لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دبدرمنير دکليزې په ورځ پښتنو نه خپل لويې هيرو هير ؤ ؟


د بدرمنير شپږم تلين په دومره خاموشۍ تير شو لکه چې بدرمنير بيخي يو گونگ فنکار ؤ اؤ د يو پښتون غوږ ته هم دبدرمنير اواز چرې په ژوند کې هم نۀ ؤ رسيدلى
د بدرمنير شپږم تلين په دومره خاموشۍ تير شو لکه چې بدرمنير بيخي يو گونگ فنکار ؤ اؤ د يو پښتون غوږ ته هم دبدرمنير اواز چرې په ژوند کې هم نۀ ؤ رسيدلى

بدرمنير ! څومره درنه نامه ده. چانه به هير شيبدرے هاغه بدرے چې کله به دسينيما په پرده فلم روان ؤ اؤ بدرے به پکې راښکاره شو نو سينيما کې ناستو فلم کتونکو به چغې جوړې کړې ، شپيلي به شول ، د لاسونو پړقا به وه ، د سينيما کرسۍپه ډبولو شوې اؤ – بيا به بدرمنير پخپله مخصوصه لهجه کې وويل آآآ قسم مې دې په خدايې وي ، ترڅو چې ستاسو په ککرو کې اوبه ونۀ څکم – زۀ نۀ شم مړ کيدى ، نه شم مړ کيدى – آآآ ټيشوم.

اؤ د بدرمنير سوک به ولن ته څه ورغلو چې د فلم کتونکو دخوښۍ جذبات به د سينو نه په راوتلو شول.

د پښتو فلمونه ددغه لويې نوم نه شروع کيږي ، اؤ کۀ د زرين دور خبره يې کوو نو هم دبدرمنير په نوم ختميږي.

خو نن د خالي په ورځ چې د بدرمنير د مرگ شپږمه کليزه وه ، هيچا دغه لويې فنکار هاغسې ياد نۀ کړو لکه څومره چې ديادؤلو وړ ؤ.

د بدرمنير شپږم تلين په دومره خاموشۍ تير شو لکه چې بدرمنير بيخي يو گونگ فنکار ؤ اؤ د يو پښتون غوږ ته هم دبدرمنير اواز چرې په ژوند کې هم نۀ ؤ رسيدلى .

دپښتو فلمونو نوميالي هيرو اؤ د بدرمنير نزدې ملگري اصف خان نه مو چې کله وپوښتل ولې ددومره لويې هيرو تلين په کروړونو پښتنو کې چا ونۀ نمانځلو؟ هغه وائس اف امريکه ډيوه راډيو ته وويل اصل کې ملکي حالات خراب دي ،سټوډيو گانې هم بندې دي ځکه نو د بدرمنير کليزه هاغه شان په درناوي ونۀ نمانځل شوه لکه څنگه چې پکار وه

خو کله چې اصف خان نه وپوښتل شول چې که حالات خراب دي نو بيا نن ستاسوفلمو نه څنگه په سينيماگانو خلک گوري نو وئ وئيل داخو د حکومت ذمه واري ده چې خپل هيروگان ياد کړي ، بدرصيب لويې فنکار ؤ ، پکار ده چې نن د هغۀ دشان مطابق حکومت پروگرامونه راجوړکړى وى

اصف خان چې پښتو فلم انډسټرۍ کې تر ټولو تعليم يافته فنکار ياديږي کله چې ترې ډيوه راډيو تپوس وکړو چې که حکومت پښتانۀ فنکاران نۀ يادوي نو چرته تاسو د حکومت په دغه رويه د احتجاج ضرورت محسوس کړى ؟

د اصف جواب و اصل کې فنکارانو سره دومره پيسې نۀ وي چې هغه خپل خلک ياد کړي ، ځکه چې مونږ ته دفلمونو ډيرې کمې معاوضې راکولى شي

دپښتو د نوي دور د فلمونو يو بل هيرو شاهد خان نه چې مو کله د بدرمنير د کليزې په خاموشۍ سره دتيريدو علت وپوښتلو نو هغه وويل نن دپيښور په نشتراباد کې مونږ څو کسان راټول شوي وؤ اؤ دبدرمنير کليزه مو نمانځلې ده خو دا په اصل کې د حکومت ذمه واري ده چې خپل اتلان اؤ هيروگان ياد کړي

هغه وويل بدرمنير صرف يو فنکار نۀ ؤ بلکې د فن يوه داسې اکيډمي وه چې ترڅو د هغه فلمونه په دنيا وي نو فلمي صنعت ته راتلونکي هنرمندان به د هغۀ د اداکارۍ نه زده کړې کوي.

بدرمنير په کال 1942ء کې د خيبرپښتونخوا د سوات سيمې په شاه گرام علاقه کې د يو جومات د ملا قوت خان په کور کې زيږيدلى ؤ.

راقم سره د بدرمنير د نزدې ناستې پاستې په اساس ( د بدرمنير په وينا) څنگه چې دهغه پلار د جومات ملا ؤ همدغه شان يې غوښتل چې د بدرمنير نه هم يو ملا جوړ کړي خو د هغۀ مست ، شوخ اؤ سيلاني طبعيت کله د کلي په کچه جومات کې هغه خپل ټول تيرولو ته پريښودو.

بدرمنير د ښه ژوند په تکل کې د سوات نه پيښور ته وکوچيدو، کرايه هم ورسره نۀ وه ، څه مزل پياده کړى ، څه په گاډي کې !

اؤ په ډير زړۀ چاودون چې کله د ملاکنډ د غر نه را واوختو نو د مردان په تخت بهايي سيمه کې چې کله يو جومات ته د مونځ دپاره ورغلو نو دومره ستړى شوى ؤ چې د نمونځ کولو څخه وروستو يې په دغه جومات کې ډډۍ وهلو يا دمې کولو ته زړۀ وشو خو چې کله يې د جمعې نه وروستو په جومات کې د ځان دمه کولو په غرض خپې وغځولې نو پياده سفر دومره ستړى کړى ؤ چې هډو په ځان پوهه شوى نۀ ؤ اؤ خوب وړى ؤ

د بدرمنير د وينا په اساس کله چې د خوبه راويښ شو اؤ پيښور ته يې د سفر تابيا وکړه نو څه گوري چې په جومات کې ترې د خپو څپلۍ هم چا پټې کړي دي اؤ بدرمنير ابله خپې ددغه جومات نه د مزدورۍ په تکل کې دپيښور لاره ونيوه ،

د قسمت کړۀ وؤ ! هاغه ته لمړۍ مزدوري په پټو کې د غنمو د لوؤنو کولو په لاس ورغله ، خو چې لوؤ به يې کوؤ نو د ځان نه به يې پوښتنه پيدا شوه چې ښه نو دا اوس څه شو، ما خپل کور ، کلے ، مور ،پلار ، روڼه ،خويندې اؤ خاندان ددې لوؤنو دپاره پريښودل ؟

اؤ د ښې ورځې غم ؤ چې بدرمنير يې کراچۍ ته ورسولو .

په کراچۍ کې يې څو پښتنو مزدورانو ته ووئيل چې دلته بلدتيا نۀ لري ، نوى دى ، بايد کار ورته پيداکړي ،دغو مزدورانو بدرمنير د ځان سره دسړکونو جوړيدو دپاره د روړې يا کاڼو د ماتولو مزدورۍ له بوتلو .

ترڅه مودې يې په سړکونو کاڼي مات کړل. بيا په يو هوټل کې بيره شو اؤ چې لږ يې حالات ښۀ شول نو د خرگاډي مزدوري يې شروع کړه .

خو په دغه مينځ کې يې د پټو لارو يو چکر ايران ته هم وهلى ؤ چې هاغه يوه بيله اوږده قيصه ده.

د خرگاډي د مزدورۍ دوران کې ورته د کورونو جوړولو دپاره د بولاکونو يوه پهره د کراچۍ فلمي سټوډيو ته په لاس ورغله .

اؤ کله چې په لمړي ځل هغه خپل خر گاډى د رنگينو نه ډکې سټوډيو ته وردننه کړو نو داسې يې وگڼله لکه چې د اوږد سفر نه وروستو يې ايله خپل منزل موندلى وي .

په لنډو ټکو کۀ يې وايو نو بدرمنير ته بيا قسمت په هم دغه سټوډيو کې د اردو فلمونو د نوميالي هيرو وحيدمراد مرحوم سره په دفتر کې دچپړاسي په توگه د کار کولو موقعه په لاس ورکړه اؤ بدرمنير ددغه موقعې نه دومره فائده واخسته چې د چپړاسي نه يې ځان لائت مين ته ورسولو.

اؤ بيا کله چې په کال 1970ء کې فلم ساز عزيز تبسم د پښتو د اولسي شاعر علي حيدر جوشي په ليکل شوې رومانوي قيصه يوسف خان شيربانو دپښتو د اولني فلم جوړولوتابيا وکړه نو د علي حيدر جوشي په وړانديز هم بدرمنير ددغه فلم هيرو واخستل شو.

د يوسف خان شيربانو فلم ريليز کيدو سره سم په بدرمنير د خپل بند قسمت دروازې پرانستل شوې ، اؤ هغه د پښتو ، اردو اؤ پنجابۍ په خواوشا څلور نيمو سوؤ فلمونو کې دهيرو په توگه کار وکړو.

خو هغه دپښتو فلمونو داسې هيرو ثابت شو چې کۀ هر څو يې ټکى تعليم نۀ ؤ کړى، د فن باقاعده زده کړې يې چانه نۀ وې کړې خو د خپلې فطري اداکارۍ په سوب يې د پښتنو په زړونو کې داسې ځايې وموندلو چې په کوم فلم کې به بدرمنير نۀ ؤ د هغې کتلو ته به ډير کم خلک سينيما ته په تگ تياريدل.

بدرمنير پخپل ژوند دپښتو فلم انډسټرۍ تر ټولو لويې هيرو گڼل کيدو ، خو دغه لويې اعزاز هم دبدرمنير په خاکسارانه طبعيت کې هيڅ فرق نۀ ؤ راوستى .

هغه هم هاغه ساده ،شډل بډل پښتون ؤ،

اکثر چې به چرته د پوهه يا تعليمافته خلکو په محفل کې راگير شو نو وئيل به يې هلکانو گورى زما دومره کړتې پړتې نه دي ايزده ، بس گزاره به راسره کوئ

په يوولسم اکتوبر کال 2008 ء کې هغه د پاکستان په لاهور ښار کې د ورپيښې ناروغۍ له امله پحق ورسيدو اؤ په همدغه پردي ښار کې خاورو ته وسپارل شو.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG