يوسفزئ


 دپاکستاني پوځ وياند ميجر جنرال عاصم باجوه دجمعې په ورځ خبريالانو ته وئيلي وؤ چې دسوات په ملالې يوسفزئ حمله کې دککړې ډلې ١٠ جنگيالي امنيتي ځواکونو نيولي دي.
دپاکستاني پوځ وياند ميجر جنرال عاصم باجوه دجمعې په ورځ خبريالانو ته وئيلي وؤ چې دسوات په ملالې يوسفزئ حمله کې دککړې ډلې ١٠ جنگيالي امنيتي ځواکونو نيولي دي.

دپاکستان دخيبرپښتونخوا دسوات سيمې سره تعلق لرونکې طالب علمې ملالې يوسفزئ پلار ضياء الدين يوسفزئ دپاکستان دپوځ له لوري پخپلې لور دحمله کوونکې تندروه ډلې نيول دملک لپاره داميد حقيقي شروعات گرځولي دي.

دپاکستاني پوځ وياند ميجر جنرال عاصم باجوه دجمعې په ورځ خبريالانو ته وئيلي وؤ چې دسوات په ملالې يوسفزئ حمله کې دککړې ډلې ١٠ جنگيالي امنيتي ځواکونو نيولي دي.

دماشومانو اؤ په ځانگړې توگه دجينکو دتعليم دحق لپاره په غږ پورته کوونکې ملالې يوسفزئ اکتوبر ٢٠١٢م کې دسوات په مينگوره ښار کې حمله شوې وه چې پکې هغه سخته ژوبل شوې وه.

ددغه حملې ذمه واري طالبانو په غاړه اخستې وه اؤ ميډيا ته يې وئيلي وؤ که ملاله په دغه حمله کې ژوندۍ پاتې شوه نو بيا به يې هم په نخښه کوي.

ددغه حملې نه پس اول پيښور اؤ بيا دراولپينډۍ په پوځي هسپتالونو کې دملالې ابتدائي علاج وشو اؤ وروستو هغه برطانيې ته ديو ځانگړي جهاز په ذريعه ورسول شوه اؤ دغلته يې علاج وشو، ملاله يوسفزئ هم په دغه ملک کې ميشته ده اؤ تعليم حاصلوي.

دملالې يوسفزئ په ويب پاڼه دهغې پلار ضياء الدين يوسفزئ پخپل يو بيان کې وئيلي دي چې په ملالې يوسفزئ حمله کې دککړو کسانو نيول دقانون دواکمنۍ په لوري يو اهم گام دى.

هغه وائي " دا دحکومت دعملدارۍ دشروعاتو په لوري حقيقي پرمختگ دى، چرته چې دقانون عملداري اؤ انصاف دټولو لپاره وي"

ملالې يوسفزئ دماشومانو دتعليم دحق لپاره په غږ پورته کولو دنړيوال نوبل امن انعام لپاره هم نومول شوې وه.

دپاکستاني پوځ دوياند ترمخه په ملالې په ملالې يوسفزئ حمله دشورا نومې يوې ډلې کړې وه اؤ دغه ډلې به دپاکستاني طالبانو دموجوده مشر مُلا فضل الله په وينا عمل کولو.

جنرل عاصم وئيلي په ملالې يوسفزئ حمله کې دوؤ ترهه گرو برخه اخستې وه چې اول يې دهغې پيژندگلو وکړه اؤ بيا يې پرې ډزې وکړې اؤ ددې ترڅنگ يې دهغې دسکول په گاډي ډزې هم کړې وه چې پکې دوه نورې طالب علمانې شازيه اؤ کائنات هم ژوبل شوې وې.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG