لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دترهه گرو خلاف به اخري حد پورې ځو، وزيراعظم نوازشريف


 دکورنوچارو وزير چوهدري نثارعلي خان اؤ دخزانې وزير اسحاق ډار سره يوځايې ته جى ايچ کيو ته په رسيدو جنرل راحيل وزيراعظم ته هرکلى ووئيلو.
دکورنوچارو وزير چوهدري نثارعلي خان اؤ دخزانې وزير اسحاق ډار سره يوځايې ته جى ايچ کيو ته په رسيدو جنرل راحيل وزيراعظم ته هرکلى ووئيلو.

دپاکستان وزيراعظم نواز شريف دجمعې په ورځ دراولپينډۍ ښار جنرل هيډکوارټر ته دپوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف سره دپيښور دپيښې وروستو هيواد کې درامينځته شوي سلامتۍ په صورتحال خبرو اترو لپاره ورغلى دى اؤ وزيراعظم ته دملک دسلامتۍ په صورتحال حال احوال تيرولى.

دکورنوچارو وزير چوهدري نثارعلي خان اؤ دخزانې وزير اسحاق ډار سره يوځايې ته جى ايچ کيو ته په رسيدو جنرل راحيل وزيراعظم ته هرکلى ووئيلو.

دپوځ دمطبوعاتي څانگې ائي ايس پي ار ترمخه دوزيراعظم په مشرۍ دلوړې کچې غونډه روانه چې پکې دپوځ دسرلښکر جنرل راحيل په گډون اعلي عسکري چارواکي شريک دي.

غونډه کې دترهه گرو په ضد په کوټلې کارروائي غور روان دى اؤ په دې موقع وزيراعظم نوازشريف وئيلي دي چې دترهه گرو خلاف به پرته له امتياز څخه کارروائي کولى شي اؤ دترهه گرو خلاف به اخري حد پورې ځو.

سرچينې وائي دواړه مشران ليدنه کې دهيواد په مجموعي امنيتي صورتحال اؤ پيښور کې په ارمي پبلک سکول دحملې نه پس دترهه گرو په ضد په ممکنه گامونو اخستو غور روان دى.

دپوځ اعلي قيادت په دغه موقع وزيراعظم ته دملک په داخلي سلامتۍ حال احوال تيروى اؤ دپوځ سرلښکر به وزيراعظم اوس اوس کابل کې دافغان سياسي اؤ عسکري قيادت دشوې ليدنو نه خبروي.

دوزيراعظم اؤ پوځ دسرلښکر ترمينځ دغه ليدنه څو ساعته وروستو له هغې کيږي چې جنرل راحيل شريف دشپږو ترهه گرو دتيزندي کولو منظوري ورکړه.

په دغو شپږوترهه گرو کې په پخواني صدر پرويز مشرف ، جي ايچ کيو اؤ ددريائى چناب( گجرات) سره نزدې په پوځي کيمپ حملو کې ککړ جنگيالي هم شامل دي.

دپوځ سرلښکر ددغو کسانو دتيزندي کولو منظوري يوه ورځ وروستو له هغې ورکړه چې وزيراعظم نوازشريف ملک کې ترهه گرو ته دمرگ دسزا نه دبنديز پورته کولو منظوري ورکړه.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG