لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپوځي عدالتونو جوړيدو لپاره ائين کې په بدلون اتفاق


 غونډې ته دوينا په مهال وزيراعظم نواز شريف وويل په قومي ايکشن پلان دعمل درامد په اړه په تياره کړل شوې مسوده اوس دهيڅ بحث گنجائش نشته.
غونډې ته دوينا په مهال وزيراعظم نواز شريف وويل په قومي ايکشن پلان دعمل درامد په اړه په تياره کړل شوې مسوده اوس دهيڅ بحث گنجائش نشته.

دوزيراعظم نواز شريف په مشرۍ اسلام اباد کې دټول گونديز کانفرنس په مهال دپوځي عدالتونو جوړيدو لپاره ائين اؤ ارمي ايکټ کې په بدلون کولو اتفاق شوى دى.

دپينځوؤ گينټو داوږدې غونډې څخه وروستو دهيواد سياسي اؤ عسکري قيادت دترهه گرۍ په اړه دمقدمو فيصله کولو لپاره په دغو لانجمنو عدالتونو جوړولو اتفاق کړى دى.

دځينو سياسي گوندونو دمشرانو له لوري دپوځي عدالتونو په جوړولو دتحفظاتو څرگندولو وروستو دپاکستان د دپوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف دغونډې په مهال وئيلي دي چې هيواد کې دځانگړو عدالتونو جوړيدل دپوځ خواهش نۀ بلکې دا دغيرمعمولي حالاتو ضرورت دى.

غونډې ته دوينا په مهال وزيراعظم نواز شريف وويل په قومي ايکشن پلان دعمل درامد په اړه په تياره کړل شوې مسوده اوس دهيڅ بحث گنجائش نشته.

دټول گونديز کانفرنس په ختميدو داطلاعاتو وفاقي وزير پرويز رشيد مخيډيا سره خبرو کې نننۍ غونډه کې شوې فيصلې تاريخي وبللې اؤ دعوه يې وکړه چې دا به دهيواد په تاريخ کې ياد ساتلى شي.

دترهه گرۍ دمخنيوي دتگلارې لاندې دپاکستان دمجرمانو، دهغوي دبچو اؤ بې گناه اولسي وگړو دقاتلانو، وسله والو پوځونو اؤ سلامتۍ دادارو دوينې په ذمه وارانو مقدمې عامو عدالتونو کې چليدل ممکن نۀ دي اؤ دهغوي دمقدمو چلولو لپاره دځانگړو عدالتونو په جوړيدو اتفاق شوى ؤ.

هغه وويل دغو ځانگړو عدالتونو ته تحفظ ورکولو لپاره ائين اؤ ارمي ايکټ کې دبدلون ضرورت ؤ اؤ نن دهيواد سياسي قيادت په متفقه توگه ددواړو پريکړو پخلى کړى، سبا دخالي په ورځ قومي اسمبلۍ کې ددې ائيني بدلون بل وړاندې کولى شي اؤ دگل دورځې څخه به ددې دمنظورۍ عمل پيل کيږي اؤ دنهې په ورځ به دا سينيټ ته منظورۍ لپاره وړاندې کولى شي اؤ دهيواد سياسي قيادت درايې په اتفاق سره دا پريکړه کړې ده.

پرويز رشيد په تجويز کړل شوي قومي ايکشن پلان درايې اتفاق ته درسيدو لړ کې په مرکزي کردار ادا کولو دپيپلز پارټۍ دشريک چئيرمين اصف علي زرداري ستائينه وکړه ، هغه وويل دجى يو ائي(ف) مشر مولانا فضل الرحمان هم دغونډې په اخره کې داين اى پي دکاميابۍ لپاره دعا کړې ده.

داى پي سي څخه ميډيا سره خبرو کې دتحريک انصاف شاه محمود قريشي وويل دقومي ايکشن پلان په اړه دحکومت دغيرسنجيده رويې باوجود دپاکستان تحريک انصاف دلويې قومي گټې په خاطر دلويې زړۀ نه کار واخستو اؤ دې لړ کې يې دقومي رايې داتفاق پيدا کولو لپاره کردار ادا کړو.

دقومي اسمبلۍ سپيکر اياز صادق دخالي په ورځ دچوټۍ باوجود دپارليمنټ دښکتني ايوان يعنې قومي اسمبلۍ غونډه رابللې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

افغان خبریالان: اوس مو هایبرېډ جرنلېزم ته مخه کړې
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:15 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG