دشورو په ورځ پوليس چارواکي وائي دپاکستان دخيبرپښتونخوا صوبې ملاکنډ سيمه کې تندلارو درې پوليس عسکر وژلي دي.
دغه پيښه غرييزه سيمه عيلم کې رامينځته شوې چرته چې طالب جنگيالي فعاله دي.
يو سينئر پوليس مشر اصف اقبال ددغه پيښې په اړه يو بهرني خبري اژانس سره خبرو کې وويل تيره شپه تندلارو دپوليسو دگزمې په گاډي ډزې وکړې چې له دې وروستو دلټونې عمليات وشول اؤ په دغه مهال څلور پوليس عسکر بې درکه شول.
هغه وويل چې پوليسو دشورو په سحر ددغو ورکو شوؤ پوليسو نه ددريوؤ په گوليو دسورو شوؤ عسکرو مړي موندلي اؤ زياته يې کړه چې دپوليس سټيشن يو مشر ژوبل شوى هم دى.
له دې وړاندې په ٨م دسمبر نامعلومو وسله والو نزدې بونير سيمه کې هم دپوليو دډلې په حفاظت مامور دوه پوليس عسکر وژلي وؤ، دشورو په ورځ چې کومه سيمه کې وروستۍ پيښه رامينځته شوې هغه دخيبرپښتونخوا سوات سيمې ته نزدې ده چرته چې څو کاله دمخه دپاکستاني طالبانو دموجوده مشر مُلا فضل الله په مشرۍ په سلگونو وسله وال طالبان فعاله وؤ.
دپاکستان پوځ کال ٢٠٠٩م کې سواته دمُلا فضل الله اؤ دهغه دجنگيالو په ضد 30،000 عسکر جگړې لپاره ليږلي وؤ اؤ دغلته دترسره شوؤ عملياتو په نتيجه کې پوځ دسلگونو جنگيالو دوژلو دعوه کړې وه، طالبانو په ٢٠٠٧م کې په سوات سيمه قبضه کړې وه اؤ دغلته به يې دخپلو مخالفينو ، پوليسو اؤ پوځيانو څخه سرونه غوڅول اؤ ددې ترڅنگ به يې دجينکو سکولونه په بمونو الوځول.
مئ ٢٠٠٩م کې دپوځ سيمه کې دطالب جنگيالو په ضد دعملياتو په ترڅ کې طالبانو څخه دسيمې کنټرول ترلاسه کړو.
بلخوا دريډيو پاکستان ترمخه دوسله والو لخوا ددريوؤ پوليسو دتښتولو اؤ وروستو دهغوي دمړو ترلاسه کيدو نه پس دسوات اؤ بونير ترمينځ دعيلم په غرييزه سيمه کې دقانون نافذونکو ادارو اهلکارو عمليات پيل کړي دي.