دپاکستان وزيراعظم ميا نواز شريف دنهې په ورځ پيښور ته په يوه بيړنۍ دوره رسيدلى اؤ پيښور کې په سکول دحملې نه پس په وروستي صورتحال يې هغوي سره خبرې اترې کړي دي.
وزيراعظم ملک کې ددرې ورځني ماتم اعلان کړى اؤ په ډاگه کړې يې ده چې ترهه گر به دملک دخاورې څخه په بشپړ ډول ختمولى شي.
پيښور کې په سکول دشوې حملې په نتيجه کې ١٢٦ ماشومان وژل شوي اؤ ١٢٢ نور ژوبل شوي دي.
وزيراعظم پيښور ته په رسيدو امنيتي ځواکونو ته امر کړى چې دماشومانو حفاظت دې باوري کړي.
ميډيا سره خبرو کې نوازشريف وويل ترڅو چې ملک په مکمل توگه ترهه گرو نه پاک کړل شوى تر هغې به دترهه گرۍ په ضد جگړه روانه وي اؤ دې لړ کې چاته شک نۀ دى پکار.
وزيراعظم وويل حکومت پوځ سره په شريکه دترهه گرو په ضد شمالي وزيرستان کې ضرب عضب اپريشن شروع کړى اؤ دغه اپريشن به ملک نه دترهه گرۍ تر خاتمې پورې روان وي .
هغه وويل دې لړ کې افغانستان سره هم خبره شوې اؤ دا هلې ځلې به دترهه گرۍ تر ختميدو پورې روانې وي دې لړ کې چاته شک نۀ دى پکار.
هغه وويل قوم ته دترهه گرۍ په ضد جگړه کې يو موټى کيدل پکار دي اؤ ورته دکشمکش ښکار کيدل نۀ دي پکار.
شمالي وزيرستان کې د ضرب اپريشن په مهال دکاميابو لړۍ روانه ده چې پکې لويه کاميابي شوې ده.
هغه پيښور کې شوې حمله بزدلانه کارروائي وگرځوله ، په دې حمله يې دخفگان څرگندونه وکړه اؤ غمځپلو کورنو سره يې ديو والي څرگندونه وکړه.
وزيراعظم وويل صوبائي حکومت ته به هررقم ممکنه مدد ورکولى شي اؤ زياته يې کړه چې دترهه گرۍ په ضد جگړه کې يو فيصله ييز پړاؤ ته رسيدلى اؤ داخري ترهه گر تر خاتمې پورې به عمليات روان وي.