لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دولت اسلاميه داردن الوتکه نۀ ده رانسکوره کړې، امريکا


داردن دغه الوتکه دشورو په سحر ددولت اسلاميه په سيمه کې ورکه شوې وه اؤ پائيلټ يې نيول شوى دى.
داردن دغه الوتکه دشورو په سحر ددولت اسلاميه په سيمه کې ورکه شوې وه اؤ پائيلټ يې نيول شوى دى.

امريکا وائي شام کې چې داردن کومه الوتکه تباه شوې وه هغه ددولت اسلاميه دجنگيالو له لوري رانسکوره کړل شوې نۀ وه.

داردن دغه الوتکه دشورو په سحر ددولت اسلاميه په سيمه کې ورکه شوې وه اؤ پائيلټ يې نيول شوى دى.

ددولت اسلاميه جنگيالو دعوه کړې چې هغوي دغه الوتکه ديو ميزائيل په ذريعه رانسکوره کړې ده خو امريکا وائي ثبوت په ډاگه کوي چې دا رښتيا نۀ دي.

دامريکا په مشرۍ ائتلاف اردن دهاغو څلورو عرب هيوادونو څخه يو دى چې شام کې يې ددولت اسلاميه دهدفونو په ضد فضائي حملې شروع کړي.

F-16 جنگي الوتکه لمړۍ ائتلافي الوتکه ده چې دستمبر په مياشت کې دشروع کړل شوؤ فضائي حملو وروستو ددولت اسلاميه سيمه کې ورکه شوې.

ددولت اسلاميه جنگيالو داسې عکسونه خپارۀ کړي چې پکې پائيلټ دنيول کيدو په حال کې ليدل کيږي، هغوي دپائيلټ نوم فلائټ ليفټننټ معز يوسيف کسبيه ښودلى.

په يو بيان کې دامريکې دسنټرل کمانډ(سينټکام) وئيلي دي چې ددولت اسلاميه دجنگياليو دکارروائيو سخته غندنه کوي اؤ پخلى يې کړى چې دغه ډلې راپريوتې الوتکه په قبضه کې اخستى.

بيان کې دا نۀ ده په ډاگه شوې چې دالوتکې دتباه کيدو علت څه ؤ خو زياتوي چې ددولت اسلاميه له لوري به دالوتکې ددغه بدبخته پيښې په غلطه توگه وړاندې کول يا دخپلو مقصدونو لپاره کارول به نۀ زغمي.

بيان کې وئيل شوي ثبوت په ډاگه کوي چې لکه څنگه ترهه گريز تنظيم دعوه کوي هغوي الوتکه رانسکوره کړې نۀ ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG