اسلام اباد کې دجمعې په ورځ ترسره شوې دقومي سلامتۍ دکميټۍ غونډه کې واضحه کړل شوې چې پاکستان به سيمه کې دکوم ملک سياسي، پوځي اؤ سټريټجک سرلوړۍ ته سرنۀ ټيټوي.
دوزيراعظم نواز شريف په مشرۍ دملک دسياسي اؤ عسکري قيادت دغه اهمه غونډه کې دپاکستان اؤ بهارت په پوله داوسني تاؤتريخوالي نه پس په رامينځته شوي تاؤژن صورتحال اؤ قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دترهه گرو خلاف دروانو پوځي عملياتو جاج اخستل شوى دى.
دجمعې په ورځ دقومي سلامتۍ غونډې ته په وينا کې دپاکستان وزيراعظم نواز شريف وئيلي که پوځ قربانۍ ورکړي نو ترهه گرو هم دروند قيمت ادا کړى.
وروستو دغونډې په اړه ميډيا ته دحال احوال تيرولو په مهال داخله وزير چوهدري نثارعلي خان اؤ داطلاعاتو اؤ نشرياتو وزير پرويز رشيد وويل پاکستان انډيا سره دامن اؤ مذاکراتو په ماحول کې ټولې معاملې هوارول غواړي
داخله وزير وويل چې پاکستان دهندوستان په گډون ټولو گاونډي ملکونو سره امن ته ليواله دى خو دڅه قسمه جارحيت خلۀ ماتى جواب به ورکولى شي.
چوهدري نثار وويل دهندوستاني پوځ له لوري په يو مذهبي تهوار ناتاره اؤ پارونکې ډزي شوي چې درينجرز اؤ پوځ لخوا ورته سخت جواب ورکړل شوى.
هغه وويل چې اوس مهال دپاکستاني پوځونو ټول پام دشمالي وزيرستان په لوري ده، ځکه دهندوستان لخوا ددغه جارحيت پشا خاص مقصدونه په نظر راځي.
داخله وزير وويل چې دپاکستان دازادۍ، خپلواکۍ اؤ سلامتۍ به په هر حال کې تحفظ کولى شي.
هغه خبردارى ورکړو چې هندوستان ته اندازه لگول پکار دي چې پاکستان يو اټمي طاقت دى اؤ دهندوستان سياسي قيادت دې هم دمهم جويۍ نه ډډه وکړي ځکه چې دواړه ملکونه ايټمي طاقت دى.
هغه وويل چې پاکستان به دملگرو ملتونو سيکرټري جنرل اؤ پينځه اهم ملکونه دصورتحال نه خبروي اؤ په دې حواله به يو ځانگړى استازى هغوي ته ليږلى شي.
چوهدري نثار وويل دملگرو ملتونو مبصرين به دسرحدي علاقو دوره کوي ، ترڅو هغوي دغلته دخلکو سره خبرې وکړي اؤ په اصل صورتحال ځان پوهه کړي.
هغه وويل غيرملکي سفيران به هم خارجه دفتر ته رابللى شي اؤ ورته به حال احوال تيرولى شي.
دپاکستان اؤ بهارت ترمينځ په ورکنگ باؤنډرۍ اؤ دکشمير دلانجمنې سيمې په ويشونکې کرښه(لائن اف کنټرول ) ډزو اؤ گوله بارۍ کې گڼ شمير خلک مړۀ شوي اؤ ژوبل شوي دي.
ددواړو ملکونو ترمينځ ٢٠٠٣م کې داوربند تړون شوى ؤ اؤ په پوله دډزو دغه اوسنۍ پيښه دياد شوي تړون سخته خلاف ورزي گرځولى شي.
ددواړو ملکونو په پوله رامينځته شوي تاؤژن صورتحال دپاکستان اؤ بهارت په اړيکو کې يوځل بيا تريخوالى سيوا کړى.
دجمعې په ورځ دپاکستان مختلفو ښارونو کې دمذهبي گوندونو له لوري په دغه تاؤژن صورتحال دبهارت خلاف اؤ هندوستاني ښارونو کې دپاکستان خلاف دلاريونونو ويستو اعلان شوى دى.
ددواړو ملکونو په پوله دډزو دپيښو نه پس دپاکستان اؤ بهارت خارجه وزيرانو يو بل ته دړکې هم کړي اؤ ملگرو ملتونو اؤ امريکا په دواړو ملکونو دصبر نه دکار اخستو اؤ دمذاکراتو په ذريعه دمعاملې دحل لټولو غږ کړى دى.
دقومي سلامتۍ غونډه کې شمالي وزيرستان کې دروانو پوځي عملياتو هم جاج اخستل شوى، وزيراعظم نواز شريف دزيارت په ورځ ددغه قبائيلي سيمې دوره کړې وه اؤ دغلته يې دحالاتو نه ځان خبر کړى ؤ.