پوليس وائي دپاکستان دبلوچستان صوبې سرښار کوئټه کې دخالي په شپه يو ځانمرگي بريد کې لږ ترلږه پينځه کسان وژل شوي دي.
کيپيتل سټي پوليس افسر(سي سي پي) کوئټه عبدالرزاق چيمه وائي چې چاؤدنه يو ځانمرگي کړې ده.
هغه وائي چې ځانمرگي په هزاره ټاؤن سيمه کې ځان دخلکو په مينځ کې الوځولى اؤ زياته کړې يې ده په کوم وخت کې چې ځانمرگي ځان والوځولو نو سيمه کې په گڼ شمير کې خلک داختر دسودا په اخستو بوخت وؤ.
هزاره ټاؤن دکوئټې دشيعه هزاره قوميت سره دلرونکو خلکو اکثريتي سيمه ده اؤ دغلته تندلارو په تيرو وختونو کې هم دغه شان حملې ترسره کړي دي.
دخالي په شپه هزاره ټاؤن کې شوې دغه خودکش حمله کې گڼ شمير خلک ژوبل شوي هم دي.
ژوبل کسان دعلاج لپاره بولان ميډيکل کمپليکس اؤ کمبائنډ ملټري هسپتال ته دعلاج لپاره رسول شوي دي.
دبلوچستان حکومت وياند جان محمد بليدي خبريالانو ته وئيلي چې دچاؤدنې نه پس ټولو حکومتي هسپتالونو کې ايمرجنسي نافذ کړل شوې ده.
ددغه چاؤدنې غږ تر لرې لرې اوريدل شوى اؤ په وجه يې سيمه کې سخته ويره ترهه خوره شوې ده، امدادي ډلې دچاؤدنې ځايې ته رسيدلي اؤ ژوبل کسان يې هسپتالونو ته رسولي.
دچاؤدنې نه پس سيمه کې ډزې هم شوي چې له دې وروستو دسيمې دوکاندارانو خپل دوکانونه تړلي دي.
دپيښې ځايې ته په گڼ شمير کې پوليس اؤ دايف سي ځواکونه رسيدلي اؤ ټوله سيمه يې پخپله ولقه کې اخستې.
له دې وړاندې هم نن دکوئټې په اسپني روډ يوه چاؤدنه کې اووۀ کسان ژوبل شوي وؤ، پوليس وائي چې ددغه چاؤدنې هدف ډپټي سپرنټډنټ اف پوليس ؤ.
دپاکستان په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دجون په مياشت کې دپوځ له لوري دطالبانو په ضد دعملياتو پيل کيدو راپديخوا دپاکستان په بيلا بيلو برخو کې بمي چاؤدنو کې اضافه راغلې، دخيبرپښتونخوا په کوهاټ ضلع کې هم نن يوه بمي چاؤدنه کې شپږ کسان وژل شوي دي.
ددغو چاؤدنو ذمه واري تر دې مهاله چا په غاړه نۀ ده اخستې ، خو له دې وړاندې دملک مختلفو برخو کې دشوؤ چاؤدنو ذمه واري پاکستاني طالبانو په غاړه اخستې اؤ هغوي دوزيرستان دعملياتو نه پس دبمي چاؤدنو دړکه هم کړې ده.