لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دا پاکستان که سوډان دی ؟


د پاکستان اوسني حالت د سوډان د روانې پېړۍ لومړې لسيزې(2001 -2010) ته ورته دي- توپير یې دومره دی چې پاکستان ایټم بمونه لري او سوډان عامې جنگي وسلې او ټوپکونه لري- نوره کيسه یوه ده-

په سوډان کې حکومتي او د جنجوید په نوم تندلارې وسله واله مذهبي ډله د هېواد په غرب کې غیر عرب مسلمانان اوسیدونکي وژني- دغه غیر عرب مسلمانان په ډار فور کې اوسېږي"فور" قام او "ډار" زمکه – یعني دفور قام زمکه-

د سوډان مرکزي حکومت د پخوا نه شپږو میلینو نه زیات فور مسلمانان وروسته پاتې کړې وو- سکول، هسپتال، اوبه، دوا، او خوراک ورکې د نشت برابرؤ- بیا هم په سوډان کې عمر البشير حکومت ته بې تعليمه او په خوار ځاکۍ اخته فوریان د ژوند وړ نه ښکاريدل-

دغه حال په پاکستان کې د لویې پښتونخوا دی پښتون "قام" او خوا "سيمه" - دلته پښتانه اوسېږي – د هېواد د پوځ زیاتره برخه پنجابیان دي – هغوئي د هېواد د سرو او سپينو مالکان دي – په ډار فور کې جنجوید یواځې فور مسلمانان او په ټوله پښتونخوا کې طالبان یواځې پښتانه مسلمانان د هېواد او مذهب دښمنان گڼي- څنگه چې د سوډان په پوځ د جنجوید د ملاتړ تور ؤ – هم دغه رنگ د پاکستان په پوځ ټوله نړۍ د طالبانو د ملاتړ تور لگوي-

طالبان په لویه پښتونخوا کې پټ ځایونه لري- هلته نه د پاکستان او افغانستان تر منځ لانجمنه ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته سکولونه په بمونو الوزوي- د سکول ماشومان وژني یا پرې تېزاب اچوي- په حجرو او جوماتونو ځان مرگي بريدونه کوي- سیاسي مشران او سپين گيري وژني- او دا هر څه د پاکستان د نزدې یو میلین پوځ د سترگو وړاندې کېږي-

ورستې مثال یې په پېښور کې د پاکستان د شمالي سيمو لپاره د پوځي قطعې مشر یا کور کمانډر د ماڼۍ نه نزدې یو ميل لرې په سکول بوگنونکې حمله وه- بل غټ مثال یې د نړۍ د تر ټولو لویې تر هگر گر ځول شوي القاعده مشر اسامه بن لادن دی- هغه هم د پښتونخوا په ایبټ اباد ښارکې د پوځي چهاونۍ شاته نزدې د شپږو کالو نه د دریو ښځو، یو شمېر بچو او نوکرانو سره په یوه لویه حویلۍ کې اوسیدو –

په ډار فور کې د اوږدې ملکي جگړې له امله نزدې 2.9 میلینه خلک بې کوره شوي- په پښتونخوا کې ېواځې د شمالي وزيرستان نه 1.4 میلینه کورنۍ بې کوره دي- د دوه میلینو نه زیات په یو وخت د سوات نه بې کوره شوي وو- هلته په ډار فور کې د عربو جنجوید ملیشا په لسگونو زره غیر عرب مسلمانان وژني او دلته طالبانو په پښتونخوا کې نزدې 50000زره پښتانه تر اوسه وژلي-

د پښتونخوا د روانې جگړې حالت د ډارفور نه په دې حساب زیات سنگين دی - دلته د تر هگرۍ "سر چينه" یا "ماسټر مائنډ" پښتون یا د سکول د ماشوم د وژلو د پاره هم پښتون طالب کاروي – په ډارفور کې جگړه او د ښمن زیات ښکاره وو نو ځکه نړۍ د ډارفور د خلکو سره ودریدله –

دلته په پښتونخوا کې د ماسټر مائنډ کمالي لوبې ځاېي پښتانه هم او نړۍ هم حیرانه کړې- د جگړې او بشر وژنې پلان چې کوم ځایې جوړېږي هم هغه ځایې د جگړې په سر د مرستو په نوم زیاته گټه اخستل کېږي – دغه شان د وسله وال جهاد او ترهگرۍ مفکوره د پنجاب ځينې مېډیا ادارې او مذهبي شخصیتونه خوه روي- خو ټوپکماران ټول په پښتونخوا کې د هغوېي په وینا " قتال في سبيل الله" کوي-

په ډارفور کې دجگړې په سياست نړيوال زر پوه شول او په 2009م کې ېې د سوډان صدر عمر البشير د جنائتونو د مخنيوي د نړيوال عدالت لخوا په بشر وژنه تورن کړو- خو د پاکستان په روانه شېطاني لوبه د نړۍ سر لا خلاص نه دی- او له بده مرغه دغه شېطاني لوبه کې به لا نور قتل عام او د پښتون نسل وژنه کېږي-

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG